د دولت اسلامي یا داعش خراسان ډلې اونيزې مجلې النبا په وروستۍ خپرونه کې ادعا کړې، چې په کابل کې د روسيې پر سفارت د بريد کوونکي "وقاص الوزيرستاني" (المهاجر) تړاو د وزیرستان سره و. خو په مجله کې دا نه دي ویل شوي چې وقاص د شمالي او که جنوبي وزیرستان اوسیدونکی و.
جنوبي او شمالي وزیرستان د افغانستان خوست او پکتیکا ولایتونو سره پولې لري او تیرو وختونو کې داسیمې د القاعده خارجي ازبک،تاجک وسله والو په ګډون د افغان طالبانو خوندي ځاله شمیرل کېده .
دامریکایي ډرون بریدونو ترڅنګ د پاکستان پوځ د نړلوالو په ملاتړ په یادو سیمو کې دترهګرو ډلو پرضد تېرو وختونو کې عملیات کړي وؤ او دا علاقې د ترهګرو نه پاکې ګرځول شوې وې خو دعلاقې خلک وایي تر عملیاتو وروسته پکې د امنیت وضیعت د ډاډ وړ نه دی.
څبړونکي دداعش د تازه دعوې په هکله وایي که دداعش دا دعوه ریښتونې وي دا به په پاکستان فشار نور هم زیات کړي ځکه چې وزیرستان په وروستیو کلونو کې د ملکي او نړیوالو ترهګرو ډلو مرکز پاتې شوی او نړۍ به اندیښنې لري چې دغلته ناامني ختمه شوې نه ده بلکې د نړۍ تر ټولو مهمې وسله والې ډلې داعش دغلته پښې ښخې کړې دي.
د شمالي وزیرستان سره تړاو لرونکی خبریال او کار پوهه صفدر حيات داوړ وايي، تر اوسه دا نه ده مالومه شوې چې د دغه ځانمرګي برید کونکي تن تړاو د وزیرستان د کومې علاقې سره و او نه دا مالومه شوې چې د داعش دا دعوه څومره ریښتونې ده .
وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د داعش دا دعوه ردولی نه شي ځکه چې په وروستیو کې وزیرستان د القاعده خارجي جنګلیالیو ترڅنګ د افغان طالبانو او په خپله د پاکستاني طالبانو خوندي مرکز پاتې شوی چې پکې زیاتره ددغه ډلو جنګیالي اوس په داعش کې شامل شوي دي .
هغه وویل که دداعش دا دعوه ریښتونې وي دا به د پاکستان د پاره په نړیواله کڅه نور مشکلات پیدا کړي ځکه چې پخوا به د نړۍ په کوم ګوټ کې برید کېدو تور به یې په پاکستان پورې کېدو چې دغلته جنګیالي پیاوړې ځالې لري .
هغه وویل پاکستان چې د تیر حکومت په پرتله د افغان طالبانو سره نزدې اړیکې لري ،داسې قسم دعوې به دې اړیکو کې تاو تریخ والی پیدا کړي .
د پاکستان حکومت تر دې مهاله د داعش دې دعوې ته څه ځواب نه دd ویلی خو عموما پاکستاني چارواکي په ملک کې د ننه دداعش د منظمې موجودګۍ خبرونه رد وي خو بیا د عملیاتو په پایله کې د داعش وسله والو د وژلو او نیولو دعوې کیږي .
د جولایي په لومړې نیټه دپاکستان د ترهګرۍ پرضد خانګړې ادارې سي ټي ډي ویلي وو شمالي وزیرستان کې دافغانستان دپولې ترڅنګ یې عملیاتو کې د وسله والې ډلې داعش خراسان درې مهم ترهګر وژلي دي.
ادارې دعوه کړې وه چې وژل شوؤ وسله والو کې دداعش خراسان سیمه ییز کمانډر سعیدالله هم شامل و،
په اسلام اباد کې د امریکه نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال احسان ټیپو وایي د داعش موجودیت په دې ورستیو کې په باجوړ قبایلي ضلعه کې لیدل شوی او ښکاري د داعش برید کوونکی د وزیرستان ځایي نه بلکې د بهر نه په وزیرستان کې پاتې شوی تن وي.
هغه وویل امکان څرګندیږي چې دا تن د وسله والو ایسټ اسلامک موومنټ ایي ایم یو وسله وال وي چې اوس په داعش کې شامل شوی او تیرو وختونو کې د القاعده او پاکستاني طالبانو په مرسته وزیرستان کې پاتې شوی وي.
په کابل کې د روس د سفارتخانې مخې ته ځانمرګی برید د ستمبر په پینځمه شوی و او د روس خارجه وزیر سرګي لاروف د روس د سفارتخانې دروازې سره نزدې ځانمرګي حمله کې د سفارتخاني د دوو کارکوونکو په شمول د درېوؤ کسانو وژنه تاید کړې وه