لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند دپاکستان دلارې روانه میاشت افغانستان ته دامدادي غمنو لېږلو لړۍ پېلوي


مطبوعاتي رپوټونه وايي پاکستان او هند افغانستان لپاره دامدادي غنمو لېږلو په اړه دلوظنامې په عملي کولو سلا شوي دي چې تر مخه به یې د روانې فبرورۍ میاشتې د ١٦ نيټې نه د هند څخه ٥٠ زره ټن غنم د واهګه پولې د لارې افغانستان ته د لېږلو عمل پيل کيږي.

د ډان ټې وي ترمخه هند څخه امدادي غنم به د واګه پولې د لارې افغاني ټرکونو کې افغانستان ته رسولى شي او د ملګرو ملتونو دخوراک د ادارې ورلډ فوډ پروګرام د څار لاندې به ددې ويش کيږي.

ديورپي هيواد اټلي سر ښار روم کې د هند سفارتخانې په دې اړه د ملګرو ملتونو يادې ادارې سره د تفاهم دياداښت د لاس ليک کيدو پخلى کړې دى.

تير کال داکتوبر مياشت کې هند دپاکستان دلارې افغانستان ته د غنمو ليږلو وړانديز کړى ٶ او د پاکستان وزير اعظم عمران خان په انساني بنيادونو ددز منظوري ورکړې وه.

دتيرې جنورۍ مياشت کې د دواړه هيوادونو ترمنځ په دې اړه تړون شوى ٶ.


کابل کې د افغان طالبانو حکومت ددې وړانديز دهرکلي ترڅنګ په وزير اعظم عمران خان ددې د زر منظورۍ ټينګار هم کړی ؤ.

افغانستان لپاره دپاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند د هند لخوا دپاکستان دلارې افغانستان ته دغنمو ليږلو پريکړه د ټولې منطقې په ګټه بولي خو دې عمل کې په راغلي ځنډ انديښنې هم لري.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل پاکستان او هند ته په دې معامله د ترپګنۍ نه ډډه پکار ده ځکه چې د افغانستان حالات ډير خراب دي او اولس د لوږې ښکار دى نو که هند دخوراکي موادو يا بل څه ډول افغاستان سره مرستى کول غواړي نو بايد چې پاکستان ددې لپاره خپلې لارې پرانستې وساتي.

که څه هم د هند او افغان طالبانو دحکومت ترمنځ بى باوري لیدل شي خو مطبوعاتي رپوټونه وايي دامريکا لخوا د افغانستان لپاره دځانګړي استازي ټاکل کیدو وروسته هند هم افغانستان سره د مرستو لارې لټوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا صدر جوبايډن دافغانستان دکنګل کړى شوؤ پیسو دخلاصولو پريکړه کړې ده.

تېرکال داګست مياشت کې دطالبان لخوا دکابل د واک تر لاسه کولو وروسته امريکا،جرمني او د نړى نورو لویو هيوادونو بهرنیو بینکونو کې پرتې د افغانستان اثاثې کنګل کړې وې چې له امله یې افغان دولت او اولس د سختو ستونزو سره مخ دى او دملګرو ملتونو د خوراک دادارې ترمخه٢٣ میليونه افغانانو ته خوراک باوري جوړولو لپاره هره مياشت افغانستان٢٢٠ میلیونه ډالرو ته اړتيا لري

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG