لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي ډاکټر د جرمني د کرسمس په بازار برید، د وژل شویو شمیر 5 ته رسېدلی او د 200 نه زیات زخمیان دي


په جرمني کې د یو سعودي ډاکټر په قصدي ډول د کرسمس (د عیسایانو اختر) په ډ ک بازار برید کې د یو ماشوم په ګډون پنځه کسان وژلي دي او تر ۲۰۰و پکې زخمیان دي.

د جمعې په ماښام د جرمني په ختیځ ښار ماګدیبورګ کې چې کله د کرسمس په دغه بازار کې د خلکو ډیره ګڼه ګوڼه وه، نو د جرمني د چارواکو په قول دغه پنځوس کلن سعودي تن په خلکو ګاډی ور وخیژولو.

د ساکسوني انهالټ د شاوخوا ګورنر رینر هاسلوف خبریالانو ته وویل چې د مړو شمېر له دوو نه پنځو ته لوړ شوی او تر ۲۰۰و نه ډېر کسان ټپیان شوي دي.

چانسلر اولاف شولز وویل چې د 40 کسانو وضعیت ډیر خراب دی هغه وویل "دومره سخت ټپیان شوي چې مونږ باید د دوی په اړه ډیر اندیښمن شو."

اته کاله وړاندې هم د برلین د کرسمس په بازار کې د یو ترهګریز برید په پایله کې ۱۳ تنه وژل شوي وو.

دا پیښه د برلین څخه ۸۰ میله لیرې جنوب لویدیځ خوا ته د ماګدبورګ په ښار کې شویده.

چارواکو د جمعې په ماښام په ماګډبورګ کې د برید په ځای کې یو 50 کلن سړی نیولی او د پوښتنو لپاره یې تحویل کې اخیستی دی.

د ماګدبورک ګورنر رینر هاسیلاف په خبري کنفرانس کې وویل، "مرتکب مو نیولی، د سعودي عرب یو ډاکټر دی چې د ۲۰۰۶ راهیسې په جرمني کې دی".

هغه دا پیښه د خپل ښار او ټول هیواد لپاره "تباهي" وبلله. د جرمني دې چارواکي زیاته کړه چې په برید کې د مشکوک شخص سره بل چا مرسته نده کړې.
سره لدې چې په جرمني کې چارواکو تر اوسه د نیول شوي مشکوک بریدګر په هکله نور معلومات ندي ورکړي خو پدې هیواد کې مطبوعاتو ویلي چې هغه طالب A نومیږي او د ذهني ناروغیو ډاکټر و.

د دې پېښې په نړیواله کچه غندنه روانه ده. د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزارت یې هم غندنه کړې ده.

په برید تورن سړی څوک دی؟

چارواکو ویلي چې نیول شوی مشکوک برید ګر د سعودي عرب دی، طبي ډاګټر دی چې ۵۰ کاله عمر لري او د جرمني په ختیځ کې د سکساني – انهالت په ښار کې یې ژوند کاوه.

یاد شکمن تن خپل ځان د پخواني مسلمان په توګه بیانوي، وایي چې وس مسلمان نه دی، په سوشل میډیا/ټولنیزو رسنیو باندې هره ورځ اسلام ضد موضوعات شریک کوي، په دین سختې نیوکې کوي، یاد تن هغه مسلمانانو ته مبارکي هم ورکوي چې مذهب اسلام یې پریښودی وي.

دغه شکمن سعودي تن د جرمني په چارواکو باندې دا الزام هم لګوي، چې د هغه په وینا د اسلام ایزم اف یورپ یا د یورپ اسلام پسندي سره مبارزه د پاره کافي مبارزه نه کوي.

ځینو یاد سعودي ډاکټر د یو فعال په توګه یاد کړی او وایي چې د سعودي د میرمنو سره یې د خپل هیواد نه په تېښته کې مرسته کړې.

هغه د جرمني لپاره د ښي اړخي او د مهاجرت ضد متبادل جرمني ګوند یا AfD ملاتړ هم کړی دی.

په دې وروستیو کې، هغه په دې خپل نظر تمرکز کړې و چې جرمني چارواکي د سعودي پناه غوښتونکي په نښه کوي.

یاده دې وي چې د خالي یا شنبې تر ورځې هیڅ ځواب نه دی ورکړل شوی چې دغه تن ولې د ماګډبورګ ښار په ګڼه ګوڼه ګاډي ور وخیژولی، یا لامل یي څه و؟

په دې اړه د لندن د کېنګ کالج ډایریکټر چې په جرمني کې د ترهګرۍ/ دهشت ګردۍ په اړه مشهور څیړونکی دی، وایي چې هغه لا تر اوسه د دې شکمن تن پروفایل او ډله ایز تاوتریخوالی په عمل حیرانه دی. وایي

"په دې 'فیلډ' کې له 25 کلونو وروسته تاسو فکر کوئ چې هیڅ شی به تاسو حیران نه کړي. خو یو 50 کلن سعودي پخوانی مسلمان چې په ختیځ جرمني کې ژوند کوي د اې ایف ډي ملاتړ کوي او غواړي چې جرمني ته د اسلامپالو په زغملو سزا ورکړي - دا واقعیا. زما په ریډار کې نه و، "

د پېښې په اړه لومړي معلومات


د جرمني په ختیځ ښار ماګدیبورګ د برید په اړه په مطبوعاتو کې ویل شوي چې پیښه په سیمه ایز وخت د جمعې په ماښام په ۷ بجو شوې او دا چې د برید پر مهال بازار له خلکو ډک و.

یو شمیر ویډیوګانې چې په ټولنیزو شبکو کې خپرې شوې پکې ښودل کیږي چې د پولیسو کمانډوګان د یو سخت خراب شوي موټر سره نږدې یو تن نیسي چې ږیره لري او عینکې یې په سترګو دي.

پولیسو همدارنګه ویلي چې دا موټر تقریباً ۴۰۰ مټره په بازار کې دننه په خلکو ورغی ، په وینو کې لت پت خلک، ماتې شوې ښیښې او ټوټې پرچې د ښار په مرکزي څلور لارې کې هرې خوا ته پرتې وې.

د جرمني صدراعظم اولف شولتز د ایکس په شبکې کې لیکلي چې د ماګدبورګ په ښار کې پیښې تر ټولو ناوړه ویره خپره کړې.

ښاغلي شولتز د وژل شويو او ټپي شویو کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او د ژغورنې مامورینو څخه یې مننه کړې.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت او داخلي امنیت خدماتو ادارو تازه خبرداری ورکړی و چې د کرسمس یا مسیحانو اختر په ورځو کې ډیر بیدار وي.

تر دې دمه د برید انګیزه نده معلومه او د جرمني چارواکو یې هم ملامتي په کومې ډلې نده اچولې خو تر دې وړاندې په جرمني کې یو شمیر پیښې شوې و چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې یې د کولو ادعاې کړې وې.
د روان میلادي کال د اګست په میاشت کې یو تن د شولینګن په ښار کې خلک په چاقو ووهل، درې تنه یې ووژل او اته نور یې ټپي کړل. پولیسو ددې پیښې په تړاو یو تن ونیوه او د برید کولو ادعا داعش کړې وه.

همدارنګه د جون په میاشت کې یو افغان د مانهیم په ښار کې یو پولیس په چاقو وواهه او وې واژه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG