لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خېبر ضلع: د یو ځایي خبریال د ګرفتاره کېدو په خلاف د صحافیانو احتجاجي مظاهره شوې ده


(وي او اې - اردو سروس) - د خیبر قبایلي ضلعې صحافیانو د خبریال خادم خان افریدي د ګرفتاره کېدو په ضد د ګل/دوشنبې په ورځ د باړه پرېس کلب مخې ته احتجاجي مظاهره کړې او د هغه د فوري راخوشې کېدل یې غوښتي دي.

په دې احتجاجي مظاهره کې د خېبر ضلعې خبریالانو، د ځایي پرېس کلبونو چارواکو، او د مختلفو سیاسي ګوندونو او سېول سوسایټۍ د تنظیمونو سره تعلق لرونکو کسانو برخه اخېستې وه. هغو د خادم خان افریدي د نیول کېدو د واقعې آزادانه تحقیقات وغوښتل.

خادم خان افریدی چې پخوا د خیبر ضلعې په باړه تحصیل کې د پرېس کلب صدر پاته شوی و، د زیارت/پنجشنبې په ورځ د ترهګرۍ ضد پولیسو له خوا ونیول شو.

د باړه پرېس کلب یو پخوانی مشر حسین افریدی وایي، د خادم خان افریدي د نیول کېدو نه پس د ترهګرۍ ضد پولیسو پخپل وېبسایټ ولیکل چې ګني یو مطلوب او په مبینه توګه یو ترهګر یې نیولی دی، مګر وروسته دا لیکنه د ترهګرۍ ضد پولیسو د وېبسایټ نه لېرې کړی شوه.

د ترهګرۍ ضد پولیسو ویلي چې خادم افریدی یې په ګلبهار علاقه کې د ترهګرۍ د یوې پېښې د مقدمې په تړاو نیولی چې په ۲۰۱۳ کال کې درج کړی شوې وه.

د باړه پرېس کلب یو پخوانی صدر حسین افریدی وایي، د ۲۰۱۳ کال د ګلبهار پېښې په مهال خادم خان افریدی په پېښور پوهنتون کې طالب علم و. حسین افریدی زیاتوي چې خادم خان په تېرو څو میاشتو کې باړه تحصیل کې د کارخانو او پولیسو په مبینه کاروایانو باندې څه رپوټونه جوړ کړي و. د حسین افریدي وینا ده چې دا کارخانې د ځینو بااثره اشخاصو دي چې هغو خادم افریدی په پخوانۍ مقدمه کې شامل کړی دی.

وي او اې څو ځله کوشش وکړ چې په دې قضیه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو او د خېبر ضلعې د پولیسو موقف معلوم کړي، خو د هغوی نه څه جواب ترلاسه نشو.

د سرکاري غونډو بائیکاټ

د خېبر ضلعې سره تعلق ساتونکو خبریالانو د تېرې جمعې راهیسي په هغه ضلع کې د هر ډول سرکاري غونډو او د منتخبو نمایندګانو په اړه د کورېج بائیکاټ کړی دی.

د خبریالانو په مشترکه غونډه کې د خیبر ضلعې د لنډي کوتل، جمرود او باړه تحصیلونو د پرېس کلبونو سره تعلق لرونکو خبریالانو د حکومت او امنیتي ادارو نه وغوښتل چې خادم خان افریدی دې په فوري توګه خوشې کړي او د واقعې آزادانه تحقیق ته دې یو عدالتي کمېشن جوړ کړی شي.

د خېبر ضلعې د درې واړو پرېس کلبونو خبریالانو پخپلې مشترکه فېصلې کې وویل چې د خادم خان افریدي د آزادېدو پورې به دوی د ټولو سرکاري او منتخبو نمایندګانو د غونډو بائیکاټ جاري ساتي او که هغه آزاد نشو، نو دوی به د اسلام آباد نېشنل پرېس کلب، د وزیراعلی هاوس، او د خیبرپښتونخوا آی جې پي د دفتر مخې ته هم احتجاجي مظاهرې وکړي.

سرکاري موقف

تر اوسه د خادم افریدي د ګرفتارۍ په اړه د خیبرپښتونخوا حکومت کوم دریځ مخې ته ندی راغلی، مګر د باړه تحصیل نه د تحریک انصاف ګوند سره تعلق ساتونکی د صوبائي اسمبلې غړي شفیق افریدي د اتوار په ورځ وزیراعلی محمود خان سره ملاقات کړی او وروسته یې په یو بیان کې ویلي چې د وزیراعلی پام یې دې مسئلې ته راګرځولی دی.

د هغه وینا ده چې خادم افریدی به ډېر ژر له قیده خوشې کړی شي.

د خیبر ضلعې نه د تحریک انصاف ګوند سره تعلق ساتونکی د قامي اسمبلې غړي اقبال افریدي هم په یو بیان کې ډاډ ورکړی چې خادم افریدی به ډېر ژر له قیده آزاد شي.

د رسنیو پر ازادۍ نظر لرونکي نړیوال وایي په پاکستان کې د خبریالانو په وړاندې په تېرو څو کلونو کې د زغم نشتوالی او تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د خبریالانو د ژغورنې نړیوال تنظیم آر ایس ایف یا بې پولې خبریالان پخپل یو وروستي رپوټ کې ویلي، چې د رسنیو د ازادۍ په برخه کې پاکستان په 2018م کال کې په 180 هېوادونو کې پر 130 نمبر وو خو په تېر 2021م کال کې له 145 نمبر راتلو سره نور کښته راغلی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG