لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا دې پاکستان سره په مشترکو فکرمندیو د همکارۍ لارې ولټوي - د یوې غیرحکومتي مطالعاتي ډلې سپارښتنه


واشنګټن (اې اېف پي) - یوې مطالعاتي ډلې امریکا ته سپارښتنه کړې چې د افغانستان په سر د اوږدمهاله بې اعتمادۍ با وجود، واشنګټن ته په کار دي چې د پاکستان سره خپل تعلقات وساتي او په چین باندې د هغه ملک د زیاتېدونکې انحصار د کمولو په خاطر دې پاکستان سره د سرمایه کارۍ او موسمي بدلون په برخه کې همکارۍ وکړي.

په واشنګټن کې دغې مطالعاتي ډلې چې د امریکې حکومت په کې څه لاس نلري، پرون د نهې/سې شنبې په ورځ د خپلو مطالعاتو نتایج په داسې حال کې خپاره کړل چې د پاکستان د طاقتوره پوځ سرلښکر جنرل قمر جاوېد باجوه راغلی او د دې نه یوه هفته مخکې، خارجه وزیر بلاول بهټو زرداري هم د واشنګټن دوره کړې وه.

په یاده مطالعاتي ډله کې علما او د پاکستان دپاره د امریکا پخواني سفارتکاران رایان کروکر، کامېرون مونټر او رابېن رافېل، او همدا راز د پاکستان پخوانی سفارتکار حسین حقاني شامل دي.

پاکستان او امریکا د جنګ سرد په زمانه کې، او بیا د افغانستان په وروستۍ جګړې کې ملګري هېوادونه پاته شوي، مګر وروسته امریکایي چارواکو ته دا شک پیدا شو چې پاکستان په پټه د طالبانو ملاتړ کوي. طالبانو تېرکال د افغانستان جنګ کې د امریکا په ضد خپله کامیابي اعلانه کړله.

مطالعاتي ډلې ویلي دي: «د دې پر ځای چې د شراکت د واضح کولو دپاره موجوده اختلافاتو ته وکتلی شي، ممکن اوس د دې وخت وي چې ووایو دواړه اړخونو ته په کار ده چې د یو بل په مفاداتو وپوهیږي څو وکړی شي د مشترکو فکرمندیو په برخو کې د همکارۍ دپاره طریقې پیدا کړي.»

رپوټ زیاتوي چې امریکا باید د پاکستان د تګلارو د بدلولو په خاطر، د خپل امداد نه ګټه اخېستل ونکړي، او دا تګلاره نور ناکامه شوې ده.

مطالعاتي رپوټ کې دا هم راغلي چې اسلام آباد ته په کار ده دا ومني چې د پاکستان د ټولو مشکلاتو، په خصوص د ترهګرۍ او تندلاریتوب مقابله د امریکا ذمه واري نشي جوړېدلی.

پاکستان په زیاتېدونکي ډول خپل تعلقات د چین سره نږدې کړي دي. امریکا خبرداری ورکړی چې بجېنګ به پاکستان، چې اقتصادي مشکل سره مخ دی، په قرضونو کې ډوب کړي.

مطالعاتي ډلې دا هم ویلي چې امریکا مخکې تر دې د پاکستان سره خپل تعلقات، د افغانستان او یا د پاکستان تاریخي رقیب، هند سره په تناظر کې جوړول، او اوس باید دغو تعلقاتو ته د چین په تناظر کې ونه ګوري.

دوی سپارښتنه کوي چې د دې پر ځای، امریکا کولی شي پاکستان سره مرسته وکړي چې د چین د قرضو په برخه کې د شفافیت او تعمیل له اړخه د پاکستان صلاحیت کې اضافه راولي او همدا شان د امریکایي کمپنیو د سرمایه کارۍ او نورو طریقو د لارې، په چین باندې د پاکستان انحصار کم کړي.

د موسمي بدلون په برخه کې همکاري بله برخه ده چې مطالعاتي ډلې یې سپارښتنه کړې ده، په خصوص داسې وخت کې چې پاکستان وروستیو سېلابونو سخت ځپلی دی.

د مطالعاتي ډلې غړو دا هم ویلي چې اوس امریکا غواړي د افغانستانه لېرې پاته شي، نو که څه پېښ شي، بیا د پاکستان سره د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې همکاري ته ضرورت شته، ځکه امریکا اوس په افغانستان کې استخباراتي امکانات نلري.

رپوټ زیاتوي چې که څه هم د افغانستان، چین، او یا هندوستان په اړه مسایلو کې د امریکا او پاکستان ترمنځ مسئلې موجودې دي، مګر په خطه کې د استحکام، د تندلاریتوب سره د مقابلې، او په جنوبي ایشیا کې د کومې اېټمي شخړې د مخنیوي په برخو کې پاکستان او امریکا اوس هم مشترک مفادات لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG