لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د اېف اې ټي اېف د شرطونو پورہ کولو باوجود په خړ‎ فھرست کې پاتې کېدی شي؟


پاکستان وېلي چې اسلام اباد د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې اېف اې ټي اېف د خړ فهرست څخه د وتلو لپاره ددغه ادارې په ورکړی شوو شرطونو عمل درآمد ترسره کړی خو واىي د اېف اې ټي اېف د ځینو غړو هېوادونو سياسي سوچ پاکستان په خړ فهرست کې ساتلی شي.

دا خبره د پاکستان د خارجه دفتر وياند د جمعې په ورځ (18فرورۍ) کړې ده.

پاکستان د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې اېف اې ټي اېف په خړ نوملړ کې د پاتې کېدو دا وېرهپه داسې حال کې ښکاره کړې چې د هندوستان په مطبوعاتو کې د اېف اې ټي اېف لخوا د پاکستان په ځینو شرطونو د عمل نه کېدو کولوپه اساس تور فهرست کې د شاملولو اټکلونه کوي.

خو اقتصادي پوهان وايي پاکستان د نړیوال سازمان په دوو کاريز پلانونو عمل درامد ترسره کړی نو ځكه ګمان نه کوي چې ګواکې پاکستان به په تور نوملړ کې واچول شي.

ځینې اقتصادي کارپوهان دا هم وايي چې نړيوال سياست اېف اې ټي اېف د هاېبرډ جګړې د الې په توګه کاروي.

د ډان ورځپاڼې د رپورټ ترمخه د پاکستان د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار وېلي چې د فنانشل اېکشن ټاسک فورس په تناظر کېپاکستان په ټولو شرطونو او نکاتو عمل درامد بشپړ کړی او هيله لري چې ددې پاېلې به هم مثبتې راوځي.

ټاکل شوې ده چې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې اېف اې ټي اېف پلانري غونډه به د راونېمياشتې په 21 نېټه د فرانس سرښار پېرس کې پېل شي چې د مارچ تر څلورمې به جاري وي.

پدغه غونډه کې به د هغو هېوادونو د چارو او پرمختګ جاج اخستل کیږي کوم چې د اېف اې ټي اېف په خړ او تور فهرستونو کې شاملدي.

د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه سره د خارجه دفتر وياند د څرګندونو په اړه خپله تجزیه کې وايي د فناشنل اېکشن ټاسک فورس لخوا پاکستان ته ورکړې شوو ټولو 27 شرطونو باندې عمل درامد ترسره شوې.

دې وايي زه ګنم چې د پاکستان نور په خړ فهرست کې د ساتلو پرشا 200 فيصدى نړيوال سياست دی.

هغه بيا وايي پاکستان مخکې هم د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې شامل پاتې شوې خو چونکه دا ځل پدې کې نړيوال سياست رادننه شوې نو ځكه هر پاکستانې وګړې د اېف اې ټي اېف د نوم څخه خبر شو.

دې وايي اېف اې ټي اېف د هاېبرډ جګړې د الې په توګه د مخې ته راغلې اداره جوړه شوې ده.

د پاکستان د خارجه دفتر وياند پدې خبره هم ټينګار کړې چې پاکستان د يو ذمه وار هېواد په هېڅ د اېف اې ټي اېف په طريقه کار پهعوامي کچ تبصره نه کوي خو دا خبردارې هم کوي چې د اېف اې ټي اېف ځنې هېوادونه سياست کوي او دا د پاکستان لپاره بدستور يوهستونزه ده.

پاکستان د کال 2018 راهیسې د فناشنل اېکشن ټاسک فورس په خړ نوملړ کې شامل دې او پدې فهرست د شامل هېوادونو نړیواله ادارهلا زياته څارنه کوي.

د هندوستان ځنې مطبوعات د دغه هېواد د تهنک ټېنک ېا غېر دولتي څېړنېز ادارو د تجزيو په اساس امکان څرګندوى چې د اېف اې ټياېف د ځنې شرطونو د نه پوره کولو په ترڅ کې پاکستان د اېف اې ټي اېف په تور فهرست کې اچول کېدې شي خو په پاکستان وتلېاقتصاد پوه قېصر بنګالي ډيوه ته وايي پاکستان مخکي په د اېف اې ټي اېف په خړ فهرست کې پاتې شوې خو دې د هېواد اقتصاد تهکوم زيان نه دې اړولې.

هغه وايي ګمان نه کوي چې پاکستان به د اېف اې ټي اېف تور نوملړ ته لاړ شي او هم په خړ فهرست کې به پرځاې پاتې وي.

د پاکستان لپاره د فنانشل اېکشن ټاسک فورس په لمړى کاريز پلان کې 27 شرطونو ترسره کول شامل وو او پدغو کې پاکستان تېر کالاکتوبر کې شوې د اېف اې ټي اېف د اخرى غونډې پورې په 26 نکتو ېا شرطونو عمل بشپړ کړې وو، خو بيا د جون میاشت کې اېف اېټي اېف پاکستان ته يو بل اضافي پلان ورکړو چې په کې د پېسو د غېرقانوني لېږد د مخنیوي نور 7 شرطونه ېا نکتې شاملې وې.

مطبوعاتي رپورټونه وايي د اېف اې ټي اېف لخوا پاکستان ته ورکړې شوې دوو کاريز پلانونو کې په مجموعي توګه 34 نکتې شاملې دياو پدغو هم پاکستان په 30 نکتو د تېر اکتوبر میاشتې پورې عمل ترسره کړې.

اېف اې ټي اېف به په خپله راتلونکې غونډه کې د پېسو د غېرقانوني ترسيل په اړه د اېشيا پسفک ډلې په هغه رپورټ پرېکړه کوي کوم چې د فرورۍ په اولنۍ نېټه دغه ادارې ته سپارل شوې دہ.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG