لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان په نوي حکومت کې پښتانه قامپاله ګوندونه ولې نه ښکاري؟


واشنګټن - د وزير اعظم شهباز شريف په نوې کابينه کې پښتانه قامپاله ګوندونه ولې برخه نه لري؟ سياستمدار او څېړونکي د دې سوب د کال 2018 انتخابونه ګڼي او دعوه کوي د پاکستان پوځ په خصوصي توګه په پښتونخوا او بلوچستان کې د قامپاله ګوندونو په ځای د عمران خان د انتخاب فيصله کړې وه چې هغه هم په اخر کې د پوځ خلاف شو.

پوځ دا تورونه ردوي او وايي د ملک په پارلماني نظام او ملکي سياست کې هيڅ لاس نه لري.

د پخواني وزير اعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک د کاميابۍ وروسته عمران خان دا د امريکې سازش بللی وو او د تحريک انصاف پلويانو د پوځ د مشر جنرل قمر جاويد باجوه خلاف په جلسو او سوشل مېډيا کمپين چلولی وو.

د شهباز شريف په کابينه کې 34 وزيران دي چې د اکثره پښتنو وزيرانو تعلق يې د مولانا فضل الرحمان د جميعت علماء اسلام ګوند سره دی.

د پښتونخوا او بلوچستان نه هم د پيپلز ګوند په تېرو انتخابونو کې د قامي اسمبلۍ غړي نه دي منتخب شوي او د تحريک انصاف نه پرته نور ټول غټ سياسي ګوندونه تور لګوي د پاکستان پوځ د ولسي رايو پايلې د عمران خان په حق کې بدلې کړي، خو پوځ دا تورونه رد کړي.

په نوې کابينه کې د پښتونخوا نه د مسلم ليګ ن صوبايي صدر امير مقام چې په تېرو انتخابونو کې نه وو منتخب شوی د مشير په توګه اخستل شوی دی.

دې پوښتنې ته چې په نوې کابينه کې پښتانه قامپاله ګوندونه ولې نه شته؟ د امريکا د څېړنيزې ادارې کارنيګي اينډومنټ کارمند پروفيسر ډاکټر عاقل شاه په وي او اې ډيوه ټویټر سپېس کې په ځواب کې ويلي قامپاله ګوندونه لکه عوامي نيشنل پارټي او داسې نور د ترهګرۍ ښکار شول او د پارلمان نه لرې وساتل شول.

پروفيسر شاه وايي “د عوامي نېشنل ګوند پوره قيادت يې ختم کړو لکه د بلور کورنۍ ته وګوره لکه ميا افتخار حسېن ته وګوره او داسې نور”.

د پښتونخوا نه په قامي اسمبلۍ کې د عوامي نيشنل ګوند يو او په سينټ کې دوه غړي دي چې يو د بلوچستان او بل د پښتونخوا دی خو د قامپاله دوو ګوندونو د محمود خان اڅکزي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او قومي وطن ګوند- چې افتاب احمد خان شېرپاو يې مشري کوي- يو غړی په قامي اسمبلۍ کې نه شته خو په سېنټ کې پښتونخوا ملي عوامي ګوند دوه غړي لري.

د قامي اسمبلۍ غړي او د خپل ګوند نېشنل ډيموکريټېک موومنټ مشر محسن داوړ وي او اې اردو او بي بي سي اردو ته ويلي ځکه په نوې کابينه کې نه دی شامل شوی چې لاره يې د اېسټيبلشمنټ له خوا او د پاکستان ډيوکريټېک موومنټ د هغه خلکو له خوا تړل شوې چې نه غواړي دی د کابينې برخه شي.

خو محسن داوړ د وي او اې ډيوه همکار محمد اکرام ته په يوه مرکه کې ويلي وزارتونه ورته مهم نه دي او بل دا چې د شهباز شريف حکومت ته وخت ورکول پکار دي خو د قام په بيانيې او وينه به سودا ونه کړي. “عمران خان هم راته د وزارتونو ويلي وو چې وزارتونه واخلئ خو مونږ ونه کړل”.

نوی حکومت او په خارجه پاليسۍ واک:

ډاکټر عاقل شاه وايي “شهباز شريف چې د پوځ زور او حقيقت مني د نواز شريف نه بدل دی او ځکه به دی د خارجه چارو د اختيار اخستلو په ځای په اقتصاد توجه وکړي او هسې هم ورسره ډېر وخت نشته. خارجه پاليسي چې څنګه د پوځ په اختيار کې وه که هغه د افغانستان په اړه وي، که د هند او که د امريکا دا فيصله به پوځ کوي”.

هغه وايي د خارجه چارو وزارت پاکستان پيپلز ګوند ته ورکول او دا وزارت په ازاده توګه چلول به ياد ګوند ته يوه لويه ننګونه وي خو ولې د چارو واک به بيا هم د پوځ په لاس کې وي.

د افغانستان په اړه د پاکستان د خارجه پاليسۍ د بدلېدو د پوښتنې په ځواب کې محسن داوړ ډيوه ته وويل “ماته خارجه پاليسي بدلېدل ګرانه ښکاري خو د شهباز شريف په شا ټول د پاکستان قومونه که پښتون دی که بلوچ دی په اتحاد ولاړ دي او که اراده وکړي نو کولی شي د افغانستان خلاف د ملک روانه تګلاره بدله کړي”.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG