لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: د نامعلومه نمبر نه ګواښونه کيږي ویره اچول کېږي


د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر [مخکنی وزيراعظم] عمران خان وايي، "دهړکې کيږي، د يو نامعلومه نمبر نه ګواښونه کيږي، ويره اچولی کیږي په لاهور کې يو تن ناست دی او د هغه دا کار دی چې په غلو انتخابات وګټي".

عمران خان د پنجاب په خوشاب ضلع کې يوې جلسې ته په وينا کې د چا د نوم اخستو پرته وويل، "لاهور والا ته ويل غواړم، چې څه دې خوښه وي وکړه، ته به يواځې ځان ذليله کړې، خلک به درته بدې ردې وايي، څومره درغلي چې کولی شې، د درغلۍ باوجود به هم د دې ضمني انتخاباتو د نتيجو وروسته حمزه [حمزه شهباز شريف د پنجاب وزیراعلا] به بيرته لاړ شي".

عمران خان دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې په چې د تحریک انصاف نه داوښتو غړو د نااهله کیدو وروسته د پنجاب اسمبلۍ پر 20 چوکیو د جولايې په 17مه نیټه ضمني ټاکنې کیدونکې دي.

وزیراعظم عمران خان له دې وړاندې هم تور لګولی چې د پاکستان طاقتوره استخباراتي اداره [ايي اېس ايي] د دوی امېدواران ځوروي.

او په لاهور کې د تحریک انصاف ګوند يوې مشرې ياسمين راشد د ايي اېس ايي د يو کمانډر بريګيډير راشد نوم اخستی چې هغه د تحریک انصاف ګوند د امېدوارانو پرضد او مسلم ليګ ن د امېدوارانو په حق کې کردار لوبوي.

هغې ويلي وود پوځ او استخباراتي ادارې دپاره غوره دا ده چې بې طرفه پاتې شي.

د راپورونو ترمخه دفاعي سرچينو د تحریک انصاف ګوند تورونه رد کړي دي.

له دغې وروسته د پاکستان د پوځ مشر جنرل قمر جاوېد باجوه پوځ او استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] ته لارښوونه کړې چې د پوځ لوړ پوړي او په مهمو څوکو ناست افسران دې ځان د سياست نه لرې وساتي او د سياستوالو سره د اړيکو دې ډډه وکړي.

د پاکستان په پوځ او استخباراتي اداره وخت په وخت په سیاست کې د لاسوهنې تورونه لګي خو پوځ بيا وار په وار دغه تورونه رد کړي او بیا بيا يې دغه خبره تکرار کړې چې پوځ دې سياست نه لرې وساتل شي.

عمران خان يو ځل بيا په الېکشن کمېشن د درغليو تورونه لګولي خو الېکشن کمېشن د وړاندې د عمران خان تورونه په کلکه رد کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG