پاکستان کې مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د لا قانونه مذهبي تنظیم لشکر طیبه کارمند ته د لاهور د ترهګرۍ ضد عدالت د ترهګرو د مالي مرستو په جرم کې د 15 کاله بند سزا اورولې ده.
ورځپاڼه ډان د سرچینو د قوله لیکي چې عدالت ساجد مير ته دا سزا د روانې میاشتې په لومړۍ هفته کې د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس [اېف اې ټي اېف] د مهمې غونډې يوه اوونۍ مخکې اورولې وه.
په ساجد مير د کال 2008 د ممبۍ ترهګريزو بريدونو د منصوبه بندۍ تور هم لګول کېدو او د دغو حملو وروسته نوموړی ورک وو او پاکستان به د ده د مړينې دعوه هم کوله خو غربي هېوادونو به د پاکستان په دغه ادعا باور نه کوو او ثبوت به يې ترې غوښتو.
ورځپاڼه ډان ليکى چې د لا قانونه ګرځول شوي تندرويه تنظیم لشکر طیبه کارکن ساجد مېر ته د قېد ترڅنګ عدالت د 4 لکه، 20000 روپو د جرمانې سزا هم ورکړې ده او نوموړی اوس مهال د پنجاب په کوټ لکپهت جېل کې خپله سزا پرې کوي.
د پاکستان حکومت د ساجد میر د نېول کيدو لا تراوسه په رسمي ډول تصدیق نه دی کړی.
اخبار ليکلي دا هر څه دومره په خاموشۍ سره شوي چې د عدالتي پرېکړې څخه مطبوعات هم ناخبره ساتل شوي وو.
د کال 2008 د ممبۍ ترهګريزو بريدونو د منصوبه بندۍ تور هم په ساجد مير لګول کيدو. په دغو حملو کې د 26 بهرملکى وګړو په ګډون 166 کسان وژلي شوي وو. او له دغو حملو وروسته په جوهري وسلو سمبال پاکستان او هند يوبل ته د جنګ په درشل ودرېدلي وو.
پاکستان کې د لا قانونه تندروه مذهبي ډلو په فعالیتونو نظر لرونکی خبريال اعزاز سيد ډيوه ته وايي چې ساجد مير کال 2008 کې تر شوو د ممبې د حملو وروسته د پلټنو په ترڅ کې د پاکستان، هند او امریکا په څار کې راغلی وو او دی د دغو حملو سملاسي وروسته ورک شوی وو چې خلکو به وېل مړ دی.
د اعزاز سيد په خبره دی د پنډې د ترهګرۍ ضد محکمې سي ټى ډي ټى ګرفتار کړی او اوس دا احتمال هم کېږي چې نوموړی به کېدې شي چې د ممبۍ حملو په تړاو د پلټنو مرکزي ادارې اېف اي اې ته هم وسپارل شي خو لا د دې څه فيصله نه ده شوې.
اعزاز سيد بيا وايي داسې ښکاري چې د لا قانونه تندروه ډلو تګلاره بدله شوې وي ځکه چې د داسې نورو ډلو د ختمولو هم فېصله شوې ده.
هغه وايي د ساجد میر معامله د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د غوښتنو په فهرست کې وه او داسې د پاکستان تګلاره هم د اېف اې ټي اېف سره تړاو لري ځکه خو دې ونيول شو او سزا وار وګرځول شو.
ورځپاڼې ډان په خپل راپور کې وېلي د ساجد مير معامله تېر کال په اخره کې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل د مخنیوي په کاريز پلان د پاکستان د پرمختګ په اړه د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس په جاېزه کې هم مهمه نکته ښودل شوې وه او د هغې راپدیخوا د ساجد میر په معامله کې پرمختګ پېل شو چې د نوموړي تر نيول کېدو ورسېدو.
ډان ليکي چې د ساجد میر مجرم ګرځول کېدل او بیا هغه ته سزا ورکول کېدل ځکه لويه لاسته راوړنه ده چې دا پاکستاني چارواکو د فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د ورستې غونډې دوران په کاريز پلان باندې د خپل پرمختګ په رپورټ کې هم ښودلې وه.
روانه میاشت د جرمني په سرښار برلن کې د ترهګرۍ د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني لېږد د څار نړیوالې ادارې اېف اې ټي اېف غونډه ترسره شوې وه چې په د پاکستان نوم خو د څارنې د خړ فهرست نه وو لرې کړل شوی خو ادارې وېلي چې پاکستان د ترهګرو د مالي مرستو او پېسو د غېرقانوني ترسيل په 34 نکاتي کاريز پلان پوره عمل کړی دی.
په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبريال حق نواز خان ډيوه ته وايي د لشکر طیبه او جماعت الدعوه پشان تندروه ډلې د هند د ولکې لاندې کشمیر او افغانستان کې فعالیت کوي او په دې اړه به اکثر په پاکستان باندې د دغو ډلو د پټ ملاتړ تورونه هم لګول کېده.
هغه وايي که څه دا يو لوى پرمختګ دی خو ددې مطلب دا نه دی ګواکې چې د لا قانونه ترهګرو ډلو په تړاو د پاکستان پاليسي بدله شوې وي.
د نوموړي په خبره پاکستان دا مهال د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ او بله لاره ورسره نه وه نو ځکه يې د نړیوال فشار لاندې د تندروه ډلو پرضد عمليات وکړل چې پکې د ساجد میر نيول کېدل او سزا ورکول هم شامل دي.
فاېننشنل اېکشن ټاسک فورس د پاکستان نه دا غوښتنه هم کوله چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندېزنو په نوملړ کې د شامل ډلو خلاف عملیات وکړي او د دوى د پېسو سرچينې دې وچې کړي.
ساجد میر د امریکا د پلټنو مرکزي ادارې اېف بي اي د مطلوب ترينو تنانو په فهرست کې هم شامل وو او امریکا د ده په سر ميلينه ډالرو انعام هم اعلان کړی وو.
پاکستان په کال 2002 کې لشکر طيبه لاقانونه ډله ګرځولې وه.