لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دګرانۍ کچه16.49 فیصدي ته رسېدلې ده


د پاکستان د شمیرنې اداره وایي تیره اوونی دهیواد دننه ګراني 0.52فیصدي زیاته شوې او مجموعی ډول ګراني 16۰49فیصدي ته رسیدلې ده.

اداره وایي د ورځنیو خوراکي شیانو بیعې زیاتې شوي چې پکې خوراکي تیل د پینځوؤ نه نیولې تر اتوؤ روپو دکلو پسر ګران شوي او د چرګ غوښه 24 روپۍ په یو کلو کې اضافه شوې ده.

د پرچون کاروبار کوونکي وایي خوراکي تیلو او غوړو بیعې زیاتیږي خو دوئ بیا وایي دسرکاري اوړو او چینو بیعې راکمې شوي دي.

اقتصاد پوهان وایي د ګرانۍ بنیادي وجوهات په نړیواله کچه زیات نرخونه دي او ملکي اقتصادي پالیسي هم د ګرانۍ سوب جوړیږي.

د پاکستان د شماریاتو اداره په خپل اوونيز رپوړټ کې وایي مجموعي د ګرانې کچه 16.49فیصدي ته رسیدلې چې پکې د شلو خوراکي شیانو بیعې زیاتې شوي،د نهو خوراکي توکو بیعې راکمې شوي او او د 22 خوراکي توکو په بیعو کې بدلون نه دی راغلی.

په مردان ضلعه کې د پرچون د کاروبار سره تړلی ګلیم شاه وي او ای ډیوه ته وایي دغوړو او خوارکي تیلو په بیعو کې زیاتوالی راغلی او دسرکاري اوړو او چینو بیعې کمې شوې دي.

,,خوراکي تیل چې په 300 روپۍ کلو ترلاسه کیدل اوس 390 روپۍ لیټر ته رسیدلي او د غوړو د 5 کلوګرامو نرخ د 1800 روپو نه 1840 ته زیات شوی دی.

همداشان د سرکاري 20 کلوګرامو اوړو بيعه 1100 روپۍ ده او په خلاص مارکیټ کې په 1450 روپۍ خرڅیږي او د چینو د 50کلو ګرامو بيعه د 5000روپو نه 4200 روپو ته راغلې ده.

د پاکستان مرکزي اقتصادي رابطه کمیټۍ په دې وروستو کې ولس ته په خوراکي توکو کې د رعایتونو ورکولو دپاره 8 اربه او 28کروړه روپۍ منطورې کړې وې او د وړاندې نه هم دحکومت لخوا په غوړو ،خوراکي تیلو او دالونو دمیاشتې پسر 1000 روپۍ رعایتونه ورکول کیږي .

په خیبر پښتونخوا کې د حکومت له خوا هم ضلعي انتظامیو ته ویل شوي چې په نرخونو نظر وساتي او په مارکیټ کې سرکاري نرخونه هم عملي کړي.

اقتصاد پوهان وایي په نړیواله کچه د توانایۍ لوړې بیعې او ملکي پالیسۍ د ګرانې سوب جوړیږي.

د اقتصاد ماهر او دکالج استاد ارسلان اقبال وایي د روس او اوکرین له دجګړې له امله هم د توانایۍ بیعې اغېزمنې شوې دي او د مالیې د زیاتوالي دپاره حکومتي ټيکسونه هم زیات دي او دا بیا ولس ته منتقل کیږي.

د شمیرنې اداره وایي د تیر کال په پرتله ټماټر 169 فیصدي ګران شوی اوبه ګیس ( LPG)74فیصدي ،غوړي46 فیصدي دکلو پسر،خوراکي تیل 46فیصدي او دمسورو دال 35فیصدي ګران شوي او ددې ترڅنګ د طوطي دال 30فیصدي،هګۍ 18فیصدي،چینې10 او الوګان 7فیصدي ارزان شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG