لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې دجمهوریت دمستقبل په اړه دماتې قامي اسمبلۍ غړي څه نظر لري؟


National Assembly of Pakistan
National Assembly of Pakistan

دپاکستان دماتې کړل شوې قامي اسمبلۍ غړي وايي که هيواد کې ايين او ماته کړل شوې اسمبلي بحال نه کړی شوه نو راتلونکي وخت کې پاکستان کې د جمهوريت تمه نه دي ساتل پکار۔

دقامي اسمبلې داسپيکر لخوا د وزيراعظم په ضد د بې باورۍ دتحريک مسترد کيدو او بيا د وزيراعظم عمران خان په وړاندیز د صدر مملکت له لورې د قامي اسمبلې ماتولو وورسته د قانون پوهانو په وينا هيواد کې اييني بحران رامنځ ته شوی دی.

دا مهال پاکستان کې ټول ولس د سپريم کورټ لخوا دبې باورۍ دتحریک رد کولو په اړه داسپیکر په رولنګ له خپله انده د اخستل شوي نوټس فيصلې ته سترګې په لار دی خو ستره محکمه وایي چې دهر اړخ له اوریدو پرته فیصله نه شي ورکولی؟

دپاکستان صدر داسمبلۍ ماتولو ترڅنګ دریوو میاشتو کې دنوؤ ټولټاکنو وینا هم کړې ده اؤ دنګران وزیراعظم لپاره یې دحکومت اؤ اپوزیشن نه نومونه هم غوښتي دي.

دماتې کړل شوې قامي اسمبلۍ غړي وايي د ملک د معيشت وضعه ډېري لاندې کچي ته لويدلې ده نو ځکه په داسې حالاتو کې په ملک کې نوي انتخابات کول ممکن نه دي په کوم چې په اربونو روپو لګښتونه راځي۔

د قامې اسمبلۍ غړي وايي په تيرو درې نيمو کالو کې چې پاکستان کې جمهوریت څومره په شا تللی دی او سيويلين واک د فوځ د ولکې لاندی راغلی، وايې دا به اوس په راتلونکي حکومت اړه لري چې په څه ډول دغه جمهورې طاقت په خپل ځائ بحال کړي۔

شمالې وزيرستان نه دقامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وي او ای ډیوه سره خبرو کې وویل ټول قوم د سپريم کورټ فيصلې ته هيله مند دی اؤ که ملک کې ایین او زوړ نظام بيرته بحال نه شو نو بيا په راتلونکې کې په پاکستان کې د جمهورې نظام مستقبل نه ښکاري۔

‘‘ګورو چې سبا څه نتیجه راوځي ،پرون زه سپريم کورټ کې ناست وم دا اندازه ولګيده چې هم په دي بحث کيږي، که ايين يې بحال نکړو او دا ټول پراسس يي ريورس نکړو نو پرون چې هغه يو وکيل سپريم کورټ کې د هټلر مثال ورکړو بلکل بيا به ترې د هټلر نظام جوړ شي او بيا په راتلونکې وخت کې چاته د جمهوريت توقعو نه ده پکار‘‘

د اپريل په دريمه د قومي اسمبلۍ مرستيال سپيکر قاسم سوري د عمران خان پرضد د مخالفو ګوندونو د بې باورۍ د تحریک قرارداد مسترد کړی او بيا عمران خان صدر عارف علوي ته د قومي اسمبلۍ ماتولو سپارښتنه کړې وه او صدر قومي اسمبلي ماته کړې ده.

مخالفو ګوندونو دغه ګام ته غېر اييني ويلي او ددې پرضد یې سپریم کورټ ته عریضه کړې ده.

د چترال نه د قامي اسمبلۍ غړی مولانا عبدالاکبر چترالي وایي د ملک معيشت په ټپه ولاړ دی، ډالر يو سل پنځه اتيا روپو ته ورسيدو، دغريب وګړي د خریدارۍ توان ختم شوی دی په داسې معاشي حالاتو کې د نوي اليکشن خبره کول ملک پورې خندا کول دي .

هغه وایي نوی الیکشن اميدوارانو دپاره هم دتباهۍ برابر خبره ده ځکه چې په کوم دليل به د ولس نه ووټ غواړي او بل دا چې په پاکستان کې اليکشن کول لويه سرمايه غواړي۔

"په اليکشن د کربونو روپو لګښت راځي نو په دې حالاتو کې دا د ماشومانو حرکت دی د حکومت د لوري نه او بيا په کوم انداز کې چې اسمبلۍ ختمول وي د هغې پرته ايين يو اړخ ته کېښودل او دخپل خواهش ترمخه فيصلې کول دا ټول د ملک دپاره د زيان خبره ده‘‘

دپارلیمان غړي وایي تېر حکومت د خپلې خوښې قانون سازۍ کړې دي او زياتره حکومتي چاري به د ارډينینسونود لارې پرمخ وړل کیدلي .

د خيبر ضلعې نه د قامي اسمبلۍ غړی اقبال اپريدی وايي په تير حکومت کې د مهمو قانون سازو په شان ډېر کارونه دي چې په نيمايي کې پاتې شول،

دهغه په وینا که پاکستان تحريک انصاف يو واري بيا په واک کې راشې نو دغه ټول کارونه به سرته رسوي.

هغه وایي تحریک انصاف ګوند به راتلونکي اليکشن کې د کرپشن ضد او د ملک دخپلواکۍ په نعره ولس نه ووټ غواړي۔

‘‘زموږ نعره خو مخکې هم د کرپشن پرضد وه اوس پکې يوه اضافه شوې ده، فرض کړه که پاکستانی ولس خپلواکي غواړي نو عمران خان له دي ووټ ورکړي او که څوک وايي چې موږ غلام قوم يو موږ غلامي غواړو بيا دې اپوزيشن ته ووټ ورکړي‘‘

تيره ورځ د سپريم کورټ مخې ته ميډيا سره خبرو کې د مخالفو ګوندونو مشرانو ويلي چې ترڅو د راتلونکو انتخاباتو دپاره پارليمان کې اصلاحات نه وي شوي او ټول معاملات سم شوي نه وي په داسې حالاتو کې نوی اليکشن کول ګران ښکاري۔

  • 16x9 Image

    عثمان خان

    عثمان خان په پېښور کې د ډيوه خبريال دی او د تعليم، سياست، کلتور، افغانستان او نورو موضوعاتو باندې رپورټونه جوړوي. د پېښور پوهنتون د جرنلزم د څانګې نه يې د ماسټر ډګري تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG