د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وایي په قبایلي ضلعو کې یو وارې بیا دیوې نوې جګړې اغاز شوی چې تاوان به یې ددې سیمې ولس ته اوړي.
هغه دپاکستان دحکومت اؤ تحریک طالبان ترمنځ په کیدونکو مذاکراتو پوښتنې راولاړې کړي اؤ ویلي یې دي چې که مذاکرات کیږي نو هغو خلکو ته به څه ځواب ویل کیږي چې دجنګونو دلاسه ځانې اؤ او مالي زیانونو سره مخ شوي دي.
نن داتوار یا یکشنبې په ورځ پښتون ژغورنې غورځنګ د جنوبي وزیرستان مرکز واڼه کې د شمالي وزیرستان دخړ کمر، دجنوبي وزیرستان دپي ټي ایم دفعال سردار عارف وزیر د وژنې او په دریم جون 2018 کې وانه سیمه کې په غورځنګ شوي وسله وال برید کې د وژل شوؤ کسانو په یاد کې یوه لویه ولسي غونډه کړې.
غونډې ته د وینا پرمهال وینا والو د سیمې د وسایلو په لوټل کیدو او دنا امنۍ په پیښو اندېښنې ښکاره کړې دي.
غونډه کې د بې درکه کسانو د خپلو خپلوانو ترڅنګ زنانه هم ګډون کړی ؤ او په لاسونو کې یې د بې درکه کسانه عکسونه پورته کړي وؤ.
غونډدې ته د وینا پرمهال منظور پشتین تور پورې کړو چې بیا دغلته د یو نوي جنګ اغاز شوی چې تاوان به یې ددغه ځایې ولس ته اوړي.
د پي ټي اېم مشر دغه تور په داسې وخت کې لګولی چې د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو کې په وروستيو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
ښاغلي پشتین وویل دپاکستان دحکومت او د تحریک طالبان ترمینځ په داسې حال کې خبرې روانې دي چې تیرو دوؤ لسیزو نه دغلته د تندروۍ پرضد عملیات شوي چې پکې عام ولس ته ځاني او مالي نقصان اوښتی دی.
هغه وویل ددې عملیاتو له امله دسیمې خلک د خپلو کورونو په پریښولو مجبور شوي او دترهګرۍ په تور په زرګونو خلک بې درکه دي. خپل خپلوان یې د کلونو نه په لټون کې دي او درک یې نه مالومیږي .
هغه زیاته کړې "که مذاکرات کیږي دغو خلکو ته به څه ځواب ویل کیږي چې جنګونو دلاسه جاني او مالي نقصاناتو سره مخ شوي"
د پاکستان حکومت وایي پوځ عملیاتو کې وسله والو ته پراخه زیانونه اړولي او د هغوي ملا یې ماته کړې ده اؤ ددې ترڅنګ پوځ هم دعوې کوي چې دپوځي عملیاتو پایله کې یې دغه سیمې دترهګرو نه پاکې کړې دي.
منظور پشتین وویل دې نه وړاندې دغلته معاهدې شوي او چې کله دا معاهدې ماتې شوي،نو یو وارې بیا په سیمه کې عملیات شوي چې له وجې یې د علاقې خلک په کډه کولو مجبور شوي، کورونه بازارونه او کاروبارونه یې وران ویجاړ شوي دي .
هغه وویل د دې ذمه وار به څوک وي چې دغلته به بیا ناامني نه راوړل کیږي او نه به بیا د نامنۍ په وجه عملیات کیږي.
د پاکستان حکومت وایي که وسله وال طالبان وسله کیږدي او د پاکستان ایین مني د هغوی پرضد به هیڅ ډول کاروایي نه کیږي.
دحکومت وینا ده چې څوک وسله نه ږدي او د ریاست پرخلاف جنګ کوي د هغوی پرضد به د دښمن په څیر چلند کیږي.
سرچینو وي او ای ډیوه ته ويلي پاکستاني چارواکو سره روانو دټي ټي پي روانو مذاکراتو کې د قېديانو په خوشې کولو، قبایلي ضلعو نه د پوځ د څه برخې په ویستلو او ملاکنډ ډويژن کې د نظام عدل ريګولېشن په عملي کولو دواړه خواوې تر ډيره حده سلا شوې دي.
د سرچینو وینا ده چې د ټي ټي پي لخوا د خپل تنظيمې نظام سره په بېرته راستنیدو، دقبايلي ضلعو د انضمام په ختمولو، د پوځ مکمله انخلا او د ډرون بريدونو په بشپړه توګه د ودرولو په اړه لا هم خبرې روانې دي.
منظور پشتین ویلي د ناامنۍ په بهانه په علاقه کې د اربونو روپو وسایل لوټل کیږي چې پکې په زیات شمیر کرومایټ شامل دي .
هغه وویل د شمالي وزیرستان شوال او دته خېل تحصیلونو ته ځکه کډوال نه واپس کړل کیږي چې دغلته د اربونو روپو جلغوزه او دکرومایټو پوره پوره غرونه دي خو دې ځایې ته عامو خلکو ته تلو اجازه نه ورکړل کیږي او د دوی د قدرتي وسایلو لوټل روان دي.
حکومتي چارواکي وایي دغلته د پاکۍ عملیات روان دي او چې کله دا سیمې پاکې کړل شي او ټولې اسانتیا پکې په ځایې کړي نو ددغو علاقو خلک به خپلو سیمو ته ستانه کړي.
منظور پشتین د وینا پرمهال سردار عارف وزیر، د علي وزیر په کاروان شوي برید او خړکمر پیښه کې وژل شوي کسانو ته درناوی وړاندې کړو او وئ ویل تر اوسه په دې پېښو کې وژل شوو کسانو ته انصاف ور نه کړی شو.
منظور پشتین وایي د دوی دغوښتنو منل کیدو په ځائ د دوی پرخلاف د ملک په ګوټ ګوټ کې مقدمې درج شوې او د دوی پلویان زندانونو کې بندیوان کړی شول چې پکې د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر، حنیف پښتین، قاضي طاهر او اویس ابدال شامل دي.
هغه ویلي تر اوسه نه خو د دوی د وژل شوؤ کسانو مقدمې درج شوي او نه چاته سزاګانې ورکړل شوي دي.
منظور پشتین د پاکستان په میډیا نیوکې کړي او ویلي يې دي چې په میډیا کې دوی ته د ځای ورکولو په ځای د دوي پرخلاف منفي پروپیګنډې اؤ خبرونه خپرول کیږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ دې تورونو ته تر اوسه حکومت یا پوځ څه ځواب نه دی ویلی خو پي ټي ایم وایي دوی د خپلو حقونو تر لاسه کولو لپاره په پرامنه توګه مبارزه کوي .
د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې په دوی دا تورونه لګولي وؤ چې پښتون ژغورنې غورځنګ مشران د هندوستان په لمسه او پیسو د پاکستان خلاف کار کوي او په نړۍ کې یې بدناموي خو منظور پشتین وایي د دغه تور د پاره دې کمیشن جوړ شي چې دا څومره حقیقت لري.