لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډبلیو ایف پي: تر ژمي وړاندې له افغانانو سره د مرستې لپاره 172 میلینه ډالرو ته اړتیا ده


واشنګټن ـــــ د خوراک نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي وايي، د ژمي نه وړاندې له ضرورت منده افغانانو سره د مرستو دپاره ورته په بېړنۍ توګه د 172 میلینه امریکايي ډالرو ضرورت دی.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د سې شنبې یا نهې په ورځ د اګست په 16 ویلي چې په موجوده وخت کې په افغانستان کې په میلینونو کورنۍ د یو بل ژمي سره د مخامخ کېدو لپاره په نیزدې وخت کې هیڅ نه لري.

ملګرو ملتونو زیاته کړې چې ډبلیو اېف پي هڅه کوي چې د ژمي نه وړاندې د افغانستان لرې پرتو سیمو ته خوراکي مواد ورسوي.

یادې ادارې په خپل ټویټر لیکلي: "د خوراک نړیوال پروګرام د ژمي دپاره د ځان تیارولو په خاطر په بیړنۍ توګه 172 میلینه امریکایي ډالرو ته اړتیا لري."

دې نه مخکې هم د یو اېن د خوراک نړیوال پروګرام ویلي وو، چې په افغانستان کې 24 میلینه کسان د خوراک د کموالي سره مخ دي او 90 فیصده وګړي یې خوراکي مرستو ته اړتیا لري.

د دغې ادارې په وینا د روان کال د شروع کېدو نه تر دې دمه په دغه ملک کې د 18 میلینه نه زیاتو کسانو د خوارکي موادو او نغدو پيسو بشري مرستې تر لاسه کړې دي.

بل خوا د ملګرو ملتونو یو چارواکي پرون په15م اګست ویلي وو، په میلینونو افغانان په داسې حال کې د لوږې حالت ته نزدې دي چې د ژمي موسم هم په را رسېدو دی او د بشري مرستو لپاره بودیجه یا فنډونه هم په خلاصېدو دي.

د افغانستان دپاره د یو اېن د ځانګړي استازي مرستیال رامز الاکبروف د کابل نه د ویډیو کانفرنس د لارې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د "وضعیت تر ټولو بهترین تعریف به دا وي چې سوچه ناورین یا بحران وبلل شي".

ښاغلي اکبروف دا هم زیاته کړه چې په افغانستان کې 19 میلینه خلک کافي خوراک نه لري او 6.6 میلینه یعنې 66 لکه خلک بیا د قحط په شان حالاتو ته ورنزدې دي.

یاد چارواکي دا هم وویل، د افغانستان د 40 میلینه ابادۍ نه 35 میلینه په غربت کې په داسې حال کې ژوند کوي چې په دې هیواد کې د خوراک د شیانو بیې نزدې 30 فیصده زیاتې شوې دي.

یاده دې وي د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا یو این ډي پي هم تېره اونۍ وویلي وو چې د تېر کال د اګست میاشتې نه تر دې مهاله د افغانستان په اقتصاد کې 20 فیصده کموالی راغلی او د غریبۍ کچه هم تر 70 فیصده زیاته شوې ده.

د 2022 م کال په سر کې هم ډبلیو اېف پي ویلي وو، د افغانستان د 34 ولایتونو نه په 25 کې حالات ډېر بد دي او دا چې د پینځو کالو د عمرونو نه ښکته نیم په نیمه ماشومان او دغه شان حامله او ماشومانو ته پۍ ورکوونکې مېندې راتلونکې 12 میاشتې د خوراک په مد کې ژوند بچ کوونکو مرستو ته ضرورت لري.

ډبلیو ایف پي دا هم وايي، د ژمي د موسم نه وړاندې هغه علاقو ته چې د واؤرو پرېوتو په سبب ورته لارې بندې شي په وخت د امداد رسولو انتهايي ضرورت دی او دوی ته په دی مد کې د خپلو کوششونو زیاتولو او د انساني بحران مخه نیولو دپاره زرترزره هره میاشت 220 میلینه امریکايي ډالرو ته ضرورت دی.

یاده دې وي په افغانستان د طالبانو د حاکمیت وروسته د بهرنو مرستو د کمېدو سره هغه ملک د اقتصادي کړکېچ سره مخ شوی دی. د طالبانو د پالیسیو په سبب زیاتره ښځې کار روزګار نه شي کولای.

د طالبانو د واکمنېدو پس د افغانستان بهرني فنډونه هم کنګل دي، چې په سبب یې ویل کیږي ددغه جنګ ځپلي ملک اقتصادي وضعیت ورسره نور هم خراب شوی دی.

که څه هم په دې وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د افغانستان د کنګل شوو پیسو د ازادولو په اړه خبرو کې د پرمختګ خبرونه ورکړل شول، خو دا هم ویل کیږي چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدو سره دغه خبرې بندې شوې دي.

  • 16x9 Image

    ثمینه احسن

    ثمینه احسن د خېبرپښتونخوا د پېښور یونیورسټۍ نه په جرنلزم او ماس کمیونیکېشن سره سره په پولیټیکل ساینس کې هم سبق وېلی. هغه د 2009 راهسې د ډیوه سره د خبریالې په توګه کار کۍ. ثمینه احسن د دی نه وړاندې د PACT  په نوم د پاکستان او افغانستان دپاره د یوه رېډیو پراجېکټ، د پېښور رېډیو سټېشن، او FM سټېشنونو سره هم کار کړی. هغه د ښځو او جینکو، ماحولیاتو، سیاست، او په نورو ډېرو موضوعاتو لیکل او ویډیو رپورټونه جوړۍ. تاسو ورسره دلته ملګري کېدی شۍ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG