د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې بنو جاني خېل سیمه کې بیا هدفي وژنه شوې او په رخصتۍ کورته ته راغلی د ملېشې ځواک عسکر وژل شوی دی.
په جاني خېل کې دا پیښه په داسې حال کې شوې چې د علاقې خلک له تیر یو کال نه د نا امنۍ پرضد احتجاجي مظاهرې کوي او د هدفي وژنو د مخنيوي غوښتنه کوي.
د جاني خېل تاڼې پولیسو دا پیښه تاید کړه او د علاقې د پولیسو مشر ایس ایچ او سید رحمان وویل دا پیښه ماښام د جاني خېل په نورنګ خېل سیمه کې شوې او یو ځوان د کور مخې ته په ډزو ویشتل شوی دی.
هغه وویل وژل شوی ځوان ظاهر خان نومیږي او ملېشه ځواک کې عسکر وو او په چهټۍ کور ته راغلی وو.
د پولیس افسر په خبره پولیس سمدستي د پیښې ځایې ته رسېدلي مقدمه یې د نا مالومو کسانو پرضد د ترهګرۍ ضد پولیسو ته لیږلې او پلټنې یې پیل کړي دي.
د علاقې یو تن ریحان پښتین وویل دا پیښه هغه وخت وشوه چې نوموړي دکور مخې ته په موبایل انټرنیټ چلولو په پټ مخ کسان راغلل او په هغه یې ډزې وکړې.
هغه وویل وژل شوی تنکی ځوان وو چا سره شخصي دوښمني نه لرله، د غریبې کورنۍ سره يې تعلق وو او د ټولې کورنۍ د معاش یواځينۍ سرچینه وو.
ریحان زیاته کړه په علاقه کې هدفي وژنو سخت پریشانه کړي او په ژوند تیرولو اندیښمن کړي دي.
هغه وویل د پریشانۍ او حیرانتیا خبره دغه ده چې په علاقه کې پرله پسې د هدفي وژنو پیښې کیږي چې پکې د علاقې تنکي ځوانان وژل کیږي. او په پټ مخ کسان بیا په تیښته کې بریالي شي او تر اوسه په دغو پېښو کې څوک مالوم نه کړی شو.
جاني خېل د بنو ښار نه نزدې 30 کلومیټره لرې شمال لويديځ سیمه ده چې پولې يې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او لکي مروت ضلعو سره لګیدلي دي.
جاني خېل پرله پسې دامنیت د غوښتنې، علاقه د وسله والو نه پاکولو دپاره احتجاجي مظاهرې کوي او د تیر کال د مارچ په مياشت کې د څلور تنکيو هلکانو د مړو موندلووروسته اته ورځې او بیا د مې په میاشت کې د یو قبایلي مشر تر وژل کېدو وروسته 28 ورځې پرلت وهلی وو.
دا دوه پرلتونو وروسته له هغې ځنډول شوي ووچې د صوبې وزيراعلا محمود خان او بيا د قامي مشرانو په منځګړیتوب د صوبې د يو وزیر او ضلعې انتظامي د جاني خېلو سره معاهدې کړې وې او د دوی غوښتنې يې منلې وې.
د وزیراعلا په مشرۍ معاهده کې په علاقه کې د امنیت ټينګولو، علاقه د وسله والو څخه پاکولو، د هلکانو په وژنه کې ککړو کسانو نيولو او سزا ورکولو، او د علاقې نه د بې درکه کسانو مالومولو ويل شوي وو.
په علاقه کې د پي ټي ایم فعال او د جاني خېل قامې جرګې غړی لطیف وزیري وايي د دوی په غوښتو تر اوسه هیڅ عمل نه دی شوی.
هغه وویل دوی سره وعدې شوې وې چې دا علاقه به د هرقسمه ناامنۍ نه پاکولی شي، د تنکي ځوانانو په وژنه کې ککړ کسان به نیول کیږي او سزاګانې به ورته ورکول کیږي، د احتجاجي پرلت پرمهال په احتجاج کونکو جوړې مقدمې به ختمولی شي او د علاقې نه بې درکه شوي کسان به خوشي کولی شي.
هغه وویل دا یوه غوښتنه نه ده منل شوې او تر اوسه یوازې څو بې درکه کسان خوشي کړې شوي او دوی ته د مرستو ورکولو ویل کیږي کومه چې د دوی غوښتنه نه ده دا د ریاستي ادارو زمه واري ده چې علاقې ته به وده ورکوي.
لطیف وزیری زیاته کړه د دوی تر ټولو لویه ستونزه په علاقه کې هدفي وژنې دي، چې د علاقې خلک یې د پرېشانۍ سره مخ کړي دي، خو حکومت یې د نا امنۍ د مخنوي غوښتنه نه مني او د مرستو ورکولو ورته وویل کیږي.
وي او ای ډیواه د بنو پولیسو او انتظامیه مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب نه دی ویل شوي.
یو چارواکي د نوم نه اخستو په شرط وویل د دوی سره شوې ژمنې په ځای دي او په عملي کولو یې پېل کړی. هغه ویل وژل شوی کسانو کورنیو ته مرستې ورکړل شوي او نیزدې دیرش کسان د انټرمنټ مرکزونو نه خوشي کړی شوي دي.
دسمبر په میاشته کې د بنو د مرستیال کمیشنر دفترمطبوعاتو سره په شریک کړي بیان کې ویلي وو د جاني خېلو سره شوې وعدې په ځای دي او په عملي کولو يې پېل شوی دی.
په بيان کې ويل شوي وو، د صوبې اعلا وزیر محمود خان د جانې خېلو سره کړې وعدې سره سم د علاقې د ترقۍ لپاره څلور اربه 15کروړه 21لکه روپۍ فنډ منظور کړی دی، چې په دوه اربه په جنوبي وزیرستان کې د ډېم جوړولو سره په علاقه کې سکولونه، د روغتیا مرکزونه، سړکونو، نکاس او یو شمیر نور کارونه کولی شي.