لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان حکومت د کمې امدنۍ خلکو لپاره دسود نه پاک بینکي پورونه اعلان کړي


A man listens to Pakistan's Prime Minister Imran Khan addressing the nation on television at a market in Karachi, Feb. 28, 2022.
A man listens to Pakistan's Prime Minister Imran Khan addressing the nation on television at a market in Karachi, Feb. 28, 2022.

وزیر اعظم عمران خان د کم امدنۍ خلکو دپاره د سود نه بغیر د وړو قرضو ورکولو اعلان کړی او ویلي یې دي چې دې سره به غریب او بی وزله خلک پخپلو پښو د ودریدو اؤ روزګار پیل کولو جوګه شي.

خو د ټولنې عام وګړي وایي چې ددې پورونو ترلاسه کول یو کړکیچن عمل دی اؤ دسرکاري ضمانتیانو پیدا کول دهرچا د وس کار نه دی.

محمد عمران چې خپله د کمپوټرو وړوکی روزګار کوي، وایې شخصي مایکرو فاینانس بینک ته یې د دوو لکو روپو د قرض اخستو دپاره خواست کړی ترڅو په دغو پیسو خپل کاروبار ته دوام ورکړی خو هغه وایي چې د يوې میاشتی راهسې ورته د قرضې د منظورۍ پیغام نه دی راغلی.

نوموړی وایي د وړو قرضو دپاره د حکومت له خوا د دوه سرکاري ضمانتیانو شرط اېښودل شوی چې دا یو مشکل کار دی اؤ هرڅوک سرکاري ضمانتیان نه شي پیدا کولی .

تیره ورځ د پاکستان وزیر اعظم ویلي وؤ چې 407 اربه روپۍ به د وړو روزګارونو، د کورونو دجوړولو و،زراعت او هنری زدکړو په مد کې خلکو په پرته له سوده په پور ورکوي .

په دې قرضو کی 5 لاکه روپۍ د کاروبار،3.5 لکه د زراعت او دوه لکه روپۍ د ودانیو جوړولو دپاره مقرر کړی شوي او هغه څوک چې عمر یې د 60 کالو نه کم وي که خپل د شناختي کارډ نمبر په 5771 باندې ولیږي نو پیغام به ورته راشي چې هغه د قرض اخستو وړتیا لري که نه.

دا فېصله د احساس پروګرام د نظر پوښتنې یا سروی په بنیاد کیږي او قرضې به د دوو کالو دپاره وي.

له دې وړاندې د احساس پروګرام له خوا هم طالب علمانو ته له سود پرته د قرضو ورکولو عمل شروع شوی او شخصي د وړو قرضو بینکونه هم خلکو ته کاروباري او د سود نه پاکې وړی قرضې ورکوي .

په پاکستان د شخصی مايکرو فاینانس بینک اګاهی پاکستان کارکوونکی عمران اکبر وایي مونږ د وړاندی نه وړې او کاروباري قرضې ورکوؤ خو د وزیر اعظم د کامیاب پاکستان پروګرام دپاره ضروري ده چې دغه واړه بینکونه به اول دحکومت نه اجازه اخلي او بیا به هم ددوئ په ذریعه وړو کاروبار کوونکو ته قرضې ترلاسه کیږي.

هغه وایي غیر دولتي واړه بینکونه به وړومبی د حکومت څخه ددې اجازه اخلي او بیا به قرضې ورکوي.

دنوموړي په وینا "مونږ د وړاندې نه کاروباري قرضې ورکوؤ د احساس پروګرام لاندې هم د بلا سود قرضو ورکولو کار کوؤ"

د پاکستان حکومت د وړاندې نه کاروباري، زرعي،ځوانانو او کورونو جوړولو دپاره په اسانو شرطونو او رعایتي بنيادونو قرضې اعلان کړي خو ځایې اوسیدونکی وایي ترلاسه کول یې یو پیچلی عمل دی .

نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف پاکستان ته دپور ورکولو په مهال شرط ایښی چې دا رعایتونه به بیرته اخلي .

دپاکستان مرکزي حکومت وایي د کمې امدنۍ په خلکو یې 2.5 اربه روپۍ ویشلي او د کاروباري بینکونو له خوا 55 اربه روپۍ پور ورکړی شوی دی

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG