لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت دغیر قانوني پیسو قانوني کولو لپاره دمالیې مد کې دبخښنې سکيم اعلان کړی


د پاکستان حکومت د غیر قانوني پیسو د قانوني کولو دپاره د مالیې په مد کې دبخښنې سکيم اعلان کړی اؤ دصدارتي امر له لارې یې د کال 2001م دانکم ټېکس په قانون کې دصدارتي حکم دلاندې بدلون راوستی دی.

ددې بدلون له مخې چې څوک هم په پاکستان کی صنعتي پانګونې وکړي هغوئ نه به یوازې 5 فیصده مالیا اخستی شي بلکې د پیسو د ګټلو د سرچینو پوښتنه به ترې هم نه کیږي.

داقتصاد پوهان وایي دا په ديانتدارانه توګه ټېکس ورکوونکو پسې خندا کول دي او دا چې د نړیوالې مالیاتي ادارې ايی ایم ایف او نړیوال بینک هم ددې مخالفت کوی او ایف ای ټي ایف دپاره به هم د اندېښنې وړ خبره وي.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان تیره ورځ دبخښنې ددې مالیاتي سکيم اعلان کړی دی.

په صدارتي حکم کې ویل شوي چې پانګه وال خپلې پیسې په صنعتونو کې لګولې شي او د هغوي نه به دپیسو ګټلو د سرچینو پوښتنه نه کیږي.

د اقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي دا دنړیوالی مالیاتي ادارې ایي ایم ایف او د نړیوال بینک د شرطونو نه سرغړونه ده او پاکستان ته د پور ورکولو په وخت ویل شوي وؤ چې نه به شي کولی چې د بخښنې کوم سکيم جاري کړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي وړاندې هم داسې سکیمونه اعلان شوي خو کامیاب شوي نه دي.

دنوموړي په وینا د مالیې دبخښنې دا اعلان هغه ټېکس ورکوونکو پسې خندا او بد دیانتي ده کوم چی قانوني مالیا ورکوي.

مهتاب حید وایي پاکستان اوس هم د غیر قانوني پیسو د څار دادارې ایف ای ټي ایف په تور نوملړ کې دی او دا به اندېښنې پیدا کړي.

د انکم ټېکس په ترمیمی ارډینینس کال 2022 کی ویل شوی د ګټې د سرچینو ښودلو پرته پانګه وال یوازې 5فیصده مالیا ورکولی شي اؤ دوئ به پاکستان کې د صنعتونو جوړولو پابند وي.

هغه پاکستانیان چې په بهرنیو هیوادونو کې ښکاره اثاثې لري او په پاکستان کې صنعتونه ولګوي نو د 5 کالو دپاره به ورته مالیا معاف وي.

تیره ورځ د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي وؤ دا ګام صنعتونو ته د ودې ورکولو دپاره پورته کړی شوی او دا چې هغوئ هڅې کوي چې پاکستانې برآمدات سیوا کړي.

پاکستاني مطبوعات وایي د پاکستان د پلټنو مرکزي اداره ایف ایي ای او د احتساب اداره نیب اوس نه شي کولی چې د مالیاتي ادارې ایف بی ار څخه د غیر قانوني پیسو د اکاونټونو په هکله معلومات واخلي.

د اقتصاد ماهر طاهر امین وایي وړاندې هم داسې سکیمونه راغلي دي او په هغه وخت کې عمران خان به دهغې مخالفت کولو چې په دې کې تورې پیسې سپینولی شي.

هغه وایي داسې سکیمونه بیا د اوږدې مودې دپاره په اقتصاد منفي اثرات پریباسي.

دنوموړي په وینا حکومت نړیوالو مالیاتي ادارو ته وایي چې د ټیکسونو په نظام کی اصلاحات کوي او زیات خلک د ټېکس په جال کی شاملوي خو بل لوري ته دداسې قسمه سکیمونو په ذریعه خلک دا سوچ کوي چې ولې د حکومت سره نوم لیکنه وکړي او ددې بخښنې دپاره به په غیرقانونی د ګټې هڅې کوي.

پاکستانې مطبوعات وایي روانه مياشت د نړیوالې ادارې سره د پور د اووم قسط دپاره د حکومت غونډه هم کیږي او اداره وایي چې د حکومت نه به د هغه رعایتونو پوښتنه هم کوي کوم چې د وزیر اعظم له خوا د تیلو او بجلی په بیعو ورکړی شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG