لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایي ایم ایف پاکستان ته د ودانۍ څانګه کې د رعایتونو ختمولو وینا کړې ده


نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف دپاکستان مرکزي بینک ته ویلي چې د کورونو جوړولو او ودانۍ په څانګو کې ورکړل شوي رعایتونه ختم کړي ځکه چې دا دپاکستان د تلپاتې پرمختیا او اقتصادي ثبات دپاره خطرې پیدا کوي.

دپاکستان مرکزي اسټیټ بینک د کورونو جوړولو دپاره په کم نه کم سود خلکو ته قرضې ورکوي او په کال ۲۰۲۰م کې یې کاروباري بینکونو ته ویلي وؤ چې د کال ۲۰۲۱م د وروستیو پورې د قرضو ورکولو پینځه فیصدي هدف هم پوره کړي.

اقتصاد پوهان وایي د ودانۍ په څانګو کې رعایتونو نه یوازې غیر قانوني پیسو ته لاره هواره کړې بلکې په اقتصادي توګه د حکومت له خوا ورکړی شوي رعایتونه دمالیاتي خسارې سوب هم جوړیږي.

د اقتصاد ماهر او صحافي طاهر وي او ای ډيوه ته ویلي د ودانۍ په څانګو کې د ورکړی شوؤ رعایتونو په ذریعه زیاتره د غیرقانوني پیسو استعمال کیږي چې له امله یې د مالیې په مد کې قامی اقتصاد ته تاوان رسیږي.

هغه وایي نړیوالې مالیاتي ادارې دپیل راهسې د ودانۍ څانګه کې په ورکړل شوؤ رعایتونو نیوکې کړې وې خو په هغه وخت د پاکستان اقتصاد مشکلاتو سره مخ ؤ ځکه دپاکستان حکومت دغه رعایتونه مخ په وړاندې بوتلل.

ښاغلی طاهر زیاتوي دغیر قانونې پیسو په وړلو راوړلو او استعمال د وړاندې نه ایف ای ټي ایف قدغن لګولی دی.

نوموړی وایي دمرکزي بینک له خوا د کاروبارونو نه پینځه فیصده قرضې د سود په کمه شرحه ورکول ډوبیدلی هم شي او دا اکثره حقدارو ته هم نه ترلاسه کیږي او هغه مطلوبه نتیجې یې هم نه دي ورکړې دکومو لپاره چې دا قرضې ورکړل کیږي.

د پاکستان حکومت تر دې وړاندې د کورونو جوړولو دپاره د قرضو اسان سکيم "زما کور زما پاکستان "ترنامه لاندې معرفي کړی ؤ او د ودانۍ په څانګه کې یې په پانګونو مالیه هم راکمه کړی وه چې له امله یې د ودانۍ په فعالیتونو کې اضافه شوې وه .

مرکزي بینک په کال 2020م کې کاروباري بینکونو ته هم ويلي وؤ چې د دسمبر کال 2021م پورې باید د کورونو جوړولو دپاره په اسانو شرطونو د بینکونو نه 5 فیصدي دقرضو ورکولو هدف ترلاسه کړي.

مرکزي بینک دغه قرضې په 3فیصدي، 5فیصدي،7فیصدي او 9فیصدي سود اعلان کړې وې او د مرکزي حکومت له خوا په دغه قرضو رعایتونه ورکړی شوي وؤ خو ایي ایم ایف وایي دغه رعایتونه دې بېرته واخستل شي ځکه چې دې سره ملکي اقتصاد ته خطرې راولاړیږي .

داقتصاد ماهر وکیل رحمان وایي نړیوالې مالیاتي ادارې دپاکستان حکومت نه د ټولو رعایتونو دبېرته اخستو غوښتنه کړې ده ځکه چې دې سره د بجټ خساره زیاتیږي اؤ ایي ایم ایف وړاندې او اوس هم په پاکستان دا زور راوړي چې خپله مالیاتی خساره راکمه او ټيکسونه زیات کړي.

ایم ایف وایي که پاکستان داسې وکړي نو دې سره به یې اقتصادي توله برابره شي .

دایي ایم ایف غوښتنو کې دا هم ده چې پاکستان باید خلکو ته ورکړل کیدونکي ټول رعایتونه ټول ختم کړي، د بجلی او ګیس په مد کې ګردشي قرضې راکمې کړي او د بینکونو نه چې کومې په رعایتي بنيادونو قرضې ورکړی کیږی هغه دې ختمې کړي ترڅو له دې لارې د بجټ خساره راکمه کړي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې د ایي ایم ایف په وینا د پارلیمان څخه مالیاتي او د مرکزي بینک ترمیمی بل هم منظور کړی ؤ چې له وجې یې په مختلفو شیانو د 360اربو روپو ټيکسونه لګول شوي دي او مرکزي بینک هم خپلواکه کړی شوی دی.

د پاکستان مرکزي بینک وایي چې د نړیوالې مالیاتي ادارې له خوا ورته د یو ارب ډالرو نه زیات رقم منتقل شوی دی خو اقتصادی پوهان وایي د ودانۍ څانګه کې د رعایتونو ختمولو سره به د ودانۍ په سامانونو منفي اغېزې وشي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG