لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

موډیز د پاکستان د اقتصادي وضعې اندازه د مثبت نه منفي ته راکمه کړې


واشنګټن ـــ د نړیوالو ملکونو او کمپنو د قرض اخستو د اعتبار او مالي حېثیت د څېړنې ادارې موډیز د پاکستان د ملکي ضرورتونو پوره کولو لپاره اضافي بهرنیو قرضو ترلاسه کولو کې غېر یقیني حالاتو له کبله د پاکستان اقتصادي وضعې اندازه د مثبت نه منفي ته راکمه کړې.

موډیز د زیارت- پنجشنبې په ورځ‌ په خپله وېبپاڼه ورکړي یو بیان کې ویلي د زیاتې شوې ګرانۍ له وجې د پاکستان د بهرنیو قرضو لپاره خطره زیاته شوې کوم چې د ملک په کرنټ اکاونټ،‌ کرنسۍ او بهرنۍ زرمبادله ذخایرو باندې نور زیات دباو اچوي. موډیز زیاته کړې پاکستان کې د سیاسي او ټوله نیز خطرو له وجې دغه دباو په خصوصي توګه باندې زیات شوی.

موډیز ویلي د پاکستاني ادارو او واکمنۍ کمزورتیاوو د ملک اقتصادي تګلارې د راتلونکې په اړه بې یقیني نوره هم زیاته کړې چې پکې دا خبره هم شامله ده چې آیا پاکستان به د نړیوالې مالیاتي ادارې،‌ آي اېم اېف لخوا د قرض پروګرام سرته ورسوي او د اعتبار وړ یو داسۍ تګلاره به په ځای وساتي او که نه چې د بهرنیو قرضو اخستو مرسته وکړي.‌

موډیز په نړیوال مارکېټ‌ کې د بانډونو د لارې اخستل شوو قرضونو په سر سود ورکولو لپاره د پاکستان B3 معیار په ځاې ساتلی. پاکستان د نړیوال سکوک پروګرام لاندې په نړیوال مارکېټ‌ کې د قرضو ترلاسه کولو لپاره بانډونه خرڅوي کوم ته چې د پاکستان د حکومت اعتبار حاصل وي او دغه قرض د سود سره بېرته ورکول د حکومت نېغ په نېغه ذمه واري وي.‌

موډیز ویلي د پاکستان B3 رېټنګ په ځاې ساتلو فېصله د موډیز په دې مفروضه شوې چې پاکستان به د آي اېم اېف سره د قرضې په اړه اوومه جاېزه باندې د روان کال په دوېمه برخه کې یو نتیجې ته ورسي او د آي اېم اېف سره به په راتلونکي کې د قرضو په اړه خپلې معاملې روانې ساتي چې له کبله به یې پاکستان د نورو مالي‌ ادارو او ملکونو نه زیاتي قرضې تر لاسه کړي.

پاکستان د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف نه د شپږ ارب ډالره قرضې پروګرام لاندې راتلونکي قسط تر لاسه کولو په سر خبرې اترې کوي. آي اېم اېف د شپږ ارب ډالره قرض پروګرام لاندې پاکستان ته د ۹۰۰ ملین ډالره قسط ورکولو جاج اخلي.

موډيز ويلي پاکستان به ددې قابل وي چې راتلونکو څو کلونو پورې په سمدستي توګه پکار ضرورتونو لپاره پکار د لنډې مودې قرضې تر لاسه کړي.‌

موډیز ويلي دوی امکان ویني چې نړۍ کې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کال کې د معمول ژوند د استعمال څیزونو زیاتو بیعو له کبله به د پاکستان کرنټ اکاونټ د ډېر زیات دباو لاندې وي.

د ۲۰۲۱ جولايي میاشت نه د ۲۰۲۲ اپرېل میاشت پورې روان مالي کال کې د پاکستان کرنټ ‌اکاونټ خساره ۱۳.۸ ارب ډالر ته رسېدلې ده.‌ ددې وړاندې د تېر مالي‌ کال په دغه هومره موده کې د پاکستان کرنټ اکاونټ خساره ۵۴۳ ملین ډالره وه.

د موډیز ترمخه په مالي اکاونټ کې د برابر پېسو راتلو د نشتوالي له وجې د کرنټ اکاونټ خساره په تېزۍ سره زیاته شوې چې د هغې په نتیجه کې د پاکستان د بهرنیو زرمبادله ذخېرې په لویه کچه کمې شوي.

د آي اېم اېف شمېرې ښيي چې د روان کال د اپرېل آخر پورې د پاکستان زرمبادله ذخیرې ۹.۷ ارب ډالر ته راکمې شوي چې د دوه میاشتو نه هم کمې مودې درامداتو لپاره پوره دي. ددې وړاندې د ۲۰۲۱ کال جولايي میاشت آخر پورې د پاکستان زرمبادله ذخیرې ۱۸.۹ ارب ډالره وې.‌

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG