لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډي ایي خان:پولیس وایي پوځ سره ګډو عملیاتو کې یې دوه مهم ترهګر وژلي


Pakistan Police Khyber Paktunkhwa KPK Peshawar
Pakistan Police Khyber Paktunkhwa KPK Peshawar

دخېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ډېره اسماعیل خان پوليسو دعوه کړې چې د پوځ سره په ګډه یې د ترهګرو پرضد د استخباراتي معلوماتو په اساس عمليات کړي چې پکې د "دوو مطلوبه ترهګرو د وژل کېدو" دعوه شوې ده.

په ډېره اسماعېل خان کې دغه عمليات په داسې حال کې شوي چې په خیبر پښتونخوه کې په نزدې موده کې په امنیتي عسکرو بریدونو کې چټکتیا لیدل شوې ده.

په تیره یوه اوونۍ کې د صوبې په جنوبي ضلعو ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، شمالي او جنوبي وزیرستان کې ترسره شوو پرله پسې وسله والو بریدونو کې دنهو پوليسو، لسو پوځيانو او دوؤ د ملېشې عسکرو په ګډون 23 کسان وژل شوي اؤ په وژل شوو کې يو د پاکستان پوځ لوړپوړی افسر هم شامل دی.

د دغو بریدونو زیاتره ذمه دارۍ تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې دي.

د ډېره اسماعېل خان د پولیسو ویاند امتیاز جنجوعه وي او اې ډيوه سره په شريکه کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې پوليسو ته د ډېره اسماعیل خان کلاچي تحصیل په ګره ګلداد سیمه کې د بې کچه مطلوبه ترهګرو د موجودیت اطلاع تر لاسه شوې، چې د ترهګرۍ پلان جوړوي.

بيان کې ویل شوي کله چې تېره شپه ناوخته بيا پوليس او پوځ دغلته ورسېدل او تر وسلوالو یې ګېره چاپیره کړه نو وسلوالو پرې ډزې پیل کړې.

هغه ویلي په نښته کې دوه مهم ترهګر وژل شوي چې وایي د خلیل او د احسان په نومونو یې پېژندګلو شوې ده.

دپوليسو وياند امتیاز وي او اې ډيوه ته ویلي د وژل شوو ترهګرو تړاؤ د تحریک طالبان پاکستان (ګنډاپور) ډلې سره دی.

کلاچي د ښار نه نیزې 40 کیلومیټره لرې سوېل لوېدیځ سیمه ده چې تېره اوونۍ پکې په يو وسله وال برید کې پینځه پوليس عسکر په ډزو وژل شوي او اووه نور ژوبل شوي وو. ددغه بريد ذمه واري هم تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

پوليسو په بيان کې دعوه کړې چې د وژل شوو ترهګرو نه په غټه کچه وسله هم ترلاسه شوې ده.

د بيان ترمخه وژل شوي ترهګر په پولیسو د یاد برید سره، هدفي وژنو او د ترهګرۍ په څو نورو پېښو کې ککړ وو.

تحریک طالبان پاکستان کې خپل بریدونه تر هغې وروسته زیات کړي چې د پاکستان پوځ په ضد یې د البدر په نوم عملیات اعلان کړي دي.

څیړونکي وایي پاکستان کې ښکاري طالبان بیا مضبوط شوي او ددغسې بریدونو د لارې دا ښودل غواړي چې دوئ دلته منظم نیټ ورک لري.

د پاکستان د پوځ ویاند میجر جنرل بابر افتخار د اپریل په 14مه پینډې کې د پوځ په مرکز جي ایچ کیو کې میډیا سره دخبرو پرمهال ویلي وؤ په دې ورستیو کې ترهګرو په بلوچستان او قبایلي سیمو کې دامن و امان دصورتحال ګډوډولو پوره هڅه کړې خو پاکستان عسکرو د هغوئ دا ارادې ناکامه کړې دي.

هغه وویلي په تېرو درې میاشتو کې 97 افسرانو او سرتيرو قربانۍ ورکړي او په عملياتو کې 128 ترهګر وژل شوي او 270 نیول شوي
هغه وویل د وروستي وسله وال تر ختمولو به دپوځ عملیات روان وي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG