لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د تحریک انصاف ګوند غړي ولې د مايوسۍ ښکار دي؟


په داسې حال کې چې د وزیراعظم عمران خان پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې شوی، د پاکستان تحريک انصاف ګوند زاړه غړي وايي دوی هم د خپل ګوند او حکومت سخت مايوسه شوي او نورو ګوندونو ته ځي.

د مردان ضلعې سره تعلق لرونکی حکيم محمد عامر وايي د کالج د وخت راهسې د 11 کالو نه د تحریک انصاف ګوند غړی دی، او د تحریک انصاف نعره وه چې خلکو ته به انصاف ورکوي، په ملک کې به په قابيلیت يا مېرټ فېصلې کيږي، او موروثي سياست به ختموي خو په دغو نعرو کې یوه هم عملي نه شوه.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، چې کله خان صېب (عمران خان) په اقتدار کې راغلو (وزيراعظم شو) نو د ځوانانو ترې امېدونه وو، چې عمران خان به اوس خپلې وعدې پوره کړي، خو ورځ تر بلې ګراني جوړيږي، د 700 روپو وړه اوس په 1450 روپۍ مېلاويږي، د غوړو او تيلو نرخونه وګورئ، ډالر د کوم ځای نه کوم ځای ته لاړو.

هغه زياته کړه دوی دعوې کولې چې په بهر ملکونو کې په اربونو روپۍ پرتې دي هغه به واپس راوړم، او ګراني به کمه شي خو هغسې ونه شو او دوی مایوسه شو.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند غړي د خپل حکومت څخه د مايوسۍ څرګندونه په داسې حال کې کوي چې په خېبرپښتونخوا صوبه کې په بلدياتي انتخاباتو کې تحریک انصاف ګوند د مخالفه ګوندونو په مقابله کې پاتې راغلی دی.

او وزيراعظم عمران خان بيا دغه ماتې ته ویلي وو د کانديدانو د غلط انتخاب له امله يې ماتې خوړلې ده.

خو د تحریک انصاف ګوند سېنېټر فېصل جاوېد ويلي، ولس اوس هم د عمران خان سره دی.

هغه په ټویټر ویلي، چې څوک عمران خان پرېږدي، د خپلې حلقې نه به هم ونه ګټي د جاوېد هاشمي په شان. هغه ويلي د 2023 په عامو انتخاباتو کې به د پي ټي ايي د ټکټونو طلب په سر کې وي او په يوه يوه څوکۍ به لس لس ټکټونه غواړي.

پروفېسر يوسف خان وايي، چې هغوی تحریک انصاف له ووټ هم په دې بنیاد ورکړی وو چې د پاکستان په تعليمي نظام کې به بدلون راولي، او ټيکنيکل نظام ته به دوام ورکړي، چې زيات نه زيات ځوان په روزګار شي خو هغسې ونه شوه.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، د ځوانانو دا تمې وې چې د هغوی په ژوند کې به مثبت بدلون راشي، خو د تحریک انصاف ګوند په خېبرپښتونخوا صوبه کې د اته نيمو کالو او په مرکز کې د درې نیم کاله حکومت کولو باوجود بې روزګاري نوره هم سېوا شوې ده او د ځوانانو په ژوند کې څه بدلون نه دی راغلی.

هغه وويل که بدلون راغلی دی، نو هغه خلکو په خپله راوستی دی او خپل ژوند یې بدل کړی دی.

بل لور ته د تحریک انصاف د حکومت په پنجاب کې د اتحادي ګوند پاکستان مسلم ليګ ق يو مشر چودري پروېز الهي چې د پنجاب اسمبلۍ سپيکر هم دی، ويلي يې دي د حکومت پرضد د عدم اعتماد دپاره د مخالفه ګوندونو سره د مطلوبه غړو شمېره زياته ده.

نوموړي دغه خبره د پاکستان د هم ټي وي سره په خبرو کې کړې ده.

خو د تحریک انصاف حکومت وايي د عدم اعتماد د تحریک مقابله به کوي.

په وروستيو کې د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړي نديم افضل چن او نورعالم خان هم د تحریک انصاف څخه لارې جدا کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG