لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ته دپاکستان برامداتو کې 35 فيصدي اضافه شوې ده


د امريکا لپاره د پاکستان سفير مسعود احمد خان ویلي چې امریکا ته د پاکستان په برامداتو کې 35 فيصدي اضافه شوې ده او دا کچه د تېر مالي کال د 7 اربو ډالرو څخه اوس 9 اربو ډالرو ته رسېدلې ده.

نوموړي دا شمېرې په داسې حال کې مخې ته راوړي چې د تېرې جمعې په ورځ د پاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه امريکايي چارواکو سره د نړیوالې مالياتي ادارې ایي ایم اېف څخه د پاکستان لپاره د پور زر تر زره د جاري کولو په اړه خبرې کړې وې.

د پاکستان پخواني وزیر اعظم عمران خان په دې اطلاعاتو ټکونه کړي وو او وېلي ؤ چې که امریکا د پاکستان مرسته کوي نو اېا په بدل کې به یې هغه د پاکستان نه څه نه غواړي؟

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي امریکا او پاکستان نزدې اقتصادي او سیاسي اړېکې لري او د امریکا خلاف د پخواني وزیراعظم عمران خان بېانيه د هېواد اقتصادي ګټو ته نقصان رسوي.

په امریکا کې د پاکستان دسفیر وینا وه چې امریکا ته تېر کال د پاکستان برامدات 7 ارب ډالره وؤ چې اوس 9 اربو ډالرو ته رسېدلي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي پاکستان او امریکا نزدې اقتصادي اړېکې لري او د بل کوم هېواد په پرتله امریکا د پاکستاني مصنوعاتو د برامد تر ټولو ستر مارکیټ دې.

مسعود احمد خان ویلي چې په کال 2021-22 کې د امریکا څخه هم پاکستان ته د3 اربو ډالرو درامدات شوي وو چې له دې مخکې کال کې 2.4 ارب ډالره وو او دا راز د پاکستان او امريکا تجارتي حجم هم 12 اربو ډالرو ته پورته شوی. پروسکال دا کچه نزدې نهه نيم اربه ډالره وه.

د اقتصادي چارو شنونکي ډاکټر معراجِ الحق ډيوه سره خبرو کې د امریکا او پاکستان د خپل منځي تجارت د اهميت په اړه وايي د پاکستان لپاره تر ټولو غټ برامدي مارکيټ امریکا ده او هم دا شان پاکستان د امریکا هم زياتره مصنوعات راغواړي.

دی وايي ددې سربېره پاکستان ته چې کوم بهرنس امداد راځي په هغې کې هم د امریکا غټه ونډه ده.

ډاکټر معراجِ الحق بيا وايي پاکستان ته چې د ترسيلات زر به شکل کې د بهرنیو هېوادونو څخه کومې پېسې ترلاسه کیږي نو په هغه کې د مينځني ختيځ او يورپ پشان امریکا څخه هم په لويه کچه ترسيلأت راځي او امریکا په ايي اېم اېف کې هم غټه حصه داره ده او په دې کې د پاکستان مدد کوي.

د پاکستان د مرکزي بنک ترمخه د مالي کال 2021-22 دوران کې پاکستان ته په کتو امریکا کې مېشته پاکستاني وګړو د 3.08 بېلىنه ډالرو ترسيلات لېږلي وؤ چې له مخکني کال د 2.060 بيلېنه ډالرو په پرتله 18 فيصدي اضافه ښايي.

د پاکستان اوسني اتحادي حکومت د ايي ایم ایف سره د سټاف په کچه د قرض لوظنامه لاسلیک کړې او ددې لاندې به ايي ایم ایف پاکستان ته 2 اربه ډالره قسط جارى کوي.

دا رقم په موجوده اقتصادي صورتحال کې د پاکستان لپاره اړين بلل کېږي خو د ايي ایم ایف د اېګزیګټيو بورډ په کچه د لوظنامې د لا نه منظور کيدو له امله دا پاکستان ته نه ترلاسه کېږي.

اقتصادي پوهان وايي امریکا که په ايي ایم ایف خپل نفوذ وکاروي نو کيدای شي چې د پاکستان لپاره د شپږ اربو ډالرو دقرض پروګرام زر پرځاې شي.

په عېن حال کې د پاکستان د خزانې وزیر مفتاح اسماعیل په اسلام اباد کې د اتوار په ورځ خبریالانو ته ویلي چې پاکستان د نړیوالې مالياتي ادارې ټولې غوښتنې او شرطونه پوره کړي او وايي پاتې يو شرط به هم سبا د ګل په ورځ ترسره شي.

نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې پاتې شرط څه دې او دا به په کوم ډول پؤره کوي ؟ خو وايي هېواد د اقتصادي سقوط له خطره وتلی دی او موجوده اقتصادي وضعیت د تېر کال د 17 ارب ډالرو د جارى کهاتې د خسارې له کبله خراب شوی دی.

مفتاح اسماعیل وېلي ددې خسارې د کمولو لپاره به حکومت په سملاسي ډول درامدات کموي او په برامداتو کې به اضافه راولي.

داقتصادي چارو څېړونکي د پخواني وزیر عمران خان لخوا د امریکا مخالف بېانونه د هېواد د اقتصادي او سفارتى ګټو لپاره نقصاتي ګرځوي.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG