لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزيرستان او بنو کې د دوه پولیسو په ګډون پينځه کسان په هدفي وژنو کې وژل شوي دي


Security forces patrol at a suicide bomb blast site in Bannu
Security forces patrol at a suicide bomb blast site in Bannu

د خیبر پختونخواه په قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان او د بنو په جاني خېلو کې په تیرو دوه ورځو کې د هدفي وژنو په بېلابيلو پېښو کې پینځه کسان وژل شوي چې پکې تازه د بنو پولیسو دوه عسکر هم په نخښه کړی شوي دي.

پولیس د دې پېښو تاييد کوي او وايي دا وژنې د شمالي وزیرستان په دوسلي او میر علي تحصیلونو او تازه پیښه د بنو په جاني خېل کې شوې خو تر اوسه کومې وسله والې ډلې د زمه واري نه ده اخستې.

د جاني خېل پولیسو افسر ایس اېچ او سید رحمان وي او اي ډیوه ته وویل دا پېښه د پیشمني په وخت د جاني خېل په مچي خېل سیمه کې شوې او دوه پوليس پکې وژل شوي دي.

هغه وویل وژل شوي لطیف او فرمان الله دي د ډيوټۍ نه وروسته کور ته تلل. د علاقې خلک وايي دا پېښه د پیشمني په وخت هغه مهال شوې چې د کلي چوک نه دوی د کور په لور روان شول.

په جاني خېل کې په تیرو 24 ساعتونو کې د هدفي وژنې دا دویمه پېښه ده چې ترسره کیږي، له دې وړاندې پکې په رخصتۍ کورته ته راغلی د ملېشې ځواک عسکر وژل شوی وو.

د هدفي وژنو نورې دوه پیښې په شمالي وزیرستان کې شوي او دوه تنکي ځوانان وژل شوي.

د شمالي وزیرستان د ضلعې پولیسو مشر عقیق حسین دفتر په خبره لومړۍ پېښه دوه ورځې وړاندې د دوسلي تحصیل په کم سروبي سیمه کې شوې چې قدرت الله نومي تنکی ځوان پکې په ډزو وژل شوی دی.

د دوی په خبره بله د هدفي وژنې پېښه ماښام د میرعلي تحصیل په خیسور سیمه کې شوې ده، شېر امان نومې تن ماښام په علي خېل مارکیټ سیمه کې په ډزو وژل شوی دی.

پوليس وايي د وژل شوو کسانو کورنيو په چا دعویدارۍ نه دي کړي او پولیسو مقدمې درج کړي او پلتنې يې پېل کړي دي.

د اپریل په دویمه د میر علي خیسور په علي خېل سیمه کې په استخباراتي عملیاتو کې د وسله والو د مهم کمانډر شریعت الله په ګډون د څلورو وسله والو د وژل کېدو دعوې شوې وې.

د علاقې نه د صوبایي اسمبلۍ غړی میر کلم وزیر د تازه هدفي وژنې په اړه په ټیوتر لیکلي.

‏"په شمالی وزیرستان کښی په تیر 48 ساعتونو کې دوې هدفی وژنې یوه په کم سروبی کې قدردت الله او بله اوس په میرعلی خیسور کې د شیرمان الله د مرګ رامنځته شوه په دواړو پیښو کې تنکی ځوانان بر ناحقه وواژل شول ، د اپریشن ضرب عضب نه پس دغه د هدفی وژنو لړۍ د سلګونو په شمیر پر مخ روانه ده."

وي او اې ډیوه د ضلعې د پولیسو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب ورته نه دی ترلاسه شوی.

د شمالي وزیرستان د ځوانانو تحریک یوت اف وزیرستان په نوم غیر دولتي تنظیم د شمېرو تر مخه تیر کال په شمالي وزیرستان کې نزدي 70 کسان د هدفي وژنو په پیښو کې وژل شوي چې پکې څلور زنانه هم شاملې دي او د ضرب عضب عملیاتو نه را په دې خواه 430 کسان د هدفي وژنو ښکار شوي چې پکې د علاقې مخور مشران، افسران، ځوانان او زنانه وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې په کال 2014 کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب نومی پوځي عملیات شوی او دغه علاقې پاکې ګرځول شوې خو بیا هم د علاقې نه د هدفي وژنو او ناامنۍ د پېښو خبرونه ترلاسه کیږي.

د علاقې پولیس او نور حکومتي چارواکي دعوې کوي کله نه چې دا سيمې په صوبه کې شاملې کړی شوي حالات پکې ښه شوي دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG