بلوچستان - د پښتونخوا او بلوچستان منځنۍ سيمې شيراني کې د کسۍ په غره لګېدلی اور د ابادۍ لوري ته نېږدې شوی او د دې اورلګېدنې له امله د سترې انساني ضياع ويره هم ښودل شوې ده.
د سيمې د ځايي خلکو په خبره اور د غره هغو سيمو ته رسېدلی چيري چې ځايي کلي او ابادۍ دي.
د ملت پاله پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سيکرټري رضا محمد رضا د کېسې غره د اور له کبله مړه شویو دریو تنو فاتحې لپاره کلي څمزي ته تللی و او هلته يې په خپله ليدلي چې د غره اور د کليو لوري ته په تېزۍ سره ور روان دی.
رضا محمد رضا د ټيلي فون له لارې ډيوه ته وويل، دوی په خپلو سترګو ويني چې اور زيات دی او په لنډ وخت کې تر کلي رسېدی شي.
د ښاغلي رضا وینا وه چې، "موږ په فاتحه کې ناست و په خپله مو وليده چې اور په نېږدې غره را واووښت. دا کلی څمزی نومېږي او دلته څلويښت پنځوس کورونه دي. دا د ځنګله په ميان کې راګېر دي. موږ د غمجن کور ځيني غړي، ماشومان له ځانه سره راروان کړي او خوندي ځای ته يې بيايو خو له مرکزي او صوبايي حکومت او اړوند چارواکو څخه خواست کوو چې دا خلک دې وژغوري."
د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دې غړي زیاته کړه چې اور لګېدنې ته نږدې نور کلي هم پراته دي، او که د هغه ځای ټول خلک خوندي ځای ته فورآ ونه لېږدول شي، نو انساني زیان به پېښ شي.
د چارواکو په خبره د مې میاشتې په ۱۸مه، د لګېدلي اور له کبله د ضلع شيراني د يونين کونسل سرلکي په شرغلي غرنۍ سيمه کې د اور د وژنې لپاره غره ته ختلي اوه کسانو کې درې تنه مړه شوي او درې په ټپي او يو خوندي حالت کې ژغورل شوی و.
د سيمې اوسېدونکی شيرباز خان شيراني و ډيوه ته وويل چې هلته واړه واړه پينځلس، شپاړس کلي دي چې د اور د خطرې سره مخ دي.
شیرباز خان شیراني زیاته کړه: "شرغلی، وله شاحل، لنډيان، ژړ او نور شاوخوا شپاړس، اوولس داسې کلي دي چې په غره کې اباد دي، دغه کلي لدې اور څخه زيات اغېزمن شوي دي او د نور انساني زيان ويره ده، د انسانانو تر څنګ څاروي هم له زيات خطر سره مخ دي ولې چې د خوراک کمي ده، او د ژغورنې عمليات د نشت برابر دي".
د ضلع شيراني مرستیال کمېشنر اعجاز احمد جعفر ډيوه ته ویلي چې اور لا هم پر مخ روان دی، په بېلا بېلو ځايونو کې لګېدلی دی او نن د اتوار/يکشنبې په ورځ يادو سيمو ته د اور د نېږدې رسېدلو خبر ورکول شوی دی.
هغه وويل، دوی پينځلس خېمې و يادې سيمې ته لېږلې، وايي د چارواکو له لوري د څمزي او نورو نېږدې کليو خلکو ته ويل شوي و چې دوی دې خوندي ځای ته راکډه شي خو کليوالو دا خبره هغه وخت نه وه ورسره منلې.
اور څنګه ولګېد؟
د چارواکو په خبره د مې د مياشتې پر نهمه د خېبر پښتونخوا صوبې له لوري په کسۍ غره کې د تندر يا اسماني بجلی لويدو له عمله اور لګېدلی و، پر ديارلسمه د مې د بلوچستان و غرنۍ سيمه ته رسېدلی و او له هغه وروسته دويم اور هم د پښتونخوا له لوري په غره لګېدلی و او دغه اور د بلوچستان صوبې شيراني ضلعې د کسۍ غره د سليمان تخت و لوري ته رااوښتی او لا هم دغه اور مخ پر زياتېدو دی. د ژوب د کميشنر بشير بازي په خبره د دويم اور د لګېدو لامل لا ندی معلوم خو دوی يې پلټنې کوي.
بل پلو عوامي نیشنل ګوند (اې اېن پي) د دې اور د نه وژل کېدو پر ضد د خالي/شنبې په ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته یوه احتجاجي مظاهره وکړه او د دغه ګوند مشرانو تور ولګاوه چې د پښتنو وسایل د قصده له منځه وړل کیږي.
مظاهرې ته خپله وینا کې دعوامي نیشنل ګوند وتلي مشر میا افتخار حسین ویلي زمونږ معدنیات تباه کړل شول اؤ اوس مو ځنګلونه هم سوځول کیږي.
د اې اېن پي نورو مشرانو هم حکومت د پښتنو د قدرتي وسایلو په تباه کولو تورن کړ. خو دې کسانو داسې څه ثبونه وړاندې نکړل چې د کسۍ غره اورلګېدنه کوم قصدي عمل ښکاره کړي.
د کسۍ د غره ارزښت
د غېر ملکي ادارو د څېړنيزو رپورټونو تر مخه د شيراني د کسۍ غر د نړۍ تر ټولو لوی او خالص د زڼغوزيو ځنګل لري چې د کال درې نيم اربه روپۍ حاصل ورکوي.
د رپورټونو تر مخه په تيرو دوو انيو کې د زنغوزي د ځنګله تر پينځه دېرش سلنه زياته برخه سوځول شوې ده، او وايي که پر وخت اور قابو نه کړی شو نو وېره ده چې د ځنګله نوره برخه هم وسوځول شي.
د پښتونخو املي عوامي ګوند د مرکزي سيکرټري اطلاعات رضا محمد رضا په خبره د کسې غر او د ځنګل زيات تاريخي، کلتوري او معاشي ارزښت لري. هغه له حکومت او نړيوالو ادارو وغوښته چې د دې په ژغورلو کې دې سنجیده ګامونه واخلي.
د ښاغلي رضا په وینا، "دا يو ډېر لوی تاريخي غر دی، دا د سليمان ع س، دا د ټول پښتون افغان مرکز دی، دا د زرګونو کالو ځنګلونه دي، دا ډيره لويه اثاثه ده، لوی دولت دی، دا ټول د تباهي پر لوري روان دي. دا د ميلينونو انسانانو د ډوډۍ مسله ده، دا زموږ د تهذيب مسله ده."
د اور قابو کولو هڅې
د شيراني ضلعې د مرستيال کميشنر اعجازاحمد جعفر په خبره د پاکستان ټولې اړوند ادارې هلته د خلکو د ژغورنې او د اور د وژنې په کار بوختې دي.
هغه وويل، د پاکستان د پوځ له دوو هيلي کاپټرو د اور وژنې کار اخيستل کېږې، او همسايه ملک ايران، د پاکستان د مرکزي حکومت په غوښتنه، د اور د مړه کولو لپاره ځانګړی جهاز شيراني ته د ورلېږلو وعده کړې ده، خو په خبره يې چې تر اوسه هغه جهاز پاکستان ته لا ندی رارسېدلی او ښايي تر سبا پورې راورسېږي.
اعجاز جعفر وويل د اور مخه نيولو لپاره يې د غره په بېلا بيلو سيمو کې مځکه او ونې پرېکړې دې چې اور هم هلته ختم شي وايي دا عمل به څه نه څه ګټه ضرور وکړي، خو د سيمې خلک د حکومت اخيستلي ګامونه د اور وژنې لپاره پوره نه ګڼي او په هر قيمت او لنډ وخت کې د اور وژنې غوښتنه کوي.