لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزیر په ضلع جنوبي وزیرستان کې د انټرنیټ بندېدو په ضد احتجاج شوی


ډېره اسماعیل خان ــــ د افغانستان سره په پوله جنګ ځپلې قبایلي ضلعې جنوبي وزيرستان ځایي خلکو د موبایل انټرنيټ تهري جي او فورجي بنديدو په ضد احتجاجي مظاهره کړې ده.

د جمعې په ورځ په دې احتجاجي مظاهره کې په لسګونو شمېره مظاهره چيانو په لاسونو کې پلې کارډونه یا شعارپاڼې نيولې وې او د حکومت پرضد یې شعارونه ورکول.

ځایي خلک وایي په سیمه کې د تیرې یوې میاشتې نه د موبایل انترنیټ اسانتیا د ځنډ سره مخ ده.

د جنوبي وزیرستان برمل تحصیل اعظم ورسک سیمه کې دغه لاریون وروسته د احتجاج بڼه خپله کړه چې پکې سیاسي او ټولنیزو مشرانو ویناوې وکړې او په حکومت یې د انټرنیټي خدمتونو د نه ورکولو له امله نیوکې وکړې.

دوی وويل، چې د انټرنېټ بندېدو له امله زده کوونکي، سوداګر او عام خلک سخت اغېزمن شوي دي.

د غونډې ګډونوالو وويل، حکومت په خپله دعوه کوي چې تر عملیاتو او دغه سیمې په صوبه کې ورګډولو وروسته حالات پکې ښه شوي او امن پر ځایې کړی شوې، خو تر اوسه دوی ته په علاقه کې د انټرنېټ اسانتیا په بشپړه توګه نه دې بحال شوې.

ټولنیز فعال شهزاده وزیر ویلي د علاقې خلک د انتهایي کړاوونو نه تېر شوي زیاتره خلک یې غریب دي او خپل خپلوان یې خپل کور کلي نه لرې په بهر هیوادونو کې مسافرۍ کوي، خو د دې موبایل سرویس د لاسه دوی سره ټیلیفوني رابطې نه کیږي.

هغه وویل د دوی منتخب استازی علي وزیر د تیر یو نیم کال نه د کراچۍ په زندان کې بندیوان دی چې د دوی د حقونو د پاره پارلیمان کې خبره وکړي.

په علاقه کې د جماعت اسلامي ګوند فعال تاج محمد وزیر په خپلو خبرو کې ویلي د ضلعي انتظاميې چارواکو ته یې د انټرنيټ تهري جي او فور جي بنديدو شکايت کړی چې په اړه یې ضلعي انتظاميې وويل دا مسله د اعلي حکومتي چارواکو سره شریکه کړئ.

هغه وویل پینځه اوونۍ کیږي چې انټرنیټ بند دی او د دوی په دې غوښتنه څه عمل نه دی شوی.

د پاکستان پيپلز پارټۍ (پي پي پي) د جنوبي وزیرستان مشر عمران مخلص ويلي چې که چرې د امنيتي انديښنو له وجې موبایل انټرنیټ بند کړل شوې وي نو دا پیښې خو د هیواد مرکز اسلام اباد، لاهور، کراچۍ او نورو سیمو کې کیږي هلته خو انترنیټ نه دی بند کړی شوی.

مخلص ویلي په صوبه کې تر شاملیدو وروسته قبايلي سیمو ته بنيادي حقونه نه دي ورکړل شوي چې ژوندۍ بېلګه يې زموږ په سيمه کې د انټرنیټ بندول دي.

هغه ویلي تر څو چې زموږ په سیمه کې موبایل انترنیټ نه وي بحال شوی دا احتجاجي لړې به دوام لري.

د ضلعې انتظامیې دفتر چارواکو ویلي چې انترنیټ د امنیتي اندیښنې له امله داخله دفتر په لارښونه تړل شوې په دې اړه یې اعلی حکومتي چارواکو ته سپارښتنه کړې او ډیر زر به بیا په علاقه کې د موبایل انټرنیټ روان کړل شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG