لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ وایي شمالي وزیرستان کې یې څلور ترهګر وژلي،د یونین کونسل چیرمین هم نامعلومو کسانو وژلی


FILE - A Pakistani army soldier stands guard at a border post in Ghulam Khan, North Waziristan, on the border between Pakistan and Afghanistan, Jan. 27, 2019.
FILE - A Pakistani army soldier stands guard at a border post in Ghulam Khan, North Waziristan, on the border between Pakistan and Afghanistan, Jan. 27, 2019.

دپاکستان پوځ دخېبرپښتونخوا په قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د څلورو ترهګرو د وژل کېدو دعوه کړې ده بل لورته د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې بیا د هدفي وژنې پیښه شوې چې پکې د جمعیت علما اسلام ګوند د عیدک سیمې د کلي کونسل منتخب چیرمین وژل شوی دی.

په شمالي وزیرستان کې دا پیښې په داسې حال کې شوي چې تیره ورځ د شمالی ورځ رزمک سیمه کې ملي جمهوري ګوند د ناامنۍ پرضد لویه ولسي غونډه کړې او د علاقې په امنیت یې پوښتنې را پورته کړې دي .

د پاکستان پوځ پخپل بیان کې ويلي، دامنیتي ځواکونو او د وسله والو تر مینځه جګړه د شمالي وزیرستان په دته خېل سیمه کې شوې او د ډزو په تبادله کې څلور ترهګر وژل شوي دي.

پوځ پخپل بیان کې دعوی کړې چې د وژل شوؤ ترهګرو له قبضې څخه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي.

پوځ د وژل شوؤ کسانو پیژندګلو نه ده څرګنده کړې خو ویلي یې دي چې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو بریدونو او د ترهګرۍ په نورو پیښو کې ککړ پاتې شوي دي.

د پوځ دا دعوه نورو ازادو سرچینو نه ده تایید کړې.

پوځ په دې نښته کې د خپلو سرتېرو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

دپاکستان امنیتي ځواکونو د جولایي په دویمه شمالي وزیرستان کې دافغانستان دپولې ترڅنګ عملیاتو کې د وسله والې ډلې داعش خراسان د درېوؤ مهمو ترهګرو د وژلو دعوه کړې وه .

شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو پرضد کال 2014م کې ضرب عضب نومې عملیات کړي چې پکې ددغه سیمې د ترهګرو نه د پاکولو دعوې شوي خو د علاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته پکې حالات ډاډمن نه دي او هره ورځ د ناامنۍ دنورو پیښو ترڅنګ د عامو خلکو هدفي وژنې کیږي.

چارواکي وايي د هدفي وژنې په یو بله تازه پیښه کې د علاقې یو تن وژل شوی دی .

پولیس دا پیښه تاییدوي او وایي داپېښه تیر ماښام د میر علي تحصیل په عیدک سیمه کې شوې چې د ملک مرتضا په نوم یو تن د نا مالومه کسانو په ډزو وژل شوی.

د میر علي پولیس تاڼې چارواکو وي او ای ډیوه ته وویل وژل شوی تن بلدیاتي ټاکنو کې د عیدک سیمې د جمعیت علما اسلام ګوند په ټکټ چیرمین ټاکل شوی ؤ.

د دوی په وینا کورنۍ یې په چا دعویداري نه ده کړې اؤ پولیسو د نامالومه کسانو په ضد مقدمه درج کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د جمعیت علما اسلام د شمالي وزیرستان ویاند احمدالدین داوړ وایي وژل شوی تن د ګوند فعال ؤ دغلته په سیمه کې دسبزبانو او میوو دمنډهۍ مشر ؤ اؤ چا سره یې شخصي نه لرله.

ښاغلی داوړ ډیوه ته وایي ګوند ددغه پیښې غندنه کړې او د اعلا قیادت سره یې مشوره راوانه ده او اینده تګلاره جوړوي .

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ په دوم داره توګه روانه ده او په روانه میاشت کې اووه کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې پکې درې مزدوران هم شامل دي.

د روانې ناامنۍ پرضد تیره ورځ د شمالی ورځ رزمک سیمه که ملي جمهوري ګوند لویه ولسي غونډه کړې وه او د علاقې په امنیت یې پوښتنې راپورته کړې وې.

د ګوند مشر او د علاقې نه د خلکو منتخب استازې محسن داوړ ولسي غونډې ته وینا کې ویلی دې خاورې ته د جنګ نوې منصوبې راوړل شوې او قبایلي سیمې او په ځانګړي ډول وزیرستان بیا نا امنۍ ته سپارل کیږي .

هغه وویل دپارلیمان د لارې یې په دې هرڅه د ملک حکومتي او پوځي چارواکي خبر کړي دي خو د دوی خبره نه اوریدل کیږي .

هغه ویلي د جنګ ددې نوې منصوبې نه څوک هم محفوظ نه دي او دا به د ملک ګوټ ګوټ ته رسي.

د پاکستان حکومت او پوځ بیا بیا دا دریځ خپل کړی چې دترهګري په وړاندې ژمن دی او په ملک کې د ننه د ترهګرۍ اجازه چاته نه ورکوي.

محسن داوړ دا خبرې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ مذاکرات روان دي او تیره ورځ د پاکستان د ملي امنيت کمېټۍ د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو رسمي منظوري ورکړې.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د ښځو په ضد د تاوتریخوالی له مینځه وړلو نړیواله ورځ
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG