لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزی وايي، د بنو د جرګې د پرېکړه ليک کلک ملاتړ اعلانوي


د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، "د خېبرپښتونخوا په بنو کې د پښتنو د سترې قومي جرګې هرکلی کوي، او د یادې جرګې له پرېکړه لیک څخه خپل کلک ملاتړ اعلانوي".

حامد کرزي دغه خبره په داسې حال کې کړې چې په بنو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کورب د پښتنو د څارنې لاندې درې ورځنۍ جرګه شوې ده، دغه جرګه په 11، 12 او 13 مارچ ترسره شوې او په 14 مارچ یې اعلاميه خپره شوې وه.

حامد کرزي په ټويټر ویلی، "دغه ستره جرګه په سیمه او افغانستان کې د موجودو ستونزو د اوارولو لپاره نېک او اغېزمن ګام بولي او د یادې جرګې له پرېکړه لیک څخه خپل کلک ملاتړ اعلانوي".

هغه زیاته کړې "په یاده غونډه کې د ښځو پراخ ګډون او په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي چارو کې د ښځو د حقوقو د تامین لپاره د جرګې د سپارښتونو ستاینه کوي".

د بنو جرګې په خپله 25 نکاتی اعلاميه کې غوښتنه کړې "چې د افغانستان د لوی جرګې او عامو انتخاباتو د لارې دې د ټولو ولسونو نماينده حکومت قايم کړل شي، د طاقت په زور دې د حکومت نیولو عمل غېر قانونه او افغان ملت سره غداري وګڼل شي. او جرګې د افغانستان په اوسني ناورين خواشيني څرګنده کړې ده".

دغه رنګ جرګې د اعلاميې په لسمه نکته کې ويلي، ".دا قامي جرګه په ډېورنډ (د افغانستان او پاکستان ترمنځ پوله) کرښه اغزن تار په سختۍ سره ردوي، او غوښتنه کوي چې په کرښه ټولې تاريخي تجارتي لارې دې د تجارت او د کرښې په دواړو غاړو ابادو خلکو ازادانه تګ راتګ لپاره د اسنادو او کوايفو بغېر يقيني کړل شي".

په 13 مارچ د جرګې په مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وي او اې ډيوه سره په ځانګړې مرکه کې ويلي وو، که دې جرګې ته په سپک نظر وکتل شول نو نتایج به یې "د احمد شاه بابا تر جرګې هم درانه او ژور" وي.

ښاغلي اڅکزي په خپلو خبرو کې په طالبانو غږ کړی وو، "چې د افغانستان استقلال ته لومړيتوب ورکړي. که څه هم طالبان د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شوي خو محمود خان اڅکزي له طالبانو وغوښتل چې نور دې "په زوره باچاهي" نه نړيږي:

هغه زياته کړې وه، "پکار ده چې طالبان لویه جرګه را وغواړي او د مستقبل د افغانستان د حکومت بدلولو نه بدلولو داسې ښایسته شی [نظام] دنیا ته کښېږدي چې هغه اعتراض نه سي پر کولای".

اڅکزي ويلي وو"پکار دی چې د افغانستان په چارو کې له پاکستانه مداخله ونه شي، خو وایي که څوک پکې مداخله کوي نو پکار دی د پاکستان پښتانه یې مخه ونیسي".

له دې وړاندې نوموړي په چارسده کې د جرګې د بنو د جرګې د بلنو ورکولو په مهال په درېم مارچ د وي او اې خبريال ارشد مومند سره په مرکه کې ويلي وو، يوه جرګه د پاکستان او افغانستان د پښتنو پکار ده او بله جرګه د ټولو افغانانو په يورپ کې پکار ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG