لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې هدفي وژنې څوک کوي او کوم خلک پکې په نخښه کيږي؟


په قبايلي ضلعو او ځانګړي ډول شمالي وزیرستان کې د ځایي خلکو د هدفي وژنو پېښې د اوږدې مودې نه روانې دي ځايي خلک وایي په هدفي بریدونو کې زیاتره هغه خلک وژل کیږي چې د علاقې د پرمختګ او امنيت خبره کوي، د علاقې په امنیت پوښتنې راپورته کوي او د پوځ او ادارو په کردار نیوکې کوي.

پرون د نهې/ شنبې په ورځ هم په میر علي سیمه کې یو تنکی ځوان په هدفي برید کې وژل شوی او بیا د هغه دعا له ورغلی د بنو سیمې یو بل ځوان سمیع الله په هدفي برید کې وژل شوی دی.

پولیسو د داوړه مقدمې د نامالومو کسانو پرضد درج کړي دي.

بل لور ته په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو دا تازه پیښې په داسې حال کې شوي چې تیره اوونۍ د شمالي وزیرسان میرعلي سیمه کې د جمعیت اسلام ف ګوند د مشرانو د وژنې پرضد احتجاجی پرلت نن په څلورمه ورځ دوام لري چې پکې د هدفي وژنو د مخنوي غوښتنې کيږي.

دا پرلت وروسته له هغې پیل کړی شوی چې د زیارت په ورځ د ګوند دوه ځايي مشران قاري سمیع الدین او مولانه نعمان میر علي سیمه کې په هدفي بريد کې وژل شوي وو.

په شمالي او جنوبي وزیرستان کې یوازې روانه د جولایي په میاشت کې تر دې مهاله 13 کسان په هدفي بریدنو کې وژل شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د يوت اف وزیرستان په نوم تنظيم او پښتون ژغورنې غورځنګ دعوه کوي چې په کال 2014م کې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملیاتو وروسته تراوسه پورې نزدې 480 کسان په هدفي وژنو کې په نخښه کړی شوي دي.

کوم خلک په هدف کيږي؟

د پښتون ژغورنې غورځنګ [پي ټي ایم] يو فعال عید رحمان وایي په هدفي بریدونو کې د یو ګوند یا خاص طبقې خلک نه بلکې د ټول قام په پرضد دا هدفي بریدونه کیږي چې زیاتره پکې هغه سپیځلي ځوان وژل کیږي چې د وطن او قام د ګټې د پاره په سوله يیزه توګه مبارزه کوي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل په دې پیښو کې په مکمله توګه د علاقې نسل وژنه روانه ده او د مخنوي د پاره ګامونه نه اخستل کیږي.

د جمعیت علماء اسلام ف ګوند یو مشر خالد جان داوړ وویل دغلته چې چا هم د امن د پاره غږ پورته کړی او په جنګ سالارانو يې نیوکې کړي هغه په هدف کړی شوي دي.

د عوامي نیشنل ګوند خلیل وزیر وایي د یوې منصوبې لاندې د علاقې سیاسي مشران او په ځانګړي ډول باشعوره ځوانان وژل کیږي.

هغه وویل په دې ورستیو کې زیاتره د علاقې لوپوړي افسران، ډاکټران او سیاسي او مدني فعال وژل شوي.

د ملي جمهوري غورځنګ مشر او د قامي اسملۍ غړی محسن داوړ وایي چې څوک هم، که هغه دیني عالم دی استاز دی، سیاست مدار یا قامي مشر دی چې د امن غږ کوي هغه وژل کیږي.

هدفي وژنې څوک کوي؟

شمالي وزیرستان د اوږدې مودې نه د ناامنۍ سره مخ دی او د پاکستان پوځ په کال 2014 کې دغلته د ترهګرو پرضد عملیات کړي او دا سیمې يې پاکې ګرځولې وې.

د پاکستان پوځ دا عملیات وروستې له هغې کړي چې ویلي يې وو دغلته د افغان طالبانو حقاني شبکه، د القاعده خارجي جنګیالو او پاکستاني طالبانو خوندي ځالې جوړې کړي او له دې ځایه افغانستان او پاکستان کې دننه د ناامنۍ منصوبې جوړوي.

خو تر عملیاتو وروسته د هدفي وژنو لړی له چټکتیا سره روانه ده .

تر دې مهاله د دغه پیښو زمه واري کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخستې او نه حکومتي چارواکو په دې اړه په چا تور پورې کړی.

خو محسن داوړ وایي دوی وژل کیږي او نړۍ یې په خاموشۍ سره ننداره کوي، هغه وویل ریاست د پښتنو قتل ګاه ده، په یوه رنګ یې وژني په بل رنګ یې وژني.

نوموړی تور لګوي، دا مرګ ژوبله، دا وینې تویېدل دا تشدد دا د ریاست جنګي اقتصاد دی او د دې وژنو تر شاه ریاست او ریاستي ادارې دي.

د سيمې د پوليسو دريځ

د علاقې پولیس وخت په وخت ویلي د علاقې خلک دې په مقدمو کې خلک نوموي دوی به یې د قانون منګلو ته راکش کوي.

یو پولیس چارواکي د نوم نه اخستلو په شرط وویل د وژل شوو کسانو مقدمې د ترهګرۍ ضد پولیسو سره درج کيږي خو په مقدمه کې نه څوک نومول کيږي او ورسره په پلټنو کې مرسته کوي.

هغه وویل خلک دې پولیس ته په پټه سره مالومات ورکوي پولیس به یې پرضد کاروایي کوي.

خو د علاقې خلک وایي حکومت د وژل شوي کسانو کورنیو ته د شهدا پیکج په نوم مرستې ورکړي او بیا دې کورنیو ته غلي پاته کېدو ویل کیږي.

په علاقه کې یوې اعلي امنیتي سرچینې وویل دغلته په شمالي وزیرستان کې د ګل بهادر شورا چې پکې د علیم خان، صادق نور او اریانه په نوم ډلې فعالې دي.

هغه وویل په ورستیو کې د دوی کمانډرانو مالومات پوځ ته ورکولو په سر انعامانونه اعلان شوي او زیاته يې کړه په روانه میاشت کې د داعش په ګډون د دې ډلو نزدې 13 ترهګر وژل شوي دي.

د هدفي وژنو په مخنوي کې خنډ

په ورستیو کې په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر جي او سي میحر جنرل خالد نعیم ویلي وو یو خو چې څوک وژنه وکړي هغه ورسره نزدې کورونو کې بیا پټ شي او چې پوځ د هغو پرخلاف کاروایي کوي بیا د علاقې خلک احتجاجونه کوي چې عام خلک دې نه ځورول کیږي.

هغه ويلي وو، بل د علاقې خلک د وسله والو د موجودګۍ مالومات نه شریکوي او د وسله والو مرسته کوي په کورونو کې يې پټ ساتي، ډوډی او معاش هم ورکوي. هغه ویلي وو پوځ د ناامنۍ ختمولو د پاره ژمن دی.

خو د پي ټي ایم عید رحمان وايي د اندېښنې خبره دا ده چې د دومره پوځ، پولیس، او ملیشا او بیا هر قدم په قدم چیک پوسټونه او په لارو د اندراج کولو وروسته دا خلک څه رنګه رادننه شي برید وکړي او بیا وتښتي.

هغه وویل دغلته د نوي جنګ تیاری نیول کیږي او د دوی په وینو کاروبار روان دی دوی مقدمه درج کړي خو بیا د دغه پیښو پلټنې نه کیږي

او په علاقه کې د پولیسو یو افسر د شناخت نه ظاهرلو په شرط وویل تر ټولو لوی خنډ د وسایلو کمی دی، پوليس استخباراتي نیټ ورک نه لري چې دوی ته مالومات ورکړي، بل پولیس هغه پخواني لیویز یا خاصه دار دي د پولیس ځانګړی تربيت هم نه لري.

هغه وويل، تاڼې اعلان شوې جوړې شوي نه دي بیا په تاڼو کې د پولیسو د پلټنو افسرانو ته دا پته نه وي چې په کومه مقدمه کې به کومې مادې لګول کیږي او تر ټولو مهمه د چاپې د پاره ګاډي، اوښکو بیونکي ګېس یا بیا د ضروت په وخت اضافي نفري نه لري. هغه وویل تر اوسه دوی سره لیډیز/ ښځينه پوليس کانسټېبل نشته.

د علاقې د منتخب استازو وېنا

محسن داوړ وایي دې علاقې ته د نوي جنګ تیاری نیول شوی قبایلي ضلعې او په ځانګړي ډول وزیرستان بیا ناامنس ته سپارل کیږي.

هغه وویل حکومتي او سیاسي چارواکي يې په دې خبر کړي چې که دغلته ناامنۍ راوړل کیږي دا ناامنۍ به د ملک نورو سیمو ته غځیږي. خو د د دوی دې اندیښنې ته ځواب نه ویل کیږي.

هغه زیاته کړه په دې مسله پارلیمان کې دوی ته د خبرو کولو موقع نه ورکړل کیږي او په ورستیو کې يې پارلیمان د لارې د ضرب عضب په اړه مالومات غوښتي خو تر اوسه نه دي ورکړل شوي چې ملکي او خارجي حنګیالیو ته پکې څومره زیان اوښتی وو.

د صوبایي پارلیمان غړی میر کلم وزیر وایي په علاقه کې د ضرب عضب په نوم عملیات وشول خلکو ته پکې ځاني او مالي نقصان واوښتو خو امن په ځایي نه شو او هر ورځ یې د علاقې سياسي مشران، ځوانان، ديني عالمان او مدني فعالان وژل کیږي. هغه وویل د صوبایي پارلیمان په هره غونډه کې د علاقې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي خو حکومت یې د نا امنۍ دا غوښتنه سنجېده نه اخلي.

د صوبايي پارلیمان بل غړی او د پاکستان تحریک انصاف محمد اقبال وزير چې دا وخت د مرستو او بيا اباد کارۍ صوبايي وزیر دی، د نوموړي سره چې وي او اې ډيوه کله هم د رابطې او د هغه د نظر معلومولو هڅه يې کړې هغه د ځواب ويلو نه ډډه کړې ده.

حکومتي ځواب

د جنورۍ په میاشت کې د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وو، په 2021 کال کې د افغانستان سره په پوله حالات مشکل پاتې شوي، په شمالي وزيرستان کې په (دوه توی) علاقه کې کامياب پوځي عمليات شوي او د افغانستان سره په ټوله پوله د پاکستان حکومتي عملداري په ځای کړی شوې ده.

او د سيمې پوليس چارواکو بيا وخت په وخت ویلي چې دغلته د وژنو کېدونکې هره پېښه هدفي وژنه نه وي خلک په شخصي دښمنو کې وژنې کوي او بيا ورته د هدفي وژنو نوم ورکول کيږي.

په صوبه کې د تحریک انصاف د صوبايي حکومت یو مشر وزير شوکت يوسفزي وي او اې ډيوه ته ويلي پخوانۍ قبايلي سيمې اوس د صوبي برخه جوړه شوې او حکومت ټولې ممکنه هڅې کوي چې هلته امنيت په ځای شي.

د څیړونکو نظر

په پېښور کې وتلی خبر یال ناصر داوړ چې د وزيرستان په حالاتو نظر لري، وایي پخوا یواځې سرکاري ملکانان په نخښه کېدل په دوی دا تور وو چې حکومت او د پوځ سره همکاري کو،خو اوس هغه کسان هم په هدف کیږي چې د امنیت د پاره د پوځ او ادارو په کردار نیوکې کوي.

هغه وویل ښکاري دا هدفي وژنې د یوې منصوبې لاندې ترسره کیږي.

داوړ زیاته کړه په دې هدفې وژنو د علاقې په خلکو او په ځانګړي ډول په کاروبار بدې اغیزې کړي او د علاقې خلک یې په خپلو کورونو پریښولو مجبور کړي دي.

او د عسکري چارو کار پوهه ریټایرډ بریګډیر سید نظیر وایي دا خبره سمه نه ده چې په قبایلي ضلعو کې په بشپړه توګه امن په ځای شوی خو تر عملیاتو وروسته اوس پکې وسله وال کوم ښکاره نیټ ورک نه لري.

هغه وویل ځینې ډلې نه غواړي چې دغلته امن وي خواستخباراتي ادارې د هغوی پوره مالومات تر لاسه کوي او پرضد یې کارروايي کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG