لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا دفاع وزارت: القاعده به په افغانستان کې پټه وي او داعش خراسان به نور قوي کيږي


واشنګټن ـــ د امريکا د دفاع وزارت انسپېکټر جنرل يو تازه رپورټ وايي القاعده په افغانستان کې ځان غلی ساتي او دا ممکن ده د طالبانو د مشرانو په ښوونه داسې وي ځکه چې د طالبانو مشران لګيا دي د نړۍ سره تعلق جوړول غواړي چې حکومت يې په رسميت وپېژندل شي.

د سينټرل کمانډ د استخباراتي معلوماتو تر مخه طالبان د القاعده غړو ته اجازت نه ورکوي چې د دوی تش په نوم موقت حکومت کې کومه مهمه برخه ولري او امکان دی طالبان القاعده په امريکا د حملو کولو نه منع کړي ځکه چې نړيوال مشروعيت تر لاسه کول غواړي.

رپورټ وايي ډېر امکان دی طالبان د القاعده غړو ته په افغانستان کې د اوسېدو اجازت ورکړي خو موجودګي يې ډېره ښکاره نه وي چې يو خوا ورسره خپلې نظرياتي اړيکي په ځای وساتي او بل خوا هغه طالبان خفه نه کړي چې د القاعده د غړو سره نزدې دي.

د دفاع وزارت رپورټ زياتوي داعش خراسان په افغانستان کې د ترهګرو حملو يوه لړۍ وچلوله چې په کابل کې پکې دوه غټ بريدونه يو د ګڼې ګوڼې ډک د شيعه مسلمانانو په جومات او بل په پوځي هسپتال وو، چې پکې د طالبانو يو مشر هم وژلی شوی وو.

د رپورټ تر مخه د اکتوبر نه راپه دې خوا داعش حراسان ښکاري د موقعې نه ګټه پورته کوي چې د طالبانو مخالفين او د روان حکومت د کميو نه زړه ډکي خلک د ځان سره ملګري کړي.

د داعش حراسان په حساسو ځايونو حملې د طالبانو د بنيادي امنيت په ټينګولو کې کمزوري په ګوته کوي او په داسې کولو داعش په ځايي خلکو کې طالبان غير قانوني کول هم غواړي.

د دفاع وزارت له خوا په اکتوبر کې د ورکړل شوي خبرداري تر مخه داعش خراسان دا استعداد لري چې په شپږ مياشتو کې دومره منظم شي چې په امريکا او نور غرب کې حملې وکړي.

د انسپېکټر جنرل رپورټ وايي امريکا د داعش خراسان جاج اخلي او په خپلو بهرنیو حملو کې به لومړيتوب په افغانستان کې د داعش خلاف عملياتو ته ورکړي.

ايا ايغور وسله وال په افغانستان کې د داعش سره دي؟ رپورټ وايي دا دعوه نه شي تایيدولی او د دفاع وزارت دا هم وايي د داعش خراسان له خوا د ايغورو په اړه دا تازه دعوه د ډلې د پروپېګنډې برخه ښکاري چې غواړي د چين او طالبانو تر منځ تاوتريخوالی پيدا کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG