لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمسجدنبوي دپېښې پسر دسینیټ دبشري حقونو دکمیټې دغونډې رابللو پرېکړه شوې ده


رپوټونه وايي دمسجد نبوي دپيښې په تور د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه دتحريک انصاف ګوند دنورو مشرانو په ضد دمذهب د سپکاوي دمقدمې درج کولو پسر د سينيټ د بشري حقونو دکميټې دغونډې رابللو پريکړه شوې ده.

بل اړخ ته مخالفه سياستمدران او د وکيلانو دتنظيمونو مشران د تحريک انصاف ګوند د پنجاب دګورنر عمر سرفراز چيمه لخوا د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه نه د مرستو غوښتلو او د پنجاب هايکورټ دجج په ضد د ريفرينس ليږلو د پريکړو غندنه کوي او دا د ملکي دستور په ضد بولي.

مطبوعاتي رپوټونه وايي د تحريک انصاف ګوند د سينيټ دباندنيو چارو دکميټې مشر سينيټر وليد اقبال د غونډى رابللو پريکړه کړې ده چې پکې به جاج اخستل کیږي چې پاکستان کې د مذهب دسپکاوي دقانون لاندې مقدمات څنګه درج کيږي؟

کميټي به دا جاج هم اخلي چې د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه مدلګرو په ضد دمذهب دسپکاوي د قانون لاندې مقدمې درج کولو لپاره د فوجدارۍ دقانون په ١٩٦مه ماده څومره عمل شوى دى.

په دې وروستیو کې دسعودي عرب دمدینې ښار په مسجد نبوي کې د وزير اعظم شهباز شريف پلاوي کې شامل دوو مرکزي وزيرانو پسې دسپکاوي د ډکو نعرو وهل کیدو پسر د پنجاب فيصل اباد ښار په یوه پولیس تاڼه کې د پخواني وزير اعظم عمران خان او د هغه د نزدې ملګرو په شمول د١٥٠ نه د زياتو کسانو په ضد د مذهب د سپکاوي مقدمه درج شوې ده .

اسلام اباد هايکورټ حکومت دغه مقدمه کې د نومول شوؤ تنانو د ګرفتارۍ نه منعې کړى ؤ او دجمعى په ورځ هم دغه مقدمه کې نومول شوی دعمران خان پخوانی سلا کار شهباز ګل اسلام اباد هایکورټ ته وړاندې شوی دی.

عدالت دې مقدمه کې د نیولو نه وړاندې شهباز ګل ته ورکړل شوی ضمانت تر ٩ مئ غځولى دى .

په عین حال کې لاهور هايکوټ هم دې مقدمه کې دنومول شوي پخواني داخله وزیر اؤ دعمران خان دنزدې ملګري شيخ رشيد د ګرفتارۍ نه وړاندې دضمانت خواست منظور کړى دى.

بل اړخ ته هم د پنجاب صوبى ګوجرانواله سيمه کې د کورنيو چارو د وزير رانا ثنا لله په شمول د مسلم ليګ نواز ګوند د يو شمير ليډرانو په ضد د مذهب دسپکاوي د قانون لاندې دمقدمې درج کولو خواست شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چي پخواني وزير اعظم دنوؤ انتخاباتو لپاره د روانې میاشتې په پائ کې دخپلو لکونو پلویانو سره پلازمینه اسلام اباد کې داحتجاجي پرلت اعلان کړی دی اؤ وایي ترهغې به دا پرلت دوام لري ترڅو چې دنوؤ ټولټاکنو اعلان نه وي شوی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG