د افغانستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع جنوبي وزيرستان کې وسله والو سره په نښته کې بيا دوه پاکستاني امنیتي عسکر وژل شوي دي. پاکستان طالبانو یې زمه واري منلې ده. بل لور ته ورسره په څېرمه شمالي وزیرستان کې درې کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ وياندې ادارې (ايي اېس پي ار) پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (26اپرېل) ويلي، ترهګرو د جنوبي وزيرستان لدها تحصیل په سراروغه علاقه کې بريد کړی دی.
د پوځ په بیان کې ويل شوي پوځ د ترهګرو برید ته کلک ځواب ویلی، خو په نښته کې د بنو سیمې 26 کلن لانس نائک عمر علي خان او د ډیره اسماعیل خان سیمې 23 کلن سراج الدین وژل شوي دي.
د دغه پېښې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې.
د ځایي سرچینو په وینا نښته کې څلور امنیتي عسکر ژوبل شوي هم دي د بريد وروسته په علاقه کې د لټون عمليات پېل کړی شوي.
سرا روغه د ټانک ضلعې سره نیزدې 20 کلو میټره لرې لودیز د جنوبي وزیرستان علاقه ده او دغلته د پاکستان پوځ په کال 2009م کې د راه نجات په نوم عملیات کړي او پوځ ادعا کوي چې سيمه يې په بشپړ ډول د ترهګرو نه پاکه کړې ده.
د اپریل په 12م د جنوبي وزیرستان په انګور اډه علاقه کې د وسله والو سره جګړه کې دپوځ د یو افسر میجر په ګډون دوه عسکر وژل شوي وو.
بل لور ته شمالي وزیرستان د میر علي پولیسو تاڼې چارواکو وویل د هدفي وژنې لومړی پېښه تیره ورځ میر علي بازار کې شوې چې پکې د حیسو خېل سیمې یو تن جمیل احمد په ډزو وژل شوی او بله پېښه د ماښام په وخت میر علي بازار سره په څیرمه خوشحالي سیمه کې شوې چې دوه کسان په ډزو وژل شوی دی.
د دوی په وینا د وژل شوي کسانو کورنۍ په چا دعویدارۍ نه دی کړې او د نامالومو کسانو پضد مقدمې درج شوي او پولیسو پلټنې پېل کړي دي.
دپي ټي ایم شمیرو تر مخه شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب عملیاتو نه را پدېخوا نیزدې 440 ځایي کسان په هدفی بریدونو کې وژل شوي دي.
د دوی په خبره یواځې په د ېاونۍ کې پینځه او روانه میاشت کې د هدفي وژنو په لسو بریدونو کې 12 کسان وژل شوي چې زیاتره پکې ځوانان دي.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ ترګرو پرضد په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات کړې چې پکې د دغه د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې خو بیا هم وخت په وخت پکې په امنیتي ځواکونو د بریدنو او د ځایي خلکو د هدفي وژنو راپورتونه تر لاسه کیږي.
د علاقې پولیس وایي حالت په قابو کې دی او کله نه چې دا سیمې په صوبه کې ورګډې کړې شوې حالت نور پکې ښه شوي دي.
خو د اپریل په 14م د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې په پاکستاني پوځ برید شوی ؤ، چې د پوځ په وینا ووه پوځیان پکې وژل شوي وو.
همدارنګه د اپریل په 23 مه هم د شمالي وزیرستان په دیوګر سیمه کې پر پوځ برید شوی وؤ چې پکې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.
د دغو بريدونو زمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستې دي.
تحریک طالبان بریدونه تر هغه وروسته زیات کړي چې د پاکستان پوځ پضد البدر په نوم عملیات اعلان کړي دي.
د غېر دولتي څېړنېزې ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په تازه رپورټ کې ويل شوي چې د روان کال په لومړیو دريوؤ مياشتو کې د تشدد په بېلابېلو پېښو کې 344 کسان وژل شوي دي.
رپورټ وايي د تشدد په پېښو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله عامو خلکو ته اوښتې ده.
د سى ار اېس اېس په رپورټ کې د هېواد دننه د تشدد په پېښو کې د راغلي زیاتوالي علت د پاکستاني طالبانو او بلوڅ بېلتون پاله وسله وال ډلو ترمنځ پیوستون او په افغانستان د طالبانو د واکمنۍ وروسته دوي ته ترلاسه شوی ډاد ګرځول شوی دی.
د رپورټ ترمخه د تشدد او تشدد ضد عملياتو په جريان کې د اغېزمنو 90 فيصدي کسانو تعلق د خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو سره دی.
د سنېټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په تازه رپورټ کې ويلي شوي چې د تېرکال 2021م راهیسې د هېواد دننه د ترهګریز تشدد په پېښو کې اضافه ليدل کېږي.
څیړونکي وایي پاکستان کې ښکاري طالبان بیا مضبوط شوي او دغه بریدونو د لارې دا ښودل غواړي چې دوی دلته منظم نیټ ورک لري.