لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ:تېره میاشت پاکستان کې دترهګرو حملو کې د24 امنیتي سرتېرو په ګډون 40 کسان وژل شوي


اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو په هکله دخپلواکه څېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په تازه رپورټ کې ويل شوي چې د پاکستاني طالبانو د تحريک لخوا د ډزبندۍ د ختمولو د اعلان پرته د بريدونو بيا پېل کېدو سره د هېواد امنیتي وضعه خرابه شوې ده.

دا اداره وایي د تېر ستمبر مياشت کې د روان کال د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې رېکارډ شوي دي.

د څېړنيزې ادارې د ستمبر د مياشتې په دې رپورټ کې ویل شوي چې ستمبر کې ټول هېواد کې 42 ترهګریز برېدونه رېکارډ شوي چې د تېر اګست دمیاشتې په پرتله 35 فيصدي اضافه په ګوته کوي.

رپورټ زياتوي چې په دې مهال قبایلي ضلعو او خېبر پښتونخوا کې د تشدد په کچه کې 106 فيصدي اضافه راغلې ده.

څېړونکي وايي د تحريک طالبان پاکستان په بريدونو کې راغلې اضافه ښایي چې طالبان د قبایلي ضلعو او ملاکنډ په سيمو بيا د قبضې هڅې کوي.

د څېړنيزې ادارې په رپورټ کې وېل شوي چې تېر دستمبر په میاشت کې ترهګریزو برېدونو کې بې کچه اضافه شوې چې پکې د اګست دمياشتې په پرتله د وژنو کچه 8 فيصدي ته سېوا شوې ده.

رپورټ وايي دستمبر په میاشت کې د ترهګرۍ په 42 حملو کې د 24 امنیتي سرتېرو په ګډون 40 کسان وژل شوي دي او ټول 77 کسان په کې ټپيان شوي چې په کې 19 امنیتي اهلکار هم شامل دي.

رپورټ زياتوي چې په رېکارډ کړل شويو بريدونو کې دامنیتي ځواکونو د مرګونو کچه 60 فيصدي ته پورته شوې چې ښايې امنیتي ځواکونه د ترهګرو بنيادي هدف و.

د پاکستان انسټي ټيوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز څېړنکار عبدالله خان وايي د ستمبر مياشتې په پېل کې پاکستاني طالبانو د پاکستان په پوځ د ډزبندۍ د سرغړونې تور لګولی و او برېدونه ېې شروع کړي وو.

ډيوه سره په دې رپورټ خپله تجزیه کې عبدالله خان وايي که څه لا هم نه طالبانو او نه د پاکستان حکومت د ډزبندۍ د ختمولو اعلان نه دی کړی خو ټي ټى پى د حملو پړه پغاړه اخلي.

هغه واي د تېرې مياشتې د پېل څخه ښکاري چې د طالبانو سره د پاکستان خبرې د ځنډ ښکار شوي او تحریک طالبان پاکستان هڅه کوي چې د پوځ څخه په زوره د قبایلي ضلعو او ملاکنډ ځنې سيمې ونيسي او طالبان اوس د باجوړ د لارې په ملاکنډ کې فشار زياتوي.

له دې يوه مياشت مخکې اګست کې د ترهګرۍ 31 حملې رېکارډ شوې وې چې په کې 37 کسان وژل شوي وو.

د رپورټ ترمخه د اګست مياشتې په مقابله کې دستمبر مياشت کې د خېبرپښتونخوا په سيمو کې ترهګریزو برېدونو کې 137 فيصدي اضافه ليدل شوې ده. او د پېکس د رپورټ ترمخه دستمبر مياشت کې دغلته 19 حملې شوي چې په کې د 12 امنتیي سرتېرو په ګډون 19 کسان وژل شوي دي.

رپورټ وايي د ستمبر مياشت کې شؤو د 5 حملو پړه تحریک طالبان پاکستان منلې ده.

د پېکس دې تازه راپور کې وېل شوي چې په دې مهال خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې د ترهګرۍ ضد د سيکورټي فورسز په ځوابي عملیاتو کې 3 ترهګر وژل شوي او يو نيول شوی دی.

د رپورټ ترمخه د اګست دمیاشتې په پرتله د ستمبر په میاشت کې په قبایلي ضلعو کې د حملو په کچه کې 75 فيصدى اضافه شوې. ستمبر کې دغو سيمو کې 14 ترهګر بريدونه شوي چې په کې د 12 امنیتي ځواکونو په ګډون 14 کسان وژل شوي دي.

د افغانستان پولې ته څېرمه د پاکستان په خېبر پښتونخوا او قبایلي ضلعو کې د ترهګرو په حملو کې دا اضافه په داسې حال کې شوې چې په دې ورستو کې سوات او د پښتونخوا په نورو برخو کې د طالبانو د ښکاره کيدو پرضد او د امن په حق کې ځاى خلکو پاڅون او درنې مظاهرې کړي دي. خو د پاکستان د کورنیو چارو مرکزي وزير رانا ثناالله په سوات او دصوبې په نورو برخو کې د طالب وسله والو د بیا راتګ خبرونه افواګانې ګرځؤلي.

پاکستان کې د امنيت او ترهګرۍ په چارو نظر لرونکی څېړنکار ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي طالبان هڅه کوي چې د خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو ځنې سيمې ونيسي او د طالبانو د حملو څخه ښکاري چې هغوى ته په دې سيمو کې د ځینو عناصرو ملاتړ ترلاسه دی.

ښاغلی طلعت مسعود وايي اوس ضروري شوې ده چې د طالبانو ضد پوځي عملیات وکړل شي او پوځ هم د هغوى پرضد د عملیاتو کولو پخه اراده کړې ده. "پوځ به کوښښ کوي چې وسله وال د سيمو نه وباسي او هېڅ نرمي ورسره ونکړي ولې چې زما په اند د امن خبرو لړۍ هم معطل شوې ده"

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په رپورټ کې ويل شوي چې په پخوانيو قبایلي سیمو کې د وسله والو ضد څلورو پوځي عملیاتو کې 8 جنګیالی وژل شوي او 9 نور نيول شوي دي.

د رپورټ مطابق د خېبرپښتونخوا او قبايلي سيمو په پرتله د ستمبر مياشت کې په بلوچستان کې دترهګریزو حملو په کچه کې 41 فيصدى کمی ليدل شوی.

رپورټ کې ددې لامل په بلوچستان کې راغلي وروستي سېلابونه ښودل شوي دي.

د رپورټ ترمخه د ستمبر په میاشت کې بلوچستان کې 7 ترهګریزې حملې رېکارډ شوي چې 5 کسان په کې وژل شوي دي. دې حملو کې د يوې،یوې حملې پړه بلوچستان لبریشن ټاېګر او بلوچستان لبرېشن ارمي په سر اخستې ده.

رپورټ وايي بلوچستان کې د ترهګرو ضد د پوځ په عملیاتو کې 6 وسله وال وژل شوي دي چې تعلق ېې د داعش او پاکستاني طالبانو تحریک سره و.

د رپورټ په اخر کې ويل شوي چې د ستمبر په میاشت کې سیند صوبه کې هم 2 ترهګر بريدونه شوي چې په کې 2 کسان وژل شوي دي او دغلته د ترهګرو ضد 7 عملیاتو کې 8 جنکيالي نيول شوي دي.

رپورټ وايي د ستمبر په میاشت کې اسلام اباد، پنجاب، ګلګت بلتستان او د پاکستان د ولکې لاندې کشمیر کې د ترهګرۍ کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

ځانګړې ویډیوګانې


تللي دي څېړونکي وايي د حماس سیاسي مشران د قطر نه ترکي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:19 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG