لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يونيسف: پاکستان کې سېلابونو درې ملينه ماشومان اغېزمن کړي


PAKISTAN-WEATHER-MONSOON-FLOODS
PAKISTAN-WEATHER-MONSOON-FLOODS

د پاکستان په خېبرپښتونخوا او جنوبي پنجاب سيمو کې د ځاني او مالي زيانونو اړولو وروسته سېلاب دا وخت د پاکستان جنوبى سيمو ته ورننوتی او دغلته یې هم په غټه کچه تاوانونه اړولي دي خو د ملګرو ملتونو د ماشومانو دپاره ادارې یونيسف ويلي پاکستان کې سېلابونو تر ټولو زیات ماشومان اغېزمن کړي دي.

حکومت شمېرې وايي د جون د مياشتې راهسې په ملک کې د بارانونو او راغلو روانو سيلابونو په پېښو کې 1208 کسان مړه شوي چې پکې 416 ماشومان دي.

د قدرتي افتونو په وخت د انتظام قومي ادارې اين ډي ايم اې له مخې په مجموعي توګه درې کروړه او ديرش لکه نه زياته ابادي د دې قدرتي افت نه اغيزمنه شوې ده.

دې سيلابونو کورونه، کاروبارونه، پلونه او سړکونه نړولي، ولاړ او زيرمه شوي فصلونه له مينځه تللي او څه د پاسه دوه ملينه جريبه د کروندې ځمکې د اوبو لاندې راغلي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې يونيسيف خبرداری ورکړی د پاکستان په وروستي تاريخ کې تر ټولو سخت سيلابونو له امله درې ملينه څخه زيات ماشومان بشري مرستو ته اړ شوي او د اوبو له لارې د ناروغيو، ډوبيدو او د خوراک د کمي له خطر سره مخ دي.

طبي پوهانو خبرداری ورکړی که سيلاب ځپلو ته په وخت حفاظتي ټيکې يا واکسين ورنکړی شول نو هيضه يا د اوبو نه پيداکيدونکې نور رنځونه به زيات شي.

وي اواې ډيوه سره خبرو کې د روغتيا نړيوال سازمان سره کارکونکي يو ډاکټر امجد محمود وويل،" سيلابونه او د اوبو ودريدلو نه يو شمېر بيمارۍ خورې شي چې پکې هيضه د ټولو نه زياته وي، دغه شان تشنج، ډينګي هم زيات شي او دې سره مختلف حشرات هم راوځي او د مارانو چيچل او د سپو خوړل هم ورسره زيات شي" .

ډاکټر امجد محمود زياته کړه اغيزمنه خلکو ته سمدستي د دې ناروغو د مخنيوى واکسين ورکول پکار دي.

بل لور ته وزير اعظم شهباز شريف ويلي دي چې د سيلاب مخنيوي لپاره ورته وسايل پکاردي او دوستانو او يو شمير نورو نيزدې هيوادونو مشرانو ورته ټيليفونونه کړي او ويلي يې دي چې په دې سخت وخت کې به مونږـتاسو سره ولاړ يو.

د ملګروملتونو او پاکستان د 160 ملينه ډالرو غبرګ خواست نه وروسته د نړۍ يو شمير هيوادونو چې پکې امريکا، يورپي اتحاد ، برتانيه، چين، نړيوال بينک، اسيايي پرمختيايي بېنک د مرستو ژمنې کړي دي.

پاکستان ته دا وخت د بېلابيلو هيوادونو څخه د الوتکې د لارو د سېلاب ځپلو دپاره مرستې را روانې چې پکې خوراکي توکي، خېمې او درل شامل دي.

مرستندویه ادارو له حکومت څخه غوښتنه کړې چې له ګاونډي هند څخه د خوراکي توکو وارداتو ته اجازه ورکړي، خو حکومت نه ده په ډاګه کړې چې د هند د خوراکي توکو وارداتو ته د پولې پرانستل غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG