د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد احمد وایي په بلوچستان صوبه کې دايران سيستان بلوچستان د لارې پاکستان مخالفه ترهګرې ډلې يو ځل بيا منظم کېږي.
نوموړي ویلي حکومت په صوبه کې د بلوچ بېلتون پاله وسله والو او مذهبي ترهګرو ډلو دمخنیوي لپاره که يو خوا په دغه ایالت کې د ترهګرۍ پرضد پرله پسې پوځي عملیات کوي نو بلخوا د مرورو بلوڅانو سره د روغې جوړې لپاره هم ګامونه پورته کوي.
د ورځپاڼې ډان د رپورټ ترمخه دا خبرې نوموړي پرون قامي اسمبلۍ کې د مخالف پيپلز ګوند د زنانه غړې ډاکټر شازيه ثوبيه د يوې پوښتنې په ځواب کې کړې دي.
ښکاره لاقانونه ډلو چې پکې بلوچ بېلتون پاله وسله وال تنظيمونه، تحريک طالبان پاکستان او داعش شامل دي، په دې وروستیو کې د بلوچستان په بېلابېلو برخو کې خپل ترهګريز فعالیتونه چټک او زيات کړي دي.
د امنیتي چارو کارپوهان په بلوچستان ايالت کې د امنیتي ځواکونو او چينايي مفاداتو خلاف د بلوچ بېلتون پالو وسله والو ډلو مخ په زیاتیدونکي حملې او فعالیتونه د کلونو راهیسې دغلته د روان اړى ګړي نوی پړاو ګرځوي.
وى او ای ډيوه سره خبرو کې د څېړنيرې غېر دولتي ادارې پاکستان انسټیټیوټ اف اف کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز څېړنکار عبدالله خان وايي پاکستان مخالفې ترهګرې ډلې يوازې په بلوچستان نه بلکې په پخوانيو قبایلي سیمو کې هم منظمې شوي دي.
هغه وايي د بلوچ او مذهبي ترهګرو ډلو ترمنځ د عملیاتي همکارۍ له کبله په برېدونه کې اضافه راغلې ده او دا د هېواد امنيت ته يو نوی ګواښ دی چې مخنيوي یې د کوټلې امنیتي تګلارې په ذريعه ممکن کېدای شي.
دی وايي د کله نه چې د بېلابېلو بلوچ بیلتون غوښتونکو وسله والو خپل منځي اتحاد شوی، براس جوړ شوی نو دوئ سره د لا قانونه تحریک طالبان پاکستان همکاري هم زياته شوې ده او هم دا لامل دى چې د بلوچ بیلتون غوښتنونکو ډلو د حملو توان زيات شوی او عملياتي داېره کار یې د هېواد نورو برخو ته هم غځېدلی دی.
د کال 2022م په پېل کې بلوچستان ایالت کې د بلوچ بېلتون غوښتونکو ډلو په حملو کې غیر معمولي اضافه راغلې ده او په دغو بریدونو کې په ځانګړي ډول امنیتي ځواکونه په نخښه کړل کېږي.
د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد وېلي په بلوچستان صوبه کې د ترهګرو مخنیوی به په پوله د موثره انتظاماتو او په مغربي سرحد د ازغن تار لګولو د لارې کوي.
ده ویلي ددې ترڅنګ د ترهګرو ډلو د ختمولو لپاره پرله پسې د اطلاعاتو په بنياد عملیات هم کېږي او ورسره د قانون نافذ کوونکو ادارو په توان کې اضافه کولی شي.
دتېرې فبرورۍ په دريمه نيټه د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سیمو کې د امنیتي ځواکونو په کېمپونو د ترهګرو په حملو کې د يو پوځي افسر په ګډون 7 عسکر وژل شوي وو او پوځ په ځوابي ډزو کې د 13 حمله کوونکو د وژنې دعوه کړې وه. ددې حمله پړه بلوچ لبریشن ارمى په غاړه اخیستې وه.
اسلام اباد کې د څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ اف پيس سټډيز د کليز رپورټ ترمخه کال 2021 م کې د خېبر پښتونخوا نه وروسته بلوچستان ایالت د ترهګرۍ له امله تر ټولو زیات ځپل شوی دی اؤ دغلته د ترهګرۍ په 81 حملو کې 136 کسان وژل شوي دي.
رپورټ وايي په دغو بریدونو کې يوازې 71 بریدونه بلوچ بېلتون پالو وسله والو ډلو کړې دي.
پدې وروستیو کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشيد هم ویلي وؤ چې په بلوچستان کې بلوچ بیلتون غوښتونکو ډلو ته د تحريک طالبان پاکستان ملاتړ ترلاسه دی.
دا راز په اسلام اباد کې دغېر دولتي ادارې فاټا ريسرچ سنټر د امنیتي چارو کارپوهه منصور خان محسود ډيوه ته وايي په وروستیو کې چې د بلوچستان په کېچ کې کومه حمله شوې وه چې پکې 17 امنیتي سرتېري وژل شوي وو، وېل کېږي چې دغه حمله کوونکي هم د ايران بلوچستان سيستان نه را اوښتې وو.
دی وايي په بلوچستان کې د بلوچ بېلتون پالو وسله والو ډلو خلاف له تېرو لسو کلونو راهیسې پوځي عملیات روان دي خو زياتوي د بلوچستان ستونزه سياسي او د حقونو ده.
منصور خان وايي باید چې دبلوچستان ستونزه دسياست د لارې حل شي او بیا دې د هغو خلکو خلاف پوځي عملیات وشي څوک چې سياسي حل او پخلاینې ته نه اماده کېږي.
دی وايي باید چې دبلوڅانو جایزې خبرې ومنل شي او ورسره سنجيده مذاکرات وشي. او حکومت له هم داسې عملي ګامونه اخیستل پکار دي چې بلوڅان یې سنجيده عمل وګني.
رپورټونه وايي د روان کال په پېل کې بلوچ بېلتون غوښتونکو وسله والو تنظيمونو، تحريک طالبان پاکستان او خپلسره وسله والې ډلې داعش په بلوچستان کې 7 لويې بریدونه کړي چې پکې د امنیتي ځواکونو په ګډون 22 کسان وژل شوي دي.