واشنګټن ـــــ د بلوچستان په پنجګور سيمه کې د بلوڅ وسلوالو او پاکستاني امنيتي ځواکونو تر منځ درې ورځنۍ جګړه پای ته رسېدلې، خو پکې د وژل شویو پوځیانو او وسلوالو د شمېر په اړه د پوځ او صوبایي حکومت تر منځ اختلاف دی.
د نوشکي او پنجګور په درې ورځنۍ جګړه کې د نهو پاکستاني پوځيانو او 20 وسلوالو بريدګرو د وژل کېدو دعوه شوې ده.
د پاکستان د پوځ وياندې ادارې ای ايس پي آر په خپل تازه خپاره کړي بیان کې ليکلي چې په پنجګور کې د ايف سي ځواک پر کيمپ د وسلوال برید په جواب کې یې اووه بريدګر وژلي او عمليات پای ته رسېدلي.
په بيان کې ويل شوي چې درې ورځې وړاندې د پنجشنبې- زيارت په ماښام وسلوالو د پنجګور او نوشکي په سيمو کې د ايف سي ځواک پر کيمپونو بريدونه پيل کړي وو.
بيان زياتوي چې ځواکونو په ځوابي عملياتو کې په دواړو سيمو کې پر کېمپونو شوي بريدونه په کاميابۍ ناکامه کړل او په ځوابي بريدونو کې يې 20 بريدګر وژلي او د وسلوالو په بريد کې د پوځ د يوه افسر په ګډون نهه پوځیان هم وژل شوي دي.
ادارې د د دواړو بريدونو په اړه په تفصلي بيان کې دعوه کړې چې په پنجګور کې يې له سختې مقابلې وروسته ترهګر پر شا تمبولي او د هغوی له تېښتې پس ځواکونو د صفايي د عملياتو پر مهال څلور وسلوال په پټنځايونو کې ځکه ووژل چې هغه تسليمېدلو ته تيار نه وو.
په دې بيان کې ويل شوي چې په پنجګور کې د ځوابي عملياتو پر وخت د وژل شوو وسلوالو بريدګرو شمېر اته دی، خو دوې ورځې وړاندې په نوشکي کې د وژل شوو وسلوالو شمېر نهه ښودل شوی وو.
د ای ايس پي آر بيان دی چې په نوشکي کې د وسلوالو په بريد کې د يو افسر په ګډون د امنيتي ځواک څلور سرتېري وژل شوي وو. پوځ وايي ټول يې نهه سرتيري وژل شوي او شپږ سرتېري يې ټپيان دي.
خو دوې ورځې وړاندې د بلوچستان د وزيراعلا د کورنيو چارو سلا کار مير ضياء لانګو خبري غونډې ته ويلي وو چې په دواړو بريدونو کې 12 د ايف سي ځواک سرتېري وژل شوي او 23 ټپي شوي دي.
بل خوا بيا د ياد بريد ذمه واري اخيستونکې بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلې بلوڅ لیبرېشن آرمي هم ويلي چې بريد پای ته رسېدلی دی. دې ډلې رسنيو ته په لېږلي بيان کې دعوه کړې چې د دوی 16 بريدګرو په نوشکي او پنجګور کې د ايف سي پر کېمپونو بريدونه کړي او ايف سي ځواک ته يې زياته مرګ ژوبله اړولې ده.
بي ايل اې دعوه کړې چې په نوشکي کې يې نهه او په پنجګور کې يې اووه بريدګر خپل هدف ته رسېدلي دي.
خو د ازادو رسنیو سرچینو د پوځ، صوبایي حکومت او وسلوالې ډلې له خوا په دغو بریدونو کې د وژل شویو او ټپیان کره شمېر نه دی تایید کړی، ځکه چې دغو سیمو ته خبریالان د حکومت له اجازې پرته رسایي نه لري.
د نوشکي بريد وروسته له 20 ساعتو پای ته رسېدلی وو خو د پنجګور بريد شاوخوا 72 ساعته وخت واخیست. په پنجګور کې د بريد له سببه د سيمې خلک په کورونو کې بند پاته وو او له سختو ستونځو او د خوراکي توکو له کمښت سره مخ شوي وو.
په پنجګور کې د لېوز ځواک یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط وي او اې ډيوه ته په ټیليفون وويل چې د شنبې- خالي د ورځې له ماسپيښينه حالات سم شوي او په سيمه کې عادي ژوند پیل شوی دی:
"بازار خو نن بند دی سهار به خلاصېږي، د موبايل نیټورک هم راغلی، بجلي پر څلور بجې راغلې ده".
ياده دي وې چې په بلوچستان ايالت کې له څو اوونيو راهیسې امنیت خراب شوی او د رپوټونو له مخې يواځې له تطرو درو ورځو د يادو دوو بريدونو په شمول په څلورو وسلوالو پېښو کې د نهو امنيتو سرتېرو په ګډون 29 تنه وژل شوي او د شپږو امنيتي سرتېرو په ګډون 12 تنه ټپيان شوي دي.