دخیبر پښتونخوا په بنو سیمه کې د جاني خېل قام جرګې ویلي په حکومتي کچه د دوئ د امن غوښتنې نه منل کیږي او اوس به دوئ طالب وسله والو سره په خپله خبرې کوي.
جاني خېلو دا جرګه نن دجمعې په ورځ وروسته له هغې کړې چې په دې وروستیو کې پکې پرله پسې د هدفي وژنو پیښې شوي خو حکومتي چارواکي وایي دوئ سره شوې ژمنې په ځایې دي او سیمه کې یې د امنیت د ټینګښت پاره د پولیسو تاڼه جوړه کړی شوې ده.
جاني خېل د بنو ښار نه نزدې 30 کلومیټره لرې شمال لويديځ سیمه ده چې پولې يې د شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او لکي مروت ضلعو سره لګیدلي دي.
جاني خېل پرله پسې دامنیت د غوښتنې ترڅنګ دخپلې سیمې وسله والو نه پاکولو لپاره احتجاجي مظاهرې کوي او د تیر کال د مارچ په مياشت کې یې د څلورو تنکيو هلکانو د جسدونو موندلو وروسته اته ورځې او بیا د مئ په میاشت کې یې د یو قبایلي مشر د وژنې پرضد 28 ورځې پرلت وهلی ؤ.
دغه دواړه پرلتونه وروسته له هغې ځنډول شوي ووچې د صوبې وزيراعلا محمود خان او بيا د قامي مشرانو په منځګړیتوب د صوبې د يو وزیر او ضلعې انتظامیې د جاني خېلو سره معاهدې کړې وې او د دوئ غوښتنې يې منلې وې.
د وزیراعلا په مشرۍ معاهده کې په علاقه کې د امنیت ټينګولو، علاقه د وسله والو څخه پاکولو، د هلکانو په وژنه کې دککړو کسانو دنيولو او ورته دسزا ورکولو، او د علاقې نه د بې درکه کسانو مالومولو ويل شوي وؤ.
په علاقه کې د پي ټي ایم فعال او د جاني خېل قامې جرګې غړی لطیف وزیري وايي د دوئ په غوښتو تر اوسه هیڅ عمل نه دی شوی.
وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل سږکال تر دې مهاله نهه کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې پکې پینځه د ملیشې او پولیسو ځواک عسکر دي چې په رخصتۍ کورونو ته راغلي وو او دوه زنانه هم پکې شاملې دي.
لطیف وزیری زیاته کړه د دوی تر ټولو لویه ستونزه په علاقه کې هدفي وژنې دي، چې د علاقې خلک یې د پرېشانۍ سره مخ کړي دي، خو حکومت یې د نا امنۍ د مخنوي غوښتنه نه مني او د مرستو ورکولو ورته ویل کیږي.
هغه وویل مجبور شوي چې د طالب وسله سره د قام جرګې د لارې خبرې وکړي او د دوط د وژلو بندولو غوښتنه ترې وکړي.
د جاني خېل قامي جرګې یو غړي ملک مویز وویل د علاقې خلق غریب دي او هغه کورنۍ چې خپل خپلوان یې په پولیسو او ملیشه ځواک کې عسکر دي دسیمې په پریښولو مجبور شوي دي.
هغه وویل 2009م کې دغلته عملیات شوي وؤ او دا علاقې پاکې ګرځول شوي خو دوی ته بیا د امن پرځائ کولو د پاره د پوځي عملیاتو ویل کیږي. خو په عملي توګه د امن د باره ګامونه نه اخستل کیږي.
د ملک مویز په خبره یو خو د نا امنۍ سره مخ دي بل د صوبې اعلا وزیر د جاني خېلو دمحرومیو ختمولو لپاره دوئ ته دوو اربو روپو دپیکچ اعلان کړی ؤ هغه پیکچ د جاني خېلو داجتماعي کارونو په ځائ په سیاسي بنیادونو په شخصي کچه لګول کیږي.
هغه وویل دغلته وسله وال په خلاص مټ فعالیتونه کوي او چې څوک روټې ورکړي یا ورسره وویني بیا یې امنیتي ادارې بې درکه کوي چې دا سهولت کار دې او چې څوک یې نه ورکوي هغه بیا وسله وال وژني چې دا د ادارو جاسوسان دي.
هغه دا هم وویل چې د اتوار په ورځ به د قام مشران بیا جرګه کوي چې پکې به طالب وسله والو سره د خبرو کولو تګ لاره جوړوي.
وي او ای ډیوه د بنو پولیسو او دانتظامیې مشرانو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې ترلاسه نه کړو.
په سیمه کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه اخستو په شرط ډيوه ته وویل جاني خېل کې لویه ستونزه دا ده چې په کم شمیر وسله وال دي، هر چاته خپل قاتل معلوم دی خو څوک له ویرې د هغوی نوم په مقدمه کې نه شاملوي.
هغه د خبرو په اړه وویل دحکومت د وړاندې نه دا دریځ دی هغه وسله وال چې وسله کیږدي، د پاکستان ائین او قانون مني د هغوي پرضد به هیڅ کارروایي نه کیږي او چې کوم کسان قانون نه مني یا د وسله والو سهولت کار وي د هغوي پرضد به قانوني چلند کولی شي.
نوموړی وایي که دا جرګه څوک قانون منلو ته رضا کولی شي حکومت به یې ملاتړ کوي.