لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور کور کمانډر جنرل فیض حمید شمالي وزیرستان ته تللی چې اکثر اوسېدونکي يې لا کډوال دي


ډېره اسماعيل خان - د پېښور د کور کمانډر جنرال فېض حمید د اختر په ورځ د شمالي وزیرستان دته خېل تحصیل سفر کړی او دسیمې په وضعیت يې ډاډ ښکاره کړی، خو د سيمې نه بې کوره شوي خلک وایي اته کاله د کډوالې ژوند ستړي کړي او د دوی د واپسې غور څوک نه کوي.

دته خېل د شمالي وزیرستان هغه سیمه ده چې ځايي خلک يې په کال2014م کې دتندلارو په ضد د پاکستان د پوځ ضرب عضب عملیاتو له امله خپل کورونه او کاروبارونه پرېښودي وو خو تر اوسه ورته بيرته نه دي ستانه شوي.

په ياده سيمه کې دا وخت یوازې پوځي ځواک او امنیتي چارواکي پاتې کیږي. تیره میاشت په شمالي وزيرستان کې په امنیتي عسکرو یو شمیر بریدونه شوي چې پکې د اپریل په 14م ووه پاکستاني پوځیان وژلي شوي وو او دا رنګ د اپریل په 23 په یو بل وسله وال برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

د بريدونو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

په سیمه کې امنیتي چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط ډيوه ته وویل کور کمانډر لیفټیننټ جنرل فېض حمید د سفر مهال په دته خېل سیمه کې ځایي خلکو سره لیدلي او د هغوی سره يې په علاقه کې د یو شمیر ترقیاتي پروژو ژمنه کړې چې پکې د دته خېل بازار بیا رغونه، دته خېل کې کالج، بینک برانچ او د لوړه او دوه تويې سیمو سړک جوړول شامل دي.

د پاکستان پوځ په دې اړه په رسمي توګه څه خبر نه دې جاري کړیخو د سیمې نه بې کوره شوي خلک وایي اته کاله د کډوالې ژوند تیرولو دوی ستړی کړي او د دوی د ستنېدو غور څوک نه کوي چې په خپل کور د امن او خوشحالی ژوند تیر کړي.

په بنو کې میشت یو کډوال بیت الله وایي اته کاله کیږي چې بې کوره دي. هغه وویل لومړی په افغانستان کې وو او تیره میاشت د افغانستان نه بیرته بنو ته راغلي خو دوی ته یوه اسانتیا نه ده په ځایی کړې شوې.

هغه وویل دوی د علاقې امنیت ته لیواله دي او کور کمانډر دې لومړی په بشپړ ډول د دوی سیمې پاکې کړي چې تر هغه وروسته دا کډوال خپل علاقو ته واپس کړل شي.

د علاقې یو مشر میر عباس د کور کمانډر دا پروژې ستایي خو وایی دوی سره د بې کوره کولو په وخت په علاقه کې د امن په ځای کولو ژمنه شوې وه او تر ټولو لومړې دې هغه ژمنه پوره کړل شي.

هغه وویل د علاقې امنیت سره سکولونه کالجونه او د خلکو کورونه ضروري دي جې دا خلک پکې د امن او خوشحالی ژوند تیر کړي.

د سیمې یو بل مشر انور صادق وویل په دې کډوالۍ کې هیڅ کار روزګار نه لري او په بې کورۍ کې د نورو مشکلاتو سره مخ دی ځکه چې ماشومان بې تعلیم کیږي.

هغه وویل په علاقه کې د چلغوزو ځنګلونه او د کرومایټو غرونه لري خو دوی هغه ته نه پریښودل کیږي چې خپل معاش پرې برابر کړي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014 کې د وسله والو پرضد عملیات پيل کړي چې پکې ياده سيمه د وسله والو نه د پاکولو دعوې شوې.

خو ولې وخت په وخت په قبایلي ضلعو کې په پاکستاني عسکرو دغه رنګ بریدونه کیږي او په څنګ کې يې هدفي وژنې هم روانې دي چې ورسره د پاکستان د پوځ لخوا د عملیاتو په کامیابۍ او سېمې د ترهګرو نه د پاکولو په دعوو نيوکې راپورته کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG