لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دجبري بې درکیو په ضداسلام اباد کې دبلوڅ زده کوونکو احتجاجي پرلت دوام لري


په اسلام اباد کې د تري تم شوي بلوڅ زده کونکي حفيظ بلوڅ د موندلو لپاره د بېلابېلو پوهنتونونو د بلوچ زده کوونکو احتجاجي پرلت نن په شپږمه ورځ هم روان دی.

د اتوار په ورځ د بلوچ زده کوونکو د پرلت ګډون والو د خپلو غوښتنو په حق کې يو امناکه لاريون هم کړی دی.

ټاکل شوې ده چې اسلام اباد هایکورټ به سبا د ګل په ورځ د بلوڅ زده کونکو ددې پرلت د ګډون والو پرضد د پولیس لخوا د درج شوي مقدمې اوریدنه هم کوي.

د پایه تخت اسلام اباد د بېلابېلو پوهنتونونو بلوچ زده کونکي د مارچ د لومړۍ نېتې راهسې په احتجاجي پرلت بوخت دي.

دوئ غوښتنه کوي چې د فرورۍ د مياشتې په اتمه د بلوچستان د خضدار سيمې څخه د مخ پټو وسله والو له لوري ترى تم کړی شوی د اسلام اباد قاید اعظم پوهنتون زده کوونکی حفيظ بلوڅ او نور ورک شوي کسان دې زر تر زره وموندل شي.

د بلوچ زده کوونکو غوښتنو ته لا کوم حکومتي غړي ځواب نه دې ویلي.

د پرلت ګډون والو نن د اتوار په ورځ يوه امناکه لاريون هم وکړو او بېا د نېشنل پرېس کلب مخې ته مېدان کې راغونډ شول چې د خپلو غوښتنو په پلوۍ یې شعارونه پورته کول.

په دې احتجاجي پرلت کې ناست د قاېد اعظم پوهنتون يو بلوچ زده کوونکي چې نوم يي نه ښودو ډيوه ته وويل، د دوئ تر ټولو ستره ستونزه د قاېد اعظم پوهنتون په ګډون د پنجاب په بېلابېلو پوهنتونونو کې د بلوچ زده کوونکو په نسلي توګه په نخښه کول او ویرول دي.

هغه وايي ورک شوی محصل حفيظ بلوڅ هم د نسلي پروفاېلنګ او وېرونې ددې ناوړه عمل ښکار شوی او هغه هم د قاېد اعظم پوهنتون څخه په څار کې ساتل شوی ؤ چې وروسته په خصدار کې ترى تم کړې شو.

دی وايي تر څو چې حفيظ بلوڅ نه وي موندل شوی نو دوئ دا باور نه شی کولی چې د وېرولو دا لړۍ به تم شى.

وړاندې ورځو کې د بلوچ زده کوونکو دغه ادعاؤ ته خپل عکس العمل کې د قاېد اعظم پوهنتون رجسټرار راجه قېصر وى او ای اردو ته ویلي وو چې د بلوچ زده کوونکو د نسلي پروفاېلنګ او وېرونې له معاملې نه دی خبر خو بيا يې هم پلټنې پېل کړي او د اړونده ادارو سره هم په تماس کې دی.

دبلوڅانو او پښتنو اؤ بشري حقونو مبارزين د خلکو په جبر د لا درکه کولو تورونه د هېواد د پوځ په خفيه ادارو پورې کوي، البته کال 2019 کې د پاکستان پوځ ویلي وؤ چې په جبر د لادرکه تنانو د قضيو د څېړلو لپاره یې د پنډۍ په پوځي مرکز جي اېچ کيو کې يوه ځانګړې کمېټي جوړه کړې ده.

د مارچ په لومړۍ نېټه د اسلام اباد د مطبوعاتو د کلب مخې ته هغه مهال د بلوچ زده کوونکو او پوليسو ترمنځ د اخ ډب پېښه هم رامنځ ته شوې وه چې کله دوئ د خپلو غوښتنو په حق کې دغلته د احتجاجي کېمپ لګولو هڅه کوله.

پوليس هغه مهال په دې احتجاج کې شريک د بشري حقونو د مرکزي وزېرې شرين مزاري د لور او وکيلې ايمان زېنب مزاري په ګډون د پرلت د ځینو ګډون والو په ضد د بغاوت او په کار سرکار کې د مداخلت مقدمه درج کړې وه خو اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي اطهر من الله بيا وروسته د قضيې د اوریدنې په مهال پولیس د تورنو کسانو د نېولو څخه منعې کړي وؤ.

مشر جج ویلي وؤ د بلوچ زده کوونکو د غږ غلي کوونکو اصل بغاوت کړی دی او باید چې دوئ واورېدل شي.

ټاکل شوې ده چې سبا د ګل په ورځ به ددې مقدمې اوریدنه کېږي چې د مطبوعاتو ترمخه د دفاع وکيلان به هڅه کوي چې د بلوچ زده کوونکو او نورو پرضد دا مقدمه ختمه کړي.

دغه مقدمه کې نومول شوې ايمان زېنب مزاري ډيوه سره خبرو کې ویلي د داسې حربو څخه نه وېرېږي او د بلوچ زده کوونکو سره به د هغوي د حقونو او دستوري غوښتنو په ملاتړ کې ولاړه وي.

هغه وايي دوئ د عدالت څخه هیله لري چې انصاف به وکړي، ځكه چې له دې مخکې هم دې عدالت ویلي وؤ چې په پرامن احتجاج کوونکو مقدمې نه شي درج کېدلی.

په بلوڅ او پښتون مېشتو سیمو کې د خلکو په جبر لادرکي لويه ستونزه ده او د پاکستان حکومت کال 2019م کې د لادرکه تنانو د قضيو د څېړلو او هواري لپاره يو کمېشن هم جوړ کړی ؤ.

کمېشن وايي هغه لادرکه کسان چې کورونو ته ستانه شوي نه وايي چې چا او ولې لا درکه کړي وؤ ؟

د بشري حقونو او قانوني مرستو نړیوال سازمان انټرنېشنل کمېشن اف جيورسټس تېرو کلونو کې دا کمېشن ناکامه ګرځولی ؤ او ویلي یې وؤ چې کمېشن د هغه تنانو او امنیتي چارواکو په ګوته کولو کې په بشپړه توګه پاتې راغلی څوک چې د خلکو په جبر لادرکه کولو کې ککړ وؤ.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت تېر کال د خلکو په زور د لا درکه کولو عمل د جرم ګرځولو په موخه د قامي اسمبلۍ څخه يوه قانوني مسوده هم منظور کړې ده چې اوس بې له کوم پرمختګه په سېنېټ کې ورکه پرته ده.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG