لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو په واکمنۍ کې عرب اماراتو ته تللیو افغانانو غربي هېوادونو ته د تګ لپاره احتجاج کړی


دوبۍ ـــ د پنجشنبې- زیارت په ورځ د متحده عرب اماراتو سر ښار ابوظهبۍ کې د افغانستان نه په ګډوډۍ کې اماراتو ته راوستل شویو سلګونو افغانانو احتجاج کړی او دا امریکا سره سره نورو مغربي هیوادونو ته د بوتلو غوښتنه یې کړې ده.

د افغانستان نه دا افغانان هغه مهال راویستل شوي کله چې طالبانو د کابل واک تر لاسه کړو او په زرګونو خلک د افغانستان نه بهر هیوادونو ته د تلو په هڅه کې متحده عرب اماراتو ته بېول شوي وو.

د رپوټونه تر مخه په متحده عرب اماراتو کې نهه زره پورې افغانان دېره کړی شوي چې پکې ښځې او ماشومان هم دي. دا افغانان تر میاشتو په متحده عرب اماراتو کې په انتظار دي چې امریکه او نورو هیوادونو ته بوتلل شي خو تر اوسه د دوی لپاره هیڅ بندوبست نه دی شوی.

وي او اې ډیوه چې په اماراتو کې مېشت يو افغان سماجي کارکوونکي اقبال زماني سره رابطه وکړه نو هغه وویل چې دغو افغانانو ته متحده عرب امارات پناه ورکړې او هغو هیوادونو چې ورسره د بوتلو ژمنه کړې اوس یې نه پوره کوي:

"دې افغانانو سره بلا لار نشته ځکه چې د ډېرې مودې راهیسې اماراتو کې دېره دي او غواړي چې دوی سره دې کړي لوظونه پوره کړی شي".

د رپوټونو تر مخه تېر کال د نومبر میاشتې وروسته يوه الوتکه هم دا عرب اماراتو نه امریکا ته نه ده تللې چې مقصد یې امریکې ته د جنګ ځپلو افغانانو بوتلل وي.

رپوټونه لیکي چې له تېر کال راهسې د نړیوالو هیوادونو سره په شریکه 38 زره پورې افغانان متحده عرب اماراتو ته راوستل شوي او چې تر ډېره حده پکې امریکه او نورو هیوادونو ته بوتلل شوي دي خو څه اوس هم لا په متحده عرب امارات کې مېشت دي.

د افغانستان نه متحده عرب اماراتو ته راوستل شوي افغانان په يو ځانګري ځای کې دېره کړی شوي چې انټرنېشنل هیومنیټیرین سيټي ورته ویل کیږي او دغو احتجاج کوونکو افغانانو میډیا ته ویلي چې دا يو بند ځای دی د بهر تلو اجازه ورته نشته او نه ورله بندوبست کیږي چې د دې هیواده ووځي.

دا احتجاج په داسې مهال شوی چې د برتانيې شهزاده ویلیم دا ابوظهبي په سفر دی او دا افغانان غواړي چې د دوی سره دې په نړيواله کچه مرسته وشي ځکه چې متحده عرب اماراتو کې ورته نه دا اوسېدو پرمټ ورکړل کیږي او نه ورته دا کار کولو اجازه شته.

بل خوا د متحده عرب اماراتو حکومت له خوا دې احتجاج ته هیڅ جواب نه دی ورکړل شوی او نه په ابوظهبۍ کې د امریکا کونسلګرۍ څه عمل ښودلی دی.

  • 16x9 Image

    عرفان بهادر

    عرفان بهادر د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د وي او اې ډیوه رېډیو د خبریال په توګه کار کوي. هغه هلته د پاکستان او افغانستان د مېشتو مسافرو د ستونځو او د عربي اماراتو د بېلابېلو موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG