لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د واکمنو ګوندونو اتحاد: د تېر حکومت هدف د اتلسم ترميم ختمول و خو مونږ يې دفاع کړې ده


واشنګټن- د شهباز شريف د نوي حکومت ملاتړې ګوندونه وايي، د پاکستان د وفاق ساتلو د پاره لازمه ده چې په ايين کې د شوي اتلسم ترميم احترام وشي او صوبو ته ورکړل شوي حقونه او وسايل ومنل شي ګني دا به د ملک سلامتيا ته يو بل خطر جوړ شي.

اتلسم ترميم، نوي حکومت ته چيلنجونه، د تېر حکومت لاس ته راوړنې او په خصوصي توګه د افغانستان په اړه د پاکستان خارجه پاليسي به څه وي؟

دې پوښتنو ته په ځواب کې پخواني سينېټر او د نيشنل ډيموکريټېک موومنټ مخکښ افراسياب خټک وي او ای ډيوه ته وويل “اتلسم ترميم ځکه مهم دی چې دا د مرکز او صوبو تر منځ د وسايلو او اختياراتو ويش کوي. په پاکستان کې صوبايي خودمختاري او جمهوريت زړه مسله ده او ځکه خو بنګال لاړو بنګله ديش شو”.

ښاغلی خټک وايي “د ياد ترميم سره مو د ايين په ارټيکل 6 کې د مارشل لا لار ونيوه. اوس پوځيان د اېسټيبلېشمنټ په نوم په نورو طريقو په حکومت کې واک لري خو د جنرل ضياء او جنرل مشرف غوندې پوځي کودتا نه شي کولی. جنرل مشرف ځکه خو عدالت سزا کړو چې ايين ورته لاره سمه کړه. دا يو خاموش انقلاب و”.

افراسياب د اتلسم ترميم د جوړولو په وخت کې د پاکستان په سېنټ کې د عوامي نيشنل ګوند غړی و او د ترميم د کميټۍ غړی هم و. د ګوند نور غړي ورسره ارواښاد محمد عديل، سنېټر ذاهد خان او د قامي اسمبلۍ غړې بشرا ګوهر وه.

هغه وايي “د اتلسم ترميم نه وروسته د تېلو او ګيس نيم په نيمه اختيار هغه صوبو ته لاړو چرته چې پيدا کيږي. دا به د دې نه وړاندې يواځې د مرکز اختيار و”.

د ای اين پي مرکزي سيکرټري اطلاعات او پخوانی سينېټر ذاهد خان ډيوه ته وويل “د پيپلز ګوند سره چې مو کله د کال 2008 د انتخابونو وروسته اتحاد جوړولو نو په درې نقطو مو زور راوړلو. يوه دا چې کالاباغ ډيم نه منو، د صوبو وسايل او پرې اختيار صوبو ته سپارل او سرحد ته د پښتونخوا نوم ورکول غواړو”.

هغه وايي تر ډېره حده وسايل تر لاسه شو خو عمل پرې هغه ډول ونشو چې پکار و ځکه چې مرکز اوس بيا د تعليم، صحت او د زراعت شعبې د بيرته اخستلو هڅې وکړې چې د ايين خلاف ده.
ذاهد خان وايي “د صوبې نوم او اختيارات اخېستل د باچا خان او ولي خان نه راروان دي. انګرېز رانه د صوبې نوم پټ کړی و او بيرته مو واخېست”.

د ايين د اتلسم ترميم شمله د پيپلز ګوند او په خاصه توګه د هغه وخت د صدر اصف علي زرداري په سر تړلی شي او څېړونکي وايي، دا عمل د پاکستان د پوځي قيادت او اېسټيبلېشمنټ خوښ نه و چې عوامي اختيار پارلمان ته لاړ شي.

اصف زرداري د صدر په حيث د خپلې عهدې هغه اختيار پارلمان ته وسپاره چې د ارټيکل 58-2B لاندې صدر قامي او صوبايي اسمبليانې ماتولی شوې او پوځي جنرالانو خپل واک ته دوام ورکولی شو.

د هغه وخت د پيپلز ګوند د باجوړ نه د قامي اسمبلۍ منتخب غړي اخوند ذاده چټان ډيوه ته وويل “اېسټيبلېشمنټ او تېر حکومت په دې بنياد اتلسم ترميم ختمولو چې ټولې پيسې صوبو ته ځي د مرکز سره هيڅ نه پاتې کيږي او بله دا چې د دفاع اخراجات نه پوره کيږي. پاکستان يواځې د اسلام اباد او د دې د واکمنو نه دی بلکې د ټولو وفاقي اکايانو نوم دی”.

د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه په يو بيان کې ويلي وو اتلسم ترميم د شيخ مجيب الرحمان د شپږو غوښتنو نه هم ډېر خطرناک دی چې په ترڅ کې يې پاکستان مات شوی و او په کال 1971 کې بنګله ديش يو ازاد ملک ګرځېدلی و.

څېړونکو او يو شمېر تاريخ پوهانو د بنګله ديش د جوړېدو په وخت د پاکستان د پوځ لخوا په بنګاليانو د ظلم داستانونه ليکلي خو ولې په اخر کې د پاکستان نزدې 93,000 په 16 ډيسمبر هندي پوځ ته وسله په ځمکه کېښوده او سلامي شول.

د عمران خان د کوز کړل شوي حکومت د کارکردګۍ په اړه د مسلم ليګ ن صوبايي وياند او د پښتونخوا د اسمبلۍ غړي اختيار ولي ايم پي ای ډيوه ته وويل “حالات ډېر خراب دي قرضې په څو چنده زیاتې شوي يواځې خو په دې نزدې څلور کاله حکومت کې عمران خان 20,000 بيلين ډالر قرضه اخېستې ده او شهباز شريف ته يې ډېر چيلنجونه مخ ته ايښي دي.

د آي ايم ايف نه يې په لوړ سود قرضې اخېستي او پوښتنه دا ده چې دا پيسې چېرته لاړې؟ که د عمران خان ګوند دعوه کوي چې بهرنۍ قرضې يې ورکړي نو څه قسمه ثبوت يې شته؟

هغه وايي د پاکستان موټر وی چې د نواز شريف د لومړنۍ دورې کارنامه او د ترقۍ غټه منصوبه ده او دغسې هر شی د عمران خان حکومت د آي ايم ايف سره ګاڼه کړي دي.

د عمران خان ګوند دعوه کوي، د تېرو حکومتونو په وخت کې اخېستل شوې قرضې يې تر ډېره پرې کړي خو سياسي او اقتصادي کارپوهان دا دعوه نه مني.
د عمران خان د ګوند د ذمه وارو سره مو د رابطه کولو هڅې کاميابې نه شوې چې په دې اړه خپل سپيناوی وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG