لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان په قلعه سیف الله او قمردین کې د ګڼ باران او سېلاب له کبله د لوی تاوان اندېښنې


کوټه/واشنګټن ــــ په بلوچستان کې د بارانونو په تازه لړۍ کې نن شپه بیا د صوبې په شمالي برخه کې ګڼ بارانونه شوي او رپوټونو وایي چې په قلعه سیف الله او د ږوب په قمردین کارېز کې د زیات ځاني او مالي زیان ویره ده. په قمردین کې د عوامي نېشنل ګوند د ځایي مشر تره اوبو وړی او مړ شوی دی.

د بلوچستان د پي ډي ایم اې یو چارواکی وایي له وړمې ورځې د مرکز کوټې په شمول د صوبې په نورو ضلعو کې د ګڼو بارانونو او سېلابونو په نتیجه کې تر اوسه د مړیو شمېر 25 تنو ته رسېدلی دی.

د دې چارواکي په وینا د قلعه سیف الله د «خسنوب جلالزۍ» سیمې ټوله ابادي شاوخوا 20000 تنه دہ، چې وایي تر نیمی زیاته ابادي د سیلاب په اوبو کې ډوبه دہ، وایي د ږوب د قمردین کارېز ھم دغه حال دی.

د قلعه سیف الله د خسنوب سیمې اوسېدونکي روزي خان ایثار وایي، دوی شاوخوا شل تنه ملګري په اوبو کې په پښو اغېزمنې سیمې ته ورغلي او په کلیو کې یې ګڼ شمېر ښځې او ماشومان له اوبو را ایستلي او لوړو سیمو ته یې خېژولي دي.

ایثار وي او اې ډیوه ته وویل، چې په «خسنوب جلالزۍ» کې دوه زره کورونه دي، د ده په وینا دوه ماشومان او یوه ښځه ورکه ده او سلګونه کورونه اغېزمن شوي دي، خو د بشپړ مالي او ځاني زیان په اړه تر اوسه معلومات نه شته.

په کوټه کې د پي ډي ایم اې د کنټرول روم ایجنټ محمد آفاق وایي اوس په دې شپه باندې “یو ډول مرسته ھم اوس ممکنه نه دہ تر څو چې اوبه کمې شوې نه وي”.. محمد آفاق د شپې ناوخته وي او اې ډیوه ته وویل:

"تر اوسه خو هلته هیڅ [د ژغورنې] عملیات نه دي روان ځکه چې هلته یو پول نړېدلی دی او هغې خواته زیاته ابادي خلک ورک دي، اوبه بېخي ډېرې دي او عملیات نه کېږي".

پر ټولنیزو رسنیو خلکو په نیمه شپه د دغو سېلابونو په اړه ګڼ شمېر پوسټونه کړي، دوی د لوی انساني او مالي زیان د اوښتو اندېښنه څرګنده کړې ده او له سرکاري او مرستندویه ادارو یې د بیړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د پي ډي ایم اې دغه چارواکی وایي باران اوس تم شوی دی خو د ژغورنې ډلې انتظار کوي چې په لویو مندونو او خوړو کې اوبه او سېلابونه کم شي بیا به سیمې ته د مرستې لپاره ورځي.

وایي په قمردین کارېز کې هم ګڼ بارانونو حالت خراب کړی دی، وایي د سیمې وېډیوګانې یې تر لاسه کړې دي چې خلک ژغورنې ته اړتیا لري خو وایي هلته هم لا د ژغورنې عملیات نه دي پیل شوي.

د قمردین کارېز اوسېدونکی د عوامي نېشنل ګوند غړي باز خان المیار- چې دا مهال په کوټه کې دي- وایي، د سیمې له خلکو سره یې پرله پسې په اړیکه کې وو او هغوی ورته ویلي چې مازدیګر تر باران وروسته ګڼ سېلاب راغلی او اندېښنه څرګندوي چې خلکو ته به یې زیات مالي او ځان زیان اړولی وي.

ښاغلي المیار وي او اې ډیوه ته د خلکو له خولې وویل، چې د سېلابونو اوبو پر ټولو کلیو او د قمردین پر بازار ورغلې دي او اټکل کوي چې شاوخوا 130 کورونه به نړېدلي وي:

"د «ولې ډېم» مات سوی دی چې په اوبو کې یې د عوامي نېشنل ګوند د ځایي مشر قطب افغان اکا مړ شوی دی، پر «وستې ډېم» هم پاس اوبه ور اوښتې دي، د «کېشتو ډېم» هم شاید ډک شوی وي او ویره ده که دا دواړه را مات شي ټوله ابادي به یوسي".

د باز خان المیار په وینا د قمردین کارېز په بازار کې شاوخوا 28,000 ابادي‌ ده، وایي د ښار ټولو کارونو او د بازار دوکانونو ته اوبه ننوتې دي او پر هواره یو کور هم وچ پاته نه دی، وایي‌ تر اوسه د خلکو د ژغورنې لپاره د سرکار له خوا هیڅ کار نه دی پیل شوی.

د قدرتي آفتونو په وخت د ژغورنې صوبایي اداره وایي د بارانونو له کبله ګڼ شمېر کورونه نړېدلي دي، وایي په کوټه او آواران سیمو کې شاوخوا 125 کورنیو ته مرستې ورکړل شوې دي.

د پي ډي ایم اې چارواکي وایي د بارانونو له کبله په د پېښو په نتیجه کې په مرکز کوټه کې تر اوسه نهه تنه، په سیوۍ کې شپږ، په خضدار کې یو، په هرنایي کې څلور، په کوهلو کې دوه، په دوکۍ کې دوه او په ږوب کې هم یو تن مړ شوی دی.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Recommended

XS
SM
MD
LG