لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان کرنټ اکاونټ خساره نهه اربو ډالرو نه زیاته شوې،اسټيټ بینک وایي


د پاکستان مرکزي بینک وایي د روان مالي کال دجنورۍ میاشت کې کرنټ اکاونټ خساره 2.56 اربو ډالرو ته زیاته شوې او د روان مالي کال په وړومبیو شپږو میاشتو کې دا خساره 9 اربو ډالرو نه زیاته ده .

اقتصاد پوهان وایي په نړیوال مارکیټ کې د تیلو او خوراکي شیانو د زیاتو بیعو له امله امکان لري چې کرنټ اکاونټ خساره به په راتلونکو پینځوؤ میاشتو کې 5 اربه ډالره نوره هم سیوا شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان بینک سټیټ بینک د روان مالی کال په جنورۍ کې مالیاتی یا کرنټ اکاونټ خساره 2.56 اربه ډالره ریکارډ کړې او د روان مالي کال په 7 میاشتو کې مجموعی مالیاتي خساره 11 اربه ډالرو ته رسیدلې ده .

د اقتصاد ماهر او خبریال طاهر امین وایي د پاکستان اقتصاد زیاتره په درامداتو اډانه دی او پاکستاني برآمدات په خصوصي توګه ټېکسټایل مخ په وړاندې نه ځي او د دسمبر راهسې په برامداتو کی د 3 نه تر 4% پورې کمی راغلی دی.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه ویلي په نړیوال مارکیټ کې د تیلو او خوراکي شیانو بیعې زیاتیږي او ملکي انحصار هم په درامداتو دی نو واضحه ده چې د پاکستان درامدي بل به زیاتیږي او دې کې به د 5 نه تر 6اربو ډالرو اضافه وشي.

د پاکستان مرکزي بینک سټیټ بینک وایي روان مالي کال په جنورۍ کې مالیاتي خساره 2.56 اربه ډالره ته زیاته شوې او دا خساره دتیر کال 2021م د جنورۍ دمیاشتې د 219 ملينه ډالره په پرتله 12 چنده سیوا ده.

اقتصاد پوهان وایي د پاکستان په درامداتو کې زیاته برخه د درامدي تیلو ده خو په نړیواله کچه د خوراکي شیانو د لوړو بیعو له امله هم په دغه موده کې د خدماتو په مد کې د 4 اربه او 4کروړه ډالرو په مقابله کې 6اربو ډالرو نه زیات درامدات شوي دي.

د پاکستان د تجارت د وزارت وینا ده چې روان دمالي کال په 7 میاشتو کې په برامداتو کې 25فیصدي اضافه شوې ده او د روشن ډېجېټل اکاونټ په ذریعه هم په غیرملکي زرمبادله کې زیاتوالی راغلی دی.

د وزارت له خوا د روان کال تر پائ د غیر ملکي ترسیلات زر هدف 30 اربه ډالر ټاکل شوی دی.

د اقتصاد ماهر سجاد احمد وایي د روان مالي کال په 7 میاشتو کې مالیاتي خساره 11 اربه ډالره نه زیاته ده او د پاکستان درامدي خرڅونو کې د خام تیلو غټه برخه ده او په نړیواله کچه د تیلو او خوراکي شیانو د زیاتو بیعو له امله به په دې کې نوره هم اضافه وشي او مجموعي مالیاتي خساره به د کال په سر 16 اربه ډالره ته زیاته شي.

د پاکستان مرکزي بینک وایې د روان مالي کال دپاره یې دمالیاتي خسارې هدف د قامي امدنۍ 4فیصدي مقرر کړی ؤ خو د بینک د شمیرو تر مخه دا 5.7 فیصدي ریکارډ کړی شوی دی.

مرکزي بینک وایي په شپږو میاشتو کې د پاکستان د خامو تیلو درامدي بل کې 53فیصدي اضافه شوې او دا د 40اربو ډالرو نه زیات دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG