لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دشمالي وزيرستان دکډوالو جرګې داحتجاجي پرلت پيل کولو ګواښ کړى


د شمال وزیرستان کډوال وایي که حکومت مرستې نه ورکوي بیا احتجاجي پرلت پیل کوي.

په بنو کې نن د یکشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د کډوالو جرګه شوې او ویلي يې دي که په دې کډوالۍ کې تړل شوې امدادي مرستې بحال نه شي بیا احتجاجي پرلت پیل کوي.

حکومت د شمالي وزیرستان بې کوره هرې کورنۍ ته د میاشتې 20 زره روپۍ امدادي مرستې ورکوي او حکومتي چارواکي وایي دا مرستې یوازې د هغو کډوالو تړل شوي چې علاقې يې پرانستل شوي او دوی بيرته نه دي تللي.

د جرګې یوه غړي ملک شرف وي او ای ډیوه ته وویل د تیرو اتوٶ کالو نه کډوال دي او پینځه میاشتې کیږي چې په دې کډوالۍ کې د دوی امدادي مرستې تړل شوې دي.

هغه وویل د یخنۍ موسم راغلى دوی ګرمې جامې، جرسۍ او بوټان نه لري او دمرستو تړل کېدو لا امله دوی د خیر په غوښتو مجبور شوي.

هغه زیاته کړه دوی دې د پاره راټول شوي چې د مرستو تر لاسه کېدو د پاره پخپله اینده تګ لاره حکومتي چارواکي خبر کړي.

د شمالي وزیرستان د انتظامیې د مشر شاهد علي ددفتر چارواکي وایي د کډوالو په ستونزه خبر دى او په دې اړه یې اعلا حکومتي چارواکو ته سپارښتنه کړې چې دمرستو تړلو دې پریکړه ته دې بايد بیا کتنه وشي او چې د کومو کډوالو سیمې نه دي پرانستل شوې هغوی ته دې مرستې جاري کړل شي.

د جرګې یو بل غړي داود مداخېل وویل دې مرستو د پاره دوی د صوبې مرکز پېښور ته احتجاج کړى او د احتجاج پرمهال دوی سره حکومتي چارواکو د مرستو جاري کولو ژمنې کړې وې خو دا ژمنې يې تر اوسه عملي نه کړې.

هغه وویل دوی په خپله مرضۍ علاقه نه ده پرانستې حکومت بې کوره کړي او که حکومت دې کډوالۍ کې مرستې نه شي ورکولى بیا دې دا کډوال بیرته خپلو علاقو ته واپس کړي .

هغه زیاته کړه که مرستې نه ورکړل کیږي بیا احتجاجي پرلت پیل کوي.

په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې عملیات کړي وو چې له امله يې په لکونو خلک دخپلې سیمې په پریښولو مجبوره شوي وو له هغې راپديخوا هرې بې کوره کورنۍ ته د میاشتې 20 زره روپۍ دخرڅ خوراک ورکړل کیږي.

خو د افتونو په وخت د انتظام د ادارې پي ډي ایم ای ویاند احسان داوړ وایي دا یوازې هغه نزدې شپږ زره کورنۍ دي چې د دوی علاقه پرانستل شوې او د واپسۍ په تیرو مرحلو کې کډوال خپلو سیمو ته واپس شوي.

هغه وویل د دغه کونیو جاج اخستل کیږي او چې د کومو کډوالو علاقې نه دي پرانستل شوي هغوی ته به دا مرستې جاري کړل شي.

د احسان داوړ په وینا اتیا فیصدي نه زیاته علاقه پرانستل شوې او بې کوره شوې کورنۍ بیرته دغو علاقو ته واپس کړل شوې دي.

هغه وویل دوی سره یوازې 15000 کورنۍ رجسټرډ دي او هغوی ته هره میاشت مرستې ورکړل کیږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG