لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ کې د وزیر اعلا پرضد دبې باورۍ تحريک ناکامه شوی


د پنجشنبې يا زيارت په ورځ د بلوچستان د ايالتي اسمبلۍ غونډه را بلل شوې وه تر څو داسمبلۍ غړي دصوبې د اعلا وزير مير عبدالقدوس بزنجو پر ضد دبې باورۍ په تحريک خپلې رایې ورکړي‌.

د بې باورۍ په تحريک د رايو اخستلو لپاره د بلوچستان عوامي ګوند د ايالتي اسمبلۍ غړي ظهور بليدي تحريک وړاندې کړو.

د اسمبلۍ سپيکر سردار بابر موسا خیل داسمبلۍ له غړو وغوښتل چې باید د تحريک په حق کې غړي پر خپلو ځايونو ولاړ شي، خو پر دې وخت يوازې يولوس غړي ولاړ شول.

د بې باورۍ د تحريک کامیابیدو لپاره د هغو څوارلسو غړو ولاړیدل او حاضري ضروري وه، کومو چې د تحريک د وړاندې کېدو پر خواست لاسلیکونه کړي وؤ، خوچې کله تحريک وړاندې شو نو په دې کې درې غړي پر موقعه موجود نه وؤ نو ځکه تحريک تر وړاندې کېدو له مخه ناکامه شو او رايې ورباندې نه واخيستل شوې۔

له هم دې کبله د اسمبلې سپيکر سردار بابر خان موسا خېل وويل"تحريک عدم اعتماد ځکه نه شي وړاندې کېدای چې ستاسو غړي پوره نه دي"

د اسمبلۍ له غونډې وروسته رسنيو سره په خبرو کې پخواني وزير اعلا جام کمال په شريک خبري کانفرنس کې وويل، دوی خبر ؤ چې شمېر يې پوره نه دی خو وايي بيا هم دوئ ځکه دا کار وکړ چې دا معلومه شي چې د قدوس بزنجو د حکومت ضد خبرې کوونکي غړي په عمل کې هم د هغه پر ضد کوم ګام اخلي کنه، وايي داسې ونه شوه،

" يوازې زموږ د ګوند د غړو شمېر خو له اولې ورځې هم نه پوره کيده، که داسې وای موږ به په خپله تحريک جمع کړی وای، خو موږ وويل ځه! چې موږ اته يو، لس يو، دولس يو، هر څو يو، جمع به يې کړو، او دا مو خيال و چې کوم خلک د قدوس بزنجو حکومت ناسم ګڼی، يا بد ورته وايي، يا يې دا ويل چې د قدوس بزنجو په راوستلو کې د دوی لاس نسته، نو موږ هغه د اسمبلۍ، د دوی او د اولس په مخ کې کېښوده"

پر 18 مې د بلوچستان عوامي ګوند يا باپ مشر او پخواني وزير اعلا جام کمال، د پاکستان تحريک انصاف ګوند پارلماني مشر سردار يار محمد رند او د ملتپاله عوامي نيشنل ګوند ايالتي مشر اصغر خان اڅکزي په ګډه سره د بې باورې د تحريک درخواست په اسمبلۍ کې جمع کړی ؤ۔

پر دې خواست د څوارلسو غړو لاسلیکونه موجود وؤ، دوئ هغه وخت رسنيو ته ويلي وؤ چې د اعلا وزير ميرعبدالقدوس بزنجو حکومت په پوره توګه ناکامه شوی او دوی له دې لارې د هغه حکومت ختموي۔

بلوچستان کې اسمبلۍ کې ټول 65 غړي دي، د کوم چې شل سلنه يعنې 13 غړي ضروري وي چې د عدم اعتماد د وړاندې کېدو پر وخت په غوڼده کې حاضر وي، له وړاندې کېدو ورستو پر تحريک رايې اخيستل کېږي، د تحريک د کاميابه کېدو يا نا کامه کېدو لپاره د 33 غړو راېې حاصلول ضروري وي۔

د عبدالقدوس بزنجو پر ضد د بې باورۍ د تحريک پر درخواست د بلوچستان عوامي ګوند د اوو(7) غړو، د پاکستان تحريک انصاف د څلورو او د ای اين پي د دریوؤ غړو لاسلیکونه شوي وؤ، خو د تېرې ورځې په اجلاس کې د باپ، ای اين پي او پي ټي اي يو، يو غړی نه و حاضر شوی۔

وزير اعلی ميرعبدالقدوس بزنجو د ده پر ضد جمع کړل شوي د بې باورۍ د تحريک په اړه وويل، دا د سياست برخه ده، او د جمهوريت ښايست دی خو هغه وويل، د بې باورۍ د تحريک د راوړلو لپاره د وخت انتخاب سم نه ؤ،

د قدوس بزنجو پرضد تحريک چلونکي پخواني وزير اعلا جام کمال له رسنيو سره په خپلو خبرو کې دا هم وويل، په قامي اسمبلۍ کې يې د پاکستان د پخواني وزير اعظم عمران خان په ليري کولو کې د پاکستان جمهوري غورځنګ يا پي ډي ايم ملاتړ په دې شرط کړی ؤ چې د پي ډي ايم ګوندونه به د بلوچستان په ايالتي اسمبلۍ کې د دوی ملاتړ کوي .

خو هغه وویل نه پوهيږي پي ډي ايم له دوی سره کړې ژمنې ولي پوره نه کړې؟

هغه وويل له سياسي ملګرو سره به صلاح مشوره کوي، چې نور په قامي اسمبلۍ کې د اوسنې حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي او که نه؟

خو د پي ډي ايم مهم غړي او دبلوڅ قامپاله ګوند بي اين پي مشر سردار اختر مينګل په خپل يو بيان کې د جام کمال دا خبره رد کړې او ويلي يې دي چې د پي ډي ايم او بلوچستان عوامي ګوند تر مينځ هيڅ کوم تړون يا هوکړه نه ده شوې.

تېر کال په ستمبر مياشت کې بلوچستان نيشنل ګوند (باپ) او جمعيت علما اسلام د هغه وخت د اعلا وزير جام کمال پرضد تحريک عدم اعتماد جمع کړی ؤ،

د عدم اعتماد تحريک تر وړاندې کيدو وړاندې وزير اعلا جام کمال استعفا ورکړې وه او د جام کمال پځائ د بلوچستان عوامي ګوند غړی مير عبدالقدوس بزنجو وزير اعلا و ټاکل شو۔

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG