لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس صدر ولاديمير پوټین ويلي، پاکستان ته د ټاپي پايپ لاين څخه ګېس ورکول ممکن دي


اسلام اباد ــــ د روس صدر ولاديمير پوټین ويلي، چې پاکستان ته د ټاپي پايپ لاين څخه ګېس ورکول ممکن دي. د روس دولتي خبرى ادارې ار ټى اې له مخې، د روس صدر دغه څرګندونې د ازبکستان پلازمينه سمرقند کې د زيارت يا پنجشنبې په ورځ د پاکستان وزير اعظم شهباز شريف سره د ليدنې په مهال کړي دي.

دواړه مشران د ايس سى او يا شنګهايي همکارۍ سازمان په سر مشريزه غونډه کې ګډون د پاره په ازبکستان کې دي.

دواړو مشرانو په دواړه خيزه اړيکو، سيمه ييزو او نړيوالو مسلو باندې هم خبرې کړي دي.

د شهباز شریف دفتر ویلي، وزیراعظم د پاکستان ژمنې یو ځل بیا تایید کړې چې له روسیې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو ګټو په ټولو برخو کې همکارۍ پراخې او پیاوړې کوي چې پکې خوراکې امنیت، سوداګرۍ او پانګونه، انرژي، دفاع او امنیت شامل دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د بین الحکومتي کمېشن (IGC) راتلونکې غونډه به ژر تر ژره په اسلام اباد کې کوي.

څيړونکې وايي که څه هم د صدر پيوټن لخوا د دې پروژې په حق کى يو پياوړې وينا شوې خو اوس د روس لخوا په اوکراين د يرغل نه وروستو چې کوم بنديزونه د امريکا او غربي هيوادونولخوا په روس لګيدلي نو دې نه وروسته کومه نړيواله مالياتي اداره به دې پروژه کې پانګونو ته تياره نه شي.

د دوى په وينا نه ويني چې په دې پروژه په موجوده حالاتو کې څه پرمختګ وشي ځکه چې په دې کې اوس هم ډېرې ستونزې شتون لري.

وي اواې ډيوه سره خبرو کې څيړونکې ذيشان حيدر وويل موجوده صورتحال کې د پاکستان د پاره يو ښه خبر دي خو په عملي توګه دې کې ډير زيات مالياتي خنډان دي او بل دا د وخت چې کومې سټراټيجيکي او جيو پوليټيکل ننګونې او نورې ستونزې دي نو دې حوالې سره په دې پروژه پرمختګ مشکل دی.

نوموړي زياته کړه که څه هم پاکستان دا وخت انرژۍ ته سخته اړتيا لري او صدرپيوټن هم صلاح شوی خو موجوده حالات په دې پروژه د پرمختګ دپاره سم نه دي.

څيړونکی جرنلسټ خليق کياني وايي دا ډيره زړه منصوبه ده خو د بيلا بيلو ستونزو له وجې پري څه پرمختګ نه دی شوی او موحوده حالاتو کې هم نه ويني چې څه پرمختګ به پرې وشي.

ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل ،" دې پروژه کې اوس هم يو غير يقيني صورتحال دی، د صدر پيوټن بيان خو راغلو خو اوس به دا کتلی شي چې پاکستان څومره همت ښکاره کوي او د بنديزونو باوجود به وکړی شي چې په دې پروژه کار پيل کړي او په داسې کولو سره ايا امريکا او غربي نړۍ خفه کولی شي".

په 1840 کلوميټره اوږد ټاپي يا جنوبي شمالي ګېس پايپ پروژې په کار په درېم دسمبر 2015 کې کار پېل شوی او په 2018 فرورۍ کې پرې په افغانستان کې لاس پورې کړی شوی وو.

د پاکستان سيمه کې به کار په دسمبر 2018 کې شروع کېدو او تمه وه چې کال 2020_ پورى به دا پروژه پوره شي خو د بيلا بيلو مسلو له وجې په دې تر اوسه څه پرمختګ نه دی شوی.

د 10 بلينه ډالرو دې منصوبې څخه به هر کال د ترکمانستان نه افغانستان، پاکستان او هند ته 33 بلىنه کيوبک ميټره قدرتي ګيس د راتلونکو 30 کالو پورې ورکولی شي.

اسيايي پرمختيايي بېنک د دې پروژې مالياتي سلاکار دی، خو په دې وروستيو کې ياد بېنک اعلان کړی وو چې د ټاپي منصوبې ټول فعاليتونه يې ځنډولي دي او تر هغې به يې پېل نه کړي چې ملګرو ملتونو او د نړۍ غټو اقتصادي قوتونو څخه د دې پروژې قانوني حیثيت ترلاسه نه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG