لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اقتصاد پوهان:په اوکراین دحملې له امله به دتوانایۍ څانګه کې دپاکستان مشکلات نور هم زیات شي


د روس له خوا په اوکرین د حملی وروسته په نړیوال مارکیټ کې د توانایۍ بیعې زیاتې لوړې شوي او په پاکستان کې اقتصاد پوهان وایي پاکستان زیاتره په درامدي توانایۍ(ګیس او پټرولیم) تکیه کوي چې اکثره اوبه ګیس په کارخانو او دبجلۍ په پیداوار کې هم کارول کیږي.

پوهان وایي دمایع ګیس دګرانو بیعو له امله به دپاکستان دبجلۍ او کارخانو پیداواري خرڅونه سیوا شي او ددې بوج به په عام وګړي پریوځي.

د اقتصاد ماهر او خبریال فواد یوسفزی وایي د اوکراین او روس تر منځه د جګړی په نتیجه کې اروپایي هیوادونو ته د روس نه په راتلونکي ګیس بندیزونه لګول شوي چې له امله یې په اروپایي هیوادونو کې د زیاتې غوښتنی په وجه د ایل این جي یا اوبه ګیس بیعې هم لوړې شوي دي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي په نړیوال مارکیټ کې دګیس د زیاتو بیعو امله په پاکستان کی بجلي د ډیزلو او فرنس ایل په ذریعه جوړیږي او په هغې یو یونټ خرڅ ۲۵ روپۍ راځي او بیا دغه اضافي خرڅونه حکومت د ولس نه اخلي.

فواد یوسفزی وایي پاکستان کې د اوبه ګیس استعمال نه یوازې په کورونو بلکې په کارخانو ،ګاډو او بجلۍ په پیداوار کې هم کیږي.

هغه وایي که حکومت ګران بيعه ګیس اخلي او که د ډیزلو په ذریعه بجلي جوړیږي خو ددې اثرات بیا په مالیاتي خساره پریوځي او په هوړې کې به د بجلۍ غوښتنه زیاته وي نو داولس او حکومت مشکلاتو کې به ضرور اضافه کیږي.

په پاکستان کی د انګریزۍ ژبې ورځپاڼه‌ ډاڼ نن په خپله اداره کې هم وایي د اوکراین او روس تر منځه د روان جنګ له امله به دپاکستان د توانایۍ مشکلات زیات شي او حکومت به په ګرانه بيعه د ګیس په اخستو مجبوره وي.

ورځپاڼه وایي پاکستان ته هره میاشت د 12 نه تر 14 کارګو د ګیس ضرورت دی او د قطر نه د راتلونکي اوبه ګیس یا ایل این جي د یو کارګو بيعه د 26 ملينه ډالره نه 80ملینه ډالره ته زیاته شوې ده.

د ورځپاڼې په وینا د جنګ له وجې په اروپایي هیوادونو کی د یو میلین مکعب برټش تهرمل یونټ بيعه د 24 ډالره نه 40 ډالره ته لوړه شوې ده .

په پاکستان کې د سندهـ صوبې د توانایې دشخصي کمپنۍ سندهـ ټرانسمیشن او ډیسپیچ جنرل منيجر طارق سعید وی او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې زیاته بجلي دسکارو یا کولې نه پیدا کیږي خو بیا هم د ګیس او ډیزلو دګرانې بجلۍ په ذریعه په ولس بوج پریوځي.

خو هغه بیا وایي په پاکستان کې که نورې ذریعی لکه هوا او نمر د بجلۍ جوړولو دپاره وکارول شي نو حکومتي خرڅونه به راکم شي او که داسې نه وي نو په ولس به بوج زیات شي.

د وړاندې نه دپاکستان دحکومت د قطر حکومت سره د اوبه ګیس لوظنامه موجود ده او دغه تړون په نړیوال مارکیټ کې د خامو تیلو د بیعو سره تړلی دی.

پاکستان هره میاشت د قطر څخه 100 میلينه مکعب فوټه د ورځې په حساب ګیس د 14کارګو یا جهازونو په ذریعه درامد کوي خو دا شمیر د 8 نه تر 10 کارګو ته راکم شوی.

څیړنې وایي پاکستان ته دا وخت اضافي د 5 نه تر 7 د ګیس د کارګو ضرورت دی او پوهان وایي پاکستان له به اضافي تر 50 کروړو ډالرو پورې دمیاشتې پیسې ورکول وي.

دپاکستان دمرکزي بینک په وینا د پاکستان مالیاتي خساره د وړاندې نه په ریکارډ کچه په اووه میاشتو کې 11 اربه ډالره نه زیاته شوې ده او په نړیواله کچه دنوانایۍ لورې بیعې به دپاکستان مشکلات نور هم زیات کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG