لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان خپله خاوره کې دهندي توغندي لګیدلو دپېښې دګډو پلټنو غوښتنه کړې ده


پاکستان دهند لخوا پاکستاني سيمه کې د هندي ميزایل راغورځيدو دپيښي پسر د عدالتي پلټنو کولو پرېکړه رد کړې ده او په دې اړه ېې د ګډو پلټنو غوښتنه کړې ده.

دپاکستان دباندنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ددې معاملې دنړیوالې ورورولۍ په وړاندې د راپورته کولو اعلان هم کړى دى

د هند ددفاع وزارت دبيان ترمخه د معمول دتمرین عمل کې يو هندي توغندى پاکستاني سيمه کې غورځيدلى خو د اطمينان وړ ده چي په دې کې ځاني زيان نه دى شوى.

د دفاع وزارت ددې پيښې علت تکنيکي خرابي ګرځولې او وایي د هند حکومت ددې نوټس اخستو سره د عدالتي پلټنو پريکړه کړې ده.

دهندددفاع وزارت بیان ته غبرګون کې د پاکستان د باندنيو چارو وزارت د هند درېځ رد کړى دى او د يو طرفه عدالتي پلټنوپځاى يې د ګډو پلټونو غوښتنه کړې ده.

د شنبې په ورځ د پاکستان دخارجه دفتر لخوا جاري شوى بيان کې هند نه ددغه توغندي د جوړښت او صلاحيتونو په اړه تفصيلات غوښتل شوى دي.

دخارجه دفتر تر مخه که د توغندي هدف پاکستان نه ؤ او دا دمعمول د تمرینونو برخه وه نو بيا د ټاکل شوې تګلارې په اساس وړاندى نه هند پاکستان ولې نه ٶ خبر کړى؟

هم د شنبى په ورځ ملتان کې خبريالانو سره خبرو کې د باندنيو چارو وزير شاه محمود قريشي اعلان کړی چې دپاکستان خاوره کې دهندي توغندي د لګیدو معامله به د نړیوالې ورورولۍ په وړاندې راپورته کوي.

نوموړي وويل که د هند دا دريځ ومنل شي چې دا يوه اتفاقي پيښه وه نو دا خو بيا لا دانديښنې وړ ده او د قريشي په خبره دې سره دهند لخوا دخپل جوهري او ميزایلي نظام د موثره حفاظت په دعوؤ پوښتنې راپورته کيږي.

تيره ورځ دپنډۍ پوځي مرکز کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو دڅانګې مشر میجر جنرال بابر افتخار په هند د پاکستان د فضايي حدونو د سرغړونې تور لګولى ؤ.

د هغه وينا وه چې په نهم مارچ د هند څخه يو نامعلومه الوتونکی څيز پاکستان ته راننوتلی ؤ او بيا د پنجاب صوبى مياچنو سیمه کې په يو ديوال غورځيدلى ؤ.

د پوځ وياند هم دغه پپښه کې د ځاني زيان نه کيدو پخلى کړى ؤ خو د هند څخه یې په دى اړه د سپيناوي غوښتو ترڅنګ خبردارى ورکړى ؤ چې دغه پېښې دواړه هيوادونه د يو لویې فضايي تصادم سره مخ کولى شول.

که څه هم د هند ددفاع وزارت د توغندي نوم نه دى ښودلى خو رپوټونه وايي دا براهموس نومې سوپر سونک جنګي توغندى کيدای شي کوم چې روس او هند په ګډه جوړوي.

دهندي مطبوعاتو ترمخه براهموس يو ساعت کې د ٣٠٠ کلوميټره په رفتار سره د خپل هدف په نخښه کولو توان لري او هند غواړي چې ددې صلاحيت له نور هم زيات کړي.

د دفاعي چارو څيړونکی او دپاکستان د پوځ پخوانی جرنيل طلعت مسعود د توغندى راغوځيدو دپيښې په سر د پاکستان انديښنې پځائ بولي او هغه په دې اړه د پاکستان په دفاعي نظام راپورته کيدونکی منفي تاثر هم ردوي.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې طلعت مسعود وويل حقپقت کې پاکستان نه يوازې د میزایل درک په وخت لګولى ٶ بلکې دا باور ورته هم سمدستي شوى ؤ چې دا توغندى بې وسلې دى او بارودي مـواد نه لري.

وړاندې نه نړيوالې ادارې او څيړونکي د دواړه ګاونډي روایتي غلیمو هیوادونو پاکستان اؤ هند ترمنځ چې د کشمير په لانجه درې ځله جنګيدلي، د جوهري پروګرامونو په حفاظتي نظام انديښنى ښايي.

د دفاعي چارو بلې وتلې څيړنکارې ډاکټر عاېشه صديقه ټویټ کړى چې دداسې پيښو سنګينې نتيجې مخې ته راتلى شي او هغى د ایټمي جګړې مخنيوي لپاره دواړه هيوادونو باندې په دې اړه د مذاکراتو پيل کولو ټينګار هم کړى دى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG