لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان مرکزي بېنک د ګرانۍ کنټرول کولو لپاره د سود شرح ۱.۲۵ فیصد زیاته کړې


واشنګټن ـــــ د پاکستان مرکزي بېنک په ملک کې د زیاتې شوې ګرانۍ کنټرول کولو لپاره د زیارت- پنجشنبې په ورځ د سود په شرح کې د ۱.۲۵ فیصد زیاتوالي اعلان کړی چې ورسره د سود شرح ۱۵ فیصد ته رسېدلې.

د پاکستان مالیاتي تګلارې کمېټۍ د غونډې وروسته د مرکزي بېنک موقتي ګورنر ډاکټر مرتضا سید خبري کانفرنس ته د وېنا په وخت ووېل د دوي مخې ته ترټولو لوي مقصد په ملک کې زیاته شوې ګراني کنټرول کول دي.

پاکستان کې د کال ۲۰۰۸ نومبر میاشت راهسې د سود شرح ترټولو لوړې کچې ته رسېدلې.‌

پاکستان کې د جون په میاشت کې د کلني حساب په سر د ګرانۍ شرح ۲۱.۳ فېصد رېکارډ کړی شوې، ددې وړاندې د مې په میاشت کې پاکستان کې د ګرانۍ شرح ۱۳.۸ فیصد وه.

د مالیاتي تګلارې کمېټۍ په خپور کړي بیان کې وېلي پاکستان د زیاتې شوې ګرانۍ او بجلۍ،‌ ګېس او ټېکسونو کې ضروري خو مشکل زیاتوالي له کبله د یو لوی منفي امدن نقصان (Shock) سره مخ شوی او زیاته کړې په لویه کچه اقتصاد لپاره د سود په شرح کې زیاتوالي راوستو بغېر ملک په اقتصادي مېدان کې د بدو نتیجو د خطرې سره مخ کېدی شي کوم چې د قیمتونو استحکام،‌ مالیاتي ثبات او اقتصادي وده خرابولی شي.‌

د مرکزي بېنک موقتي‌ مشر وېلي‌ روان مالي‌ کال کې به د ګرانۍ شرح د ۱۸ او ۲۰ فیصد په منځ‌ کې وي خو زیاته کړې مرکزي بېنک به دا یقیني کوي چې د ګرانۍ شرح د ۲۰ نه زیاته نه شي. نوموړي ‌زیاته کړې که چرته مرکزي بېنک د سود شرح زیاته کړی نه وی نو ملک ددې نه هم د زیاتې ګرانۍ سره مخ کېدی شو او په پاکستاني روپۍ به دباو نور هم زیات شوی وو.

د مرکزي بېنک د مشر دا څرګندونې ښکاره کوي چې پاکستان کې روان مالي‌ کال کې د ګرانۍ په شرح کې د ډېر کموالي راتلو امکان کم ښکاري.

ډاکټر مرتضا سید وېلي روان مالي‌ کال کې به اقتصادي وده د ۳ او ۴ فیصد په منځ‌ کې وي کوم چې به په ملک کې د ګرانۍ نورې زیاتېدو خطره راکمه کړي.

د پاکستان مرکزي بېنک د ميي په میاشت کې هم د سود په شرح کې ۱.۵۰ فیصد زیاتوالی راوستی وو چې ورسره په مجموعي توګه د سود شرح ۱۳.۷۵ فیصد ته رسېدلې وه.

د پاکستان مرکزي بېنک وېلي د کم برآمداتو او په بهر ملکونو کې ژوند کوونکو پاکستاني وګړو لخوا ملک ته رالېګونکو پېسو کې د کموالي له وجې د کرنټ اکاونټ خساره ۱.۴ ارب ډالر ته رسېدلې. د جون په میاشت کې د پاکستان تجارتي خساره ۴.۸ ارب ډالر ته رسېدلې.

مرکزي بېنک وېلي د بهرنیو قرضو قسطونو ورکولو له کبله د پاکستان زرمبادله کې ۴۹۳ ملین ډالره کمي راغلی چې اوس ۹.۸۲ ارب روپو ته راکمې شوې. په ۲۴ جون د چین ترقیاتي بېنک لخوا ۲.۳ ارب امریکايي ډالره ترلاسه کولو وروسته د پاکستان زرمبادله ذخیرې ۱۰.۳ ارب ډالر ته رسېدلې وې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – پاکستان کې غربت زیات شوی، وجوهات یې څه دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG