لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

وزیرستان، خېبر: ماين چاودنو کې يو ماشوم او بل تن ژوبل او معذوره شوي


د جنوبي وزيرستان د ماين چاودنو له امله معذوره شوو وخت په وخت احتجاجونه کړي
د جنوبي وزيرستان د ماين چاودنو له امله معذوره شوو وخت په وخت احتجاجونه کړي

په قبایلي ضلعو جنوبي وزیرستان او خېبر کې د ماين چاودنو دوه بیلا بیلې پیښې شوې چې پکې د یو ماشوم په ګډون دوه کسان ژوبل شوي دي. د ماين چاودنو دا تازه پېښې د علاقې پولیسو تاييد کړي دي.

د جنوبي وزيرستان د لدها پولیس تاڼې چارواکي وایي ماین چاودنه تیره ورځ د جنوبي وزیرستان لدها تحصیل په وادي بدر مانزه سیمه کې شوې چې پکې د اسماعیل په نوم یو 35 کلن ځوان ژوبل شوی دی.

د پولیسو په وینا ژوبل تن د درملنې لپاره په واڼه سیمه کې پوځي روغتون ته وړل شوی دی. خو په چاودنه کې يې یوه پښه پرې شوې ده.

د ژوبل تن یو خپلوان جنت خان وي او اې ډیوه ته وویل ماین چاودنه د کور سره نیزدې په لار کې پرې شوې ده.

هغه وویل اسماعیل غریب تن دی او په علاقه کې به یې د کور معاش برابرولو د پاره د ورځې په سر مزدوري کوله.

هغه زیاته کړه په علاقه کې ماینونه خواره دي هره ورځ یې چاودنې کیږي په دې اړه يې حکومتي او پوځي چارواکي خبر کړي او د پاکولو د پاره يې احتجاجي مظاهرې هم کړې خو د دوی دا غوښتنه نه اوریدل کیږي.

تازه نيوکو ته د چارواکو لخوا کوم ځواب نه دی ترلاسه شوی خو د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار د روان کال د جنورۍ په پینځمه خبري غونډې ته ویلي وو، په 2021 کال کې په قبايلي ضلعو کې د ماينونو پاکولو دپاره 95 ټيمونه په ځای شوي دي او د ماينونو پاکولو په وخت امنیتي سرتیري وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د ماين چاودنې بله پیښه تیره ورځ د خیبر قبایلي ضلعې په تیراه سیمه کې شوې او د پولیسو په وینا چاودنه کې د نوشاد اپریدي په نوم یو ماشوم ژوبل شوی او په یوه پښه معزوره شوی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین په دې پیښو اندېښنه څرګنده کړې او په ټیوټر يې لیکلي په سیمه کې نور هم د ماینونو خطر شته دی.

هغه ویلي د پښتون وطن ځايي ولس په خپل تاریخی وطن کې یو مشکل او ذلیل وخت تیرولو ته مجبور کړی شوی دی.

د پي ټي ایم د لومړې ورځې نه دا غوښتنه ده چې ماینونه دې لرې کړل شي خو ریاست یې دا غوښتنه تر اوسه نه ده منلې چې له امله زیات زیان پکې د ځایي خلکو کیږي.

پشتین ویلي چې تر څو د ولس د غوښتنې نه وی منل شوې پی ټی ایم به هم ښه په کلکه خپل کوششونه جاري ساتي.

پي ټي ایم دعوخ کوي په قبایلي ضلعو کې په دې ورستیو څو کلنو کې نیزدې 400 نه زیات کسان د ماین چاودنو ښکار شوي دي، چې زیاتره پکې ښځې او ماشومان دي.

د جنوبي وزیرستان نه د پي ټی ایم فعال رحمت شاه وایي د پاکستان په صوبایي او مرکزي پارلیمان، سېنېټ کې په دغه موضوع خبرې شوي او د پیښور هایکورټ هم د ماین پاکۍ امر کړی خو تر اوسه د ماینونو پاکولو لپاره څه عملي ګامونه نه دي اخستل شوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG