لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په یوکرین د روس له حملې وروسته دسویلي ایشیایي هیوادونو د ونډو بازارونه په ښکته تللي


South Korea Financial Markets
South Korea Financial Markets

د روس له خوا په یوکرین له حملې وروسته د پاکستان په ګډون سویلي ایشیایې هیوادونو سټاک مارکیټونه هم دمندۍ ښکار شوي دي.

دپاکستان سټاک مارکیټ ۱۱۰۰ نه زیات پوېنټونه راکوز شوی او په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو د یو بيرل بيعه د ۱۰۰ ډالره نه هم په بره تللې ده.

اقتصاد پوهان وایې د پاکستان په څېر هغه هیوادونه چې تیل د بهرنیو هیوادونو څخه راغواړي ،ددې وضعیت له امله به د اقتصادي فشار سره مخ شي او په نړیواله کچه به د توانایۍ بحران پیدا شي.

نړیوال مطبوعاتي رپورټونه وایي چې په سویلی ایشیایې هیوادونو کې هم سټاک مارکیټونه راغورځیدلي دي.

له دې برید سمدستي وروسته نړیواله اؤ ځایي میډيا وایي چې دپاکستان سټاک مارکیټ 3فیصدي راکم شوی او په نړیوال مارکیټ کې د خاموتیلو بیعې 6فیصدي زیاتې شوې دي.

د پاکستان د سټاک مارکیټ د ویب پاڼې تر مخه نن د زیارت په ورځ مارکیټ په 45132.92 باندې خلاص شوی ؤ او په دې کې د نیمې ورځې پورې 1329 پواینټونه کمی راغلی ؤ.

تر وروستیو معلوماتو سټاک مارکیټ په 43803 باندی روان .

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایې د روس او یوکرین جنګ به د تیلو د درامدی هیوادونو دپاره زیات مشکلات پیدا کړی.

ډیوه سره خبرو کې نوموړي ویلي که دا جګړه اوږده شي نو غیر یقینی صورتحال ته به دوام ورکړي اؤ دې سره به په پاکستان کې په مجموعي اقتصاد، تجارت،پانګونې،درامداتو او برامداتو اغېزې وشي.

دهغه په وینا د پاکستان په څېر نورو د تیلو درامدي هیوادونو دپاره به د توانایۍ ستونزې زیاتې شي ځکه چې په نړیوال مارکیټ کې دخامو تیلو نرخونه هم زیات شوي، درامدی بل به سیوا شي، تجارتی خساره به زیاته شي او دهغې اثر به دروپۍ په ارزښت د ګرانۍ په شکل کې کیږي.

څیړنې وایي دا وخت په نړیوال مارکیټ کې د برنټ خام تیلو بيعه 103.78 ډالره ته رسیدلې او په یو بيرل کې 6.34 ډالره اضافه شوې ده.

هم دا راز د ډبلیو ټي ایي خام تیلو بيعه 97.58 ډالر یو بيرل ده او 5.48 ډالره په یو بېرل کې اضافه شوې ده.

پوهان وایي دپاکستان د تیلو زیات انحصار په بهرنیو هیوادونو دی او په پاکستان کې د غیرملکي زرمبادلې کمی هم دی نو دې سره به په پاکستان فشار زیات شي.

په دی هکله په پاکستان کې د پیسو دتبادلې د اتحادیې مشر ملک بوستان وایي د پاکستان د تیلو د میاشتې درامدي بل 2اربه ډالره دی. فشار به زیاتیږی خو بیا د سعودی عرب د قرض تیلو سره به پاکستان ته څه نه څه اساني په لاس ورشي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي‌ روس د اروپایي هیوادونو یوه غټه د تیلو منډهي ده او که جنګ دوام وکړي نو په نړیواله کچه به د تیلو بحران پیدا شي.

رپورټونه وایي د روس او یوکرین ترمنځ د جګړې اثرات دایشیایي او اروپایي هیوادونو په سټاک مارکیټونو هم شوی اؤ دا مارکیتوټه د 3نه تر 4 فیصدي راغورځیدلي دي.

په یوکرین له برید وروسته د جنګ د لندن د سر د 100 کمپنو په انډیکس کې 2.5فیصدي کمی راغلی او فرینک فړټ سټاک مارکیټ 4فیصدي کمي سره په 14047 باندې روان ؤ.

همداشان د فرانس په سټاک مارکیټ کی 3.6فیصدي کمی راغلی، په ایشیاېی هېوادونو کې د جاپان سټاک مارکیټ 225 پوانټونه غورځېددلی او په دې کې 1.8فیصدي کمی لیدل کیږي.

شنګهایې سټاک مارکیټ 1.7 فیصدي ، کوریا مارکیټ2.6 فیصدي، هند 3.4فیصدي، نیوزی لینډ 3.3فیصدي، اوداسټریلیا سټاک مارکیټ3فیصدي د مندۍ ښکار دی.

هم دغه د څیړنو تر مخه په ورچول مارکیټ کې د کریپټو کرنسۍ بیعی هم اغېزمنې شوي او د یو بټ کواین بيعه 35049 ډالره ته راکوزه شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG