لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په عمران خان بې باوري،دپاکستان دحکومتي اؤ مخالفو ګوندونو فعالینو اسلام اباد پله تګ پیل کړی


دپاکستان د وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ دتحريک په ترڅ کې مرکزي حکومت او مخالفو ګوندونو اسلام اباد کې دخپل سياسي طاقت ښودلو پريکړه کړې ده او واکمن تحريک انصاف ګوند سبا داتوار په ورځ اسلام اباد کې د لسو لکو نه دزياتو خلکو راغونډولو اعلان کړى دی.

بل اړخ ته دحکومت مخالفه جميعت علماء اسلام (ف )ډلى جلسه کې دګډون لپاره د ګوند دقافلو اسلام اباد ته تګ پيل شوى دی او بل لویې حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ نواز هم اسلام اباد پله د لاريون کولو اعلان کړى دی.

د شنبې په ورځ اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته د وينا په وخت د کورنيو چارو مرکزي وزير شيخ رشيد وويل د وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ په تحريک به د اپريل دمياشتې په دریمه یا څلورمه نیټه رایې ورکول کیږي.

هغه دعوه وکړه واکمن تحريک انصاف ګوند به سبا له اسلام اباد کې تاريخي جلسه کوې چې پکې به په لکونو خلک ګډون کوي.

شيخ رشيد وويل مخالف مسلم لیګ نواز ګوند د جلسې لپاره لا تر دې دمه اسلام اباد انتظاميي سره رابطه نه ده کړې خو حکومت دجميعت علماء اسلام (ف )ډلى په خواست دوئ ته په سري نګر هاي وی يا لویې سړک ديوې ورځې د جلسې اجات ورکړى دى او د شيخ رشيد په خبره جمعيت ته به د پرلت غځونې اجازت نه ورکول کيږي او که جمعيت داسې وکړل نو قانون به حرکت کې راځي.

خو دجمعيت علماء اسلام (ف) ډلې د سينيټ غړي کامران مرتضا په دې اړه په شيخ رشيد د غلط بيانۍ تور لګولى دى.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل دوئ داسلام اباد انتظاميې ته ورکړى خواست کې په ګوته کړې ده چې د مارچ ٢٥ نه د اپريل تر دریمې نيټى به اسلام اباد کې جلسې اؤ لاریونونه کوي او د وزير اعظم عمران خان په ضد دبې باورۍ په تحريک دڅه پرېکړې پورې به دغلته موجود وي.

خبري کانفرنس ته وينا کې مرکزي وزير شپخ رشيد زياته کړه هغه دپلټنو مرکزي ادارې ايف ایي ای ته امر کړی چې په ټولنیزو رسنیو دپوځ بدناموونکي خلک ونیسي اؤ په ضد یې قانوني ګامونه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د وزير اعظم عمران خان په ضد د بې باورۍ دتحريک پسر تاوژن سياسې ماحول کې حکومت او مخالفو ګوندونه په يو بل د پوځ د بدنامولو تورونه لګوي.

وړاندې نه دبشري حقونو ، وکيلانو او خبريالانو تنظيمونه په حکومت د رایې په اظهار د بنديزونو تورونه لګوي خو د پاکستان حکومت دعوې کوي چې میډیا ته یې بشپړه ازادي ورکړې ده.

بل اړخ ته د هيواد تر ټولو لویې حکومت مخالفه ګوند مسلم ليګ (نواز ) د لاهور څخه داسلام اباد په لوري احتجاجې لاريون پيل کړى دى.

د حکومت او مخالفو ګوندونو لخوا د لکونو په شمير دخپلو پلويانو اسلام اباد ته د راوستو د اعلان پسر دممکنه تصادم د مخنيوي لپاره د وکيلانو تنظيم سپريم کورټ بار د خواست اوريدنه دسپریم کورټ پينځه کسيزه بينچ کوي او اعلا عدالت په ټولو سياسي ګوندونو د زغم نه دکار اخستو غږ کړى دى

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG